کور / هراړخیز / د پورن سنګ د زړه خواله

د پورن سنګ د زړه خواله

پورن سنګ زموږ د کور په خوا کې د عطاری (یونانی) دکان لری، نږدې ۶۰ کاله عمر لری خو اوس خورا ضعیف دي. نن چی د دفتر نه د رخصت پر محال کور ته روان وم ناڅاپی مې پر دکان سترګی برابری شوې، ورتاو شوم، زوي یې د دکان پر دخل ناست وو د پلار پوښتنه می ځینی وکړه راته يې اشاره وکړه چی د ننه ناست دي. زه هم ورننوتم، پر یوه زړه ځوکۍ ناست وو او یوه وړه ګازی بخاري ورته چالانه وه او ده خپل ضعیف لاسونه پر تودول. سلام مې وکړ راته یې ډیر په احترام د کښیناستلو ست وکړ زه هم په خوا کې ورسره کښینستم. ما ویل پورن سنګ کاکا صحت دي څنګه دي! ویل ښه یم زویه بس د عمر آخری شپې دی سبا کوو يې. د جوړ پخیر، روغ رنځور او کاروبار خبری چی خلاصی شوې او بانډار مو ډیر سره خوږ شو نو می د اوسنی وضعیت په اړه بحث ورسره شروع کړ! یو دم يې سر راجګ کړ، زړې قهرجنی خو دانصاف طلبګاری سترګی یې زما په سترګو ښخی کړې او د زمري په شان بریتو يې لاس تیر راتیر کړ، لحظه چپ شو، زه هم وارخطا شوم چی څه چل وشو!

ځنډ وروسته يې سر ټیټ کړ سړه ساه يې ویسته او په کړپیدلی غږ راته کډ شو

״زویه موږ ۳۰۰ کاله کیږی چی په افغانستان کې ژوند کوو، آبا و اجداد مو دلته خاوري شوي، سختی مو تیري کړې تکلیفونه مو ګاللي، خدمت مو کړې، عسکری مو کړې، د وطن د دفاع په خاطر مو ځانونه قربان کړي، د مجاهدینو سره مو مټ په مټ په جهاد کې برخه اخیستې، د وطن په ګوټ ګوټ کې مو د ملت خدمت کړې، طبابت مو کړې تجارت مو کړې خو چا ته مو زیان ندې رسولې. او په بدل کې په تیر ۳۰ کاله کې زموږ سره څه شوي؟ ظلم، تیري، بندیزونه، چور، غلا، تعصب لنډه هیڅ نوع تکلیف ندې پاته چی موږ نوي ګاللې. پخوا وختونو کې به د اطرافو خلګ راتلل موږ ته به يې زارۍ کولې چی زموږ منطقې ته راشه هلته خلګ ډیر په بد حالت کې ژوند کوي، طبیب نشته، دوا نشته د ښځو منجاری سامانو سوداګر نشته! نو موږ به د هغو په غوښتنه هلته خپل خپلوان لیږل او کلیوالو به ورته کورونه ورکول آبادول به یې او په خپل ژوند به یې ورګډول. زما ماشومتوب په پچیر او اګام کې تیر شوې، ښه می په یاد دی ما به د کلی د هلکانو سره لوبی کولې، غیږ به مو استه! زه پهلوان هم وم ههههههه بیا چی ځوان شوم عسکری ته ولاړم د جلال اباد په ۱۱مه فرقه کې مي دوه دورې عسکری وکړه…..״

د پورن سنګ کاکا خاطرې ډیری جالبی او ډیری ترخې وې، د دې هر څه باوجود دوي د افغانیت څخه ندی منکر شوي. او خپل خدمت او وطن پرستی ته دوام ورکوی.

تیره ورځ د ټاکنو د کمیسون لخوا وړاندی شوې قانون ولسی جرګې ته د تصویب لپاره واستول شو، خو ولسی جرګې په دغه قانون کې د هندوانو او سکهانو لپاره مخوص شوې څوکۍ مخالفت وکړ. د ولسی جرګې دغه اقدام له هغوی سره ظلم او هغوی افغانان نه ګڼل دي. افغان هندوان، سکهان او د نورو دینونو پیروان د افغان ولس یوه برخه ده ځکه نو حق لري چې د ولس په کور کې خپل استازي ولري. د یو قوي افغانستان جوړولو لپاره دا اړینه ده چې د قومي او ژبني تعصب تر څنګ د مذهبي تعصب مخه هم ونیسو. که موږ کوچیانو ته، معیوبینو ته، ښځو ته او نورو قشرونو ته خپل حقوق ورکولاي شو او هغه د اسلام، افغانیت او اسلام اصول ګڼو نو دا خو هم د اسلام، افغانیت او ډیموکراسي اصول دی. دلته ولی موږ دو مذهبی کوو؟ الله تعالی فرماي
لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَO( البقره، 2 : 256)
ژباړه: ’’اللہ تاسو د دې خبری څخه نه منع کوی چا چی ستاسو سره د دین (په باره) کې جنګ نوی کړي او نه یې تاسو ستاسی د کورونو (وطن) نه ایستلی یاست نو ناسو د هغو سره نیک برخورد وکړي او د هغو سره عدل او انصاف وکړي، بیشکه الله عدل او انصاف کوونکی خوښوی ‘‘