کور / تازه خبرونه / د بلجيم لومړی وزير د افغان لاريون کوونکو کډوالو ستونزي اوري

د بلجيم لومړی وزير د افغان لاريون کوونکو کډوالو ستونزي اوري

په بلجیم هیواد کي د هغو پناه غوښتونکو چي دکډوالی دوسیی یی تړل سوي دي دا دی دریمي میاشتي د مظاهرو او اعتصابونو په لړ کي وتوانیدل چي د بروکسل له ښار څخه د مونس تر ښاره چي څه دپاسه اویا کیلومتره لار کیږي په پلي ډول د مظاهرې او احتجاج په ډول ووهله . لاریون کونکو د خپلو دوسیو د سره کتنه او د خپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره دا مظاهرې پيل کړيدي .
تېره شپه دا افغانان چي تعداد یی تر دوسوو تنو ډیر وو د مونس د ښار په مرکزي سیمه کي دا سړه او باراني شپه تیره کړل . د مظاهرو په ټوله دور کي د بلجیم هیواد د مدني ټولنو او سیاسي احزابو غړو او همدارنګه عادي بلجیمیانو بشر یا انسانیت ته د احترام په خاطر له افغانانو سره مله وه . د مونس ښار چي اوس یی د سوسیالیستانو د ښار نوم خپل کړی دی ، ټوله ښاریان د افغانانو په حمایت راووتل او د افغانانو سره یی همدردي ښکاره کړل . دا اوس اوس موږ خبر تر لاسه کړ چي سبا یولس بجې بخ د افغان مظاهره چیانو یو هیت د حکومت لوړ پوړي چارواکي د خبرو لپاره ومني . د بلجیم هیواد د لومړي وزیر له دفتر څخه ویل سوي دي چي خپله لومړی وزیر به له افغانانو سره د دوی پر مشکلاتو وږغیږي . افغانان هیله مند دي چي د بشر د حقوقو او قوانینو پر بنشټ او همدارنګه د افغانستان د اوسني کړکیچن حالت ته په کتلو سره د بلجیم هیواد مشرتابه او په سر کي لومړی وزیر داسي پریکړه وکړي چي دا افغان کډوال په همدې هیواد کي میشت سي .