هغوی وئيل، “موږ ته ستاسو زمکه پکار ده.”
او د بشير ځواب و، “موږ به خپله زمکه په هيڅ قيمت هم ترهګرو ته حواله نه کړو، د دوی د ځانمرګو جېکټونه به ختم شي خو زموږ سينې به ختمې نه شي.”
بس هم دا مسئله وه، نور هيڅ هم نه و، ټول جنګ هم دا و، ټول جنګ هم دا دی، بشير پوهېدو چې دوی دا کار په مشرقي پاکستان کې هم کړی و.
اوس پوره يو کال تېرېږې، له يو شديد قامي احساس سره د احساساتو شدت په يو خوا او د زمکې د دفاع لويه مسئله په بل خوا، څوک به دا دوې ډېرې روايتي خبرې وکړي چې “سل دې ومره، يو دې مه مره” او “بشير مړ نه دی، د هغه وينه ضايع نه شي تلی”، خو له دې سره سره څه نور څه هم وئيل پکار دي، څه غېر روايتي څه هم وئيل پکار دي ځکه چې بشير ډېر غېر روايتي سړی و، په دومره لوی جائيداد، خاندان، وزارت، عزت او شهرت کې د خاورې په ننګ ودرېدل او سر په تلي کې وړل يو ډېر غېر روايتي او غېر معمولي کردار و، دا د اوسنۍ دنيا، د فايدې، مفادو او پيسې د دنيا روايت او معمول نه دی. د اشرافيې په دې دنيا کې د سرفروشۍ روايت پخپله يو ډېره لويه روايت شکني ده، تر يوه پېړۍ زيات وخت تېر شو چې د باچاخان د فکر او نهضت ملګري، بشير بلور غوندې خلک، دا روايت شکني کوي، دې خلکو د يو پياوړي جهاني تبليغ او نظام باوجود هم دا ونه منله چې انسان يو جنس (commodity) دی، بکاؤ مال دی او د کاروبار ذريعه ده، دې خلکو په دنيا کې د يو درځن مشهورو او پلې شوو نظرياتو باوجود هم دا ونه منل چې سياست د طاقت، رياست او دولت لپاره وي. له دې علاوه يوه بله ډېره عجيبه يې دا وکړه چې په انسان، د انسان په ژوند ژواک او سياست کې د تشدد استوګنه کومه فطري او لازمي خبره نه ده بلکې دا يوه تپلې پديده ده، ګويا دا يې وئيل چې جنګ په انساني تاريخ کې نوې فينومينا ده، جنګ او انسان سره همځولي نه دي.
دا نن چې بشير بلور يادوو، دا د يوې پېښې او يو سړي ذکر نه کوو بلکې پر يو ډسکورس خبره کوو، د يو داسې داستان (narrative) تشريح کوو چې په خپل ځان کې ډېر ځانګړی دی، چې د خپلې ټولنې، کلتور، تاريخ، جغرافيې او سياست په تناظر کې ډېر زيات مقامي (indigenous) دی او چې په خپل بطن کې ډېر زيات جامع او اجتماعي (inclusive) دی.
بشير بلور “سل دې ومره يو دې مه مره” په رڼا کې نه بلکې په دې لحاظ يوه انتهايي مهمه حواله ګرځي چې هغه د سلو يعني د خاورې د زامنو آواز و، بشير يو سړی نه بلکې د هغو ټولو د آوازونو ګويانه مجموعه وه چې په جبر خاموش (forcibly silenced) کړل شوي وو. بشير چې ووژل شو نو يو سړی نه بلکې يو سل او يو ووژل شول، تاوان دا شوی دی، پر دې تاوان که څوک خبره کوي نو په هم دې شکل کې به يې کوي چې د جبراً خاموشې ټولنې آواز ووژل شو، له مبالغې پرته دا خو داسې وي لکه بشپړه ټولنه چې ووژل شي، بعضې خلک داسې وي، “په بعضې خلکو باندې وران شي وطنونه.”
پر دومره لوی زيان هم چې د احتجاج غږ راپورته نه شي نو په ټولنه کې د ژوند د دعوې جواز څه پاتېږي؟ دا خو بېخي غېرمتوقع غبرګون و چې پښتنو د بشير بلور پر شهادت د صبر مظاهره وکړه، هيڅ ورانی يې ونه کړ او دنيا ته يې ثابته کړه چې دوی ډېر امن خوښوونکي خلک دي.
دا د يوې بې وسۍ بيان و، پته ترې لګېده چې کيسه بلې خوا ته تللې ده، کيسه بلې خوا ته لاړه، په رياست کې د چا د کوواپټېشن ارمان له تورو خاورو سره خاورې شو، په انتخاباتو کې واک هغه چاته وسپارل شو د چا د سياست چې تر ټولو لوی نقاد بشير بلور شهيد و، د روان کال د ۱۱م مې په شپه دردېدلو او ربړېدلو پښتنو ته خپل دا قامي شهيد په دې نه وريادېدو چې د پاکستان د واک ګدۍ ته د هغوی قامي ګوند نه ؤ رسېدلی بلکې په دې وريادېدو چې د پښتون قام او پاکستاني رياست تعلق دومره پېچيده او کشيده دی چې قامي سياست يې له تشريح کولو يو مخ قاصر دی. قيوم خانۍ څو څو ځله خپل نوی جنم کړی، موږ هر هر ځل د قيوم خانۍ خلاف مزاحمت کړی خو قيوم خانۍ ته جنم ورکوونکی بطن هر ځل خوندي راڅخه پاته شوی، هر څه وشي موږ ته د خپلو شهيدانو بې شناختې او بې کتبې قبرونه راپاته شي، “زه به خپل شهيد له د هغه بهار ګلونه وړم”، د کوم بهار؟ له انګرېزه آزادي، په پاکستان کې جمهوريت او صوبايي خودمختاري او په پاکستان کې د پښتنو امن ………. “ګمان مې نه شي چې به دا وړۍ شړۍ شي ياره”، د يوې خاصې طبقې، صوبې او قبيلې په اجاره رياست کې که څوک د استوګنې لپاره ځای غواړي نو هغه به هغه دوه ګزه زمکه وي کومه چې بنګالي نورالامين د جناح صاحب له آخري آرام ګاه سره د خپل قبر لپاره غوښتې وه.
بشير بلور په خپله خاوره کې خپله آخري استوګنه کوي، ددې استوګنې د خپلواکه ساتلو سياست هم هغه کړی و او به يې هغه څوک کوي چې په دې پوهېږي چې بشير د هغې لويې خونړۍ دسيسې په وړاندې يو لوی خنډ و د کومې له مخې چې رياست پتيلې ده چې د پښتنو خاوره د ترهګرو په واک کې ورکړي، بشير وئيل:
“موږ همېشه خپل شهيدان په ډول او په سرنا لمانځو، په دې خبره موږ فخر کوو، دا يوازې ستاسو پارټۍ ته دا اعزاز حاصل دی، بله يوه پارټۍ داسي نه شي ويلی چي د هغوی شهيدان شته، چي د برصغير د آزادۍ جنګ و هم موږ شهيدان وو او اوس چي د دنيا د آزادۍ جنګ کوو نو هم موږ شهيدان يو، دا چي د ډرون حملو خلاف جلوسونه کوي، کله يې په پېښور کې د دهماکو خلاف جلوس کړی دی ؟ کله نوازشريف او عمران خان څه ويلي دي؟ ډرون حملې دوی ته په ياد راځي ځکه چي په دې کې سياسي چال دی، د چا په وجه ځي انګريزان او امريکايان د ځان ملګري کړي او ځي، زه چي په قصه خوانۍ کې جلسه يا جلوس کوم نو راباندې چاودنه کېږي، دا ځکه کېږي چي موږ دې ته خپل جنګ وايو، دا چي څوک وايي دا جنګ به کله ختمېږي زه هغوی ته وايم که سل کاله هم واوړي نو هم موږ به د دوی خلاف جنګ کوو او خپلو زامنو ته به له دوی څخه آزادي اخلو.”
په دريځ کې دې روښانتيا، په سياست کې دې ژمنتيا، له سياسي چالونو سره دې بلدتيا او خپلې خاورې او آزادۍ ته دې وفا له هم هغې قيصه خوانۍ سره نيزدې د دې سړي ژوند واخيست د کومې قيصه خوانۍ ذکر چې يې په بره کرښو کې کړی، دا هم هغه قيصه خوانۍ ده چې انګريزانو په ۲۳م اپرېل ۱۹۳۰ کې د هم دغو خلکو په وينو لړلې وه چې بشير بلور يې نه يوازې يو ډېر څرګند تسلسل و بلکې يو ډېر بې باک ترجمان يې هم و.
څوک چې نن د ډرون بريدونو او ناټو سپلايي خلاف راوتي دي، د هغوی په مقصد د پوهېدلو لپاره که د بشپر بلور شهيد دې پورتنيو کرښو ته څوک فکر وکړي نو هر څه به يې په مخ کې روښان شي.
پر ۲۲م دسمبر به يوازې د يو قامي شهيد د ياد ورځ نه وي بلکې د قامي سياست مسوولو، با احساسو او حساسو کسانو ته به په خپلو ګرالبو او ګرېوان کې د کتلو ورځ هم وي، هغه ژور رياست چې بشير يې رانه وخوړ، له هغه ژور رياست سره به د خپل تعلق د وضاحت ورځ هم وي، څومره چې دا وضاحت ځنډېږې، هومره به پرهر نور هم خورېږي او خوړېږي.
(دا ليکنه د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د دسمبر په ګڼه کې خپره شوې ده)