کور / تازه خبرونه / اولسمشر غواړي د امنیتي تړون په اړه د هيواد د رسنیو ملاتړ راخپل کړي

اولسمشر غواړي د امنیتي تړون په اړه د هيواد د رسنیو ملاتړ راخپل کړي

حامدکرزی غواړي د امنیتي تړون په اړه د هيواد د رسنیو ملاتړ راخپل کړي”
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې له نورو مسایلو سربیره له ولسمشر حامد کرزي سره د رسنیو د استازیو په پرونۍ غونډې او د هغه په تازه څرګندونو تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر کرزی غواړي، له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه له خپلو شرایطو نه د هېواد د رسنیو ملاتړ راخپل کړي؛ ځکه خو یې پرون د رسنیو مسوولین د ارګ ماڼۍ ته وربللي وو.

د سرمقالې د لیکوال په باور؛ په دې وروستیو کې له بهرنیو رسنیو سره د افغانستان اکثرو رسنیو هم خبره غبرګه کړې وه او د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کېدو لپاره یې پر ولسمشر حامد کرزي فشارونه راوستي.

محور لیکلي، افغان حکومت هڅه کوي چې؛ لږ تر لږه په هېواد کې دننه د دې رسنه ییزو فشارونو مخه ونیسي.

په سرمقالې کې راغلي، د لویې څارنوالۍ دا امر چې باید ټولې رسنۍ خپلې مالي سرچینې په ډاګه کړي؛ یوه هڅه ده تر څو د ځینو رسنیو د یو اړخیزو تبلیغاتو مخه ونیسي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د رسنیو استازیو ته ولسمشر وروستۍ څرګندونې څیړلي دي.

ویسا لیکلي، ولسمشر په دې غونډه کې په ډاګه کړه چې؛ امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلی او که پاتې کیږي یا وځي هم نو د خپلو ګټو پر اساس به وي.

د سرمقالې لیکوال له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر حامد کرزي وروستی دریځ ملي دریځ بللی؛ خو لیکلي یې دي، ستونزه دا ده چې ټول ولس ورسره یوه خوله نه دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې خبرداری ورکړی چې؛ که له امریکا او ناټو سازمان سره تړونونه ونه شي، ښايي په افغانستان کې ګډوډۍ زیاتې شي.

د ملي ارمان سرمقالې کې راغلي، که امریکا او ناټو خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي؛ نو تر ټولو زیات زیان به یې نیستمنو او بې نوا خلکو ته ورسیږي او په افغانستان کې به هم د عراق په شان ګډوډۍ ز یاتې شي.

ملي ارمان لیکلي افغانستان له یو شمیر هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه کړي، خو تر ټولو مهم یې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون دی چې باید لاسلیک شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله تر دې سرلیک لاندې کښلې، په افغانستان کې د ناټو سازمان رول د بدلیدو په حال کې دی.

انیس لیکلي که له ناټو سازمان سره له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته د هغوی د پاتې کیدونکو عسکرو په اړه تړون وشي؛ نو اوسنی جنګي رول به یې حمایوي شي.

په سرمقالې کې راغلي چې د دې تړون په اړه د افغان دولت او ناټو سازمانو د مسوولینو ترمنځ مذاکرات پيل شوي.

انیس لیکلي له ناټو سره د دې تړون لاسلیک کول د افغانستان د ثبات او د امنیتي ارګانونو د پیاوړتیا لپاره مهم دی.