کور / تازه خبرونه / روزګان:د ګازو ډبې دديني مدرسي ۱۱ تنکي طالبان وسوځول .

روزګان:د ګازو ډبې دديني مدرسي ۱۱ تنکي طالبان وسوځول .

د روزګان په مرکز ترينکوټ کي اور لګيدني د يوې ديني مدرسي يوولس تنه طالبان وسوځول .
پيښه نن غرمه مهال دوولس نيمي بجې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کي د مولوی اغا صاحب په ديني مدرسه کي د ګازو د ډبي د اور لګيدني له امله رامنځ ته سوې ده .
د روزګان د والي وياند عبدالله همت وائې چې په پيښه کي څوک وژل سوي نه دي او په سوځول سويو کسانو چي عمرونه يې د ۷ او ۱۳ کلنو تر منځ دي د پنځو تنو ټپونه ډيري درملني ته اړتيا لري .
سوځول سوي کسان دا مهال د ترينکوټ په مرکزي روغتون کي تر درملني لاندي دي .
په ياده ديني مدرسه کې تر اووه سوه زيات کسان په ديني زده کړو بوخت دي .