کور / تازه خبرونه / امريکا د افغان جنګ دوام ته ارزښت ورکوي

امريکا د افغان جنګ دوام ته ارزښت ورکوي

محور: امریکا د افغان جګړې دوام ته ارزښت ورکوي

د کابل چاپ ورځپاڼو له نورو مسایلو سربیره په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه تحلیلي مطالب او تبصرې خپرې کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې دا مساله څیړلې چې د امریکا کانکرس د راتلونکي کال لپاره په افغانستان کې جګړې ته اتیا میلیارډه ډالره ځانګړي کړي دي.

د سرمقالې په یوې برخې کې راغلي له دې څخه ښکاري چې امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې دوام ته ارزښت ورکوي او هغه خبردارئ یې ریښتینی نه دی چې وايي، خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسي.

محور لیکلي امریکا په داسې حال کې یو ځلي بیا د افغانستان جګړې ته اتیا میلیارډه ډالر ځانګړي کوي چې د یوې سروې له مخې شپیته فیصده امریکایان د افغانستان د جګړې په اړه منفي نظر لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي په افغانستان کې د لګښتونو د راکمولو لپاره امریکا باید د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي هغه څه چې افغان دولت او افغانان یې تل غوښتنه کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې کابل ته د شهزاده کریم اغا خان سفر څیړلی دی.

په مطلب کې راغلي نوموړي په خپل دې سفرکې ولسمشر حامد کرزي ته د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په اړه د امریکا د ولسمشر مهم پیغام له ځان سره راوړی دی.

ملي ارمان لیکلي کریم اغا خان له ولسمشرکرزي سره نږدې او دوستانه اړیکې لري او د هغه سفرکولای شي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو پر سر روانه لانجه حل کړي.

په مطلب کې راغلي کریم اغا خان یوازې د اسمعلیه مسلمانانو یو شتمن مشر نه دی بلکې په نړېواله سطحه د نفوذ خاوند دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت څیړلی دی.

د ویسا په سرمقالې کې راغلي د پاکستانیو طالبانو په ګډون په سلګونو وسلوالو د کنړ په شلتن درې کې په یوه کلي یرغل ور وړی، کورونه یې سوځولي او هلته پاتې شوي.

ویسا همدا راز د هلمند د سنګين ولسوالۍ په ساروان کلا کې د ملي اردو د یوه قومندان او طالبانو ترمنځ اوربند ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د دې اورند د راتلونکې په اړه هم اندیښنې موجودې دي.

ورځپاڼې لیکلي اوس چې نړېوال ځواکونه د افغانستان د ځمکې او هوا واک لري ولې په داسې مواردو کې د افغان ځواکونو لاسنیوی نه کوي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې؛ له همدې امله باید امریکا د امنیتي تړون له لاسلیک کیدو مخکې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره تضمینونه ورکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د سولې پروسه څیړلې ده.

هېواد لیکلي که د طالبانو له خوا د ملا برادر د مرکچي په توګه د ټاکل کیدو مسله ریښتیا وي نو د هرکلي وړ ده.

ورځپاڼې دا د افغانستان دولت د فشارونو نتیجه بللې چې بالاخره پاکستان اړ شوی، د افغان طالبان مشرتابه د سولې د خبرو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو ته مجبوره کړي.

هېواد لیکلي د پاکستان د ملي امنیت د شورا په وروستۍ غونډه کې هم ددې هیواد صدراعظم نواز شریف ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به همکاریو ته دوام ورکوي.