کور / تازه خبرونه / افغان ديپلومات يوه ښځه او مېړه وهلي دي

افغان ديپلومات يوه ښځه او مېړه وهلي دي

د هالنډي رسنيو د خبر په حواله تېره ورځ ١٨ دسمبر ددغه هيواد په هاګ ښار کي د افغانستان سفارت يوه ديپلومات پر يوې هالنډۍ ښځي او د هغې پر مېړه بريد کړئ او دواړه يې وهلي ډبولي دي.
پوليس وايي د لفظي شخړه په نتيجه کي دغه کسان تر ستوني نېول سوي او په سوکونو او لغتو وهل سويدي،پوليسو د دوی پر غاړو د خپه کېدو نښي ليدلي دي.

د افغانستان سفير د پاو نيوز په نوم يوې رسنۍ ته ويلي دي چي يوه واقعه رامنځته سوېده خو هڅه کوي چي حل و فصل سي،افغان سفير دا هم ويلي دي چي ډيپلومات څوک نه دي وهلي بلکي ډيپلومات پخپله ددغه پېښي قرباني سوی دی.
افغان سفير دغه رسنۍ ته وويل چي ديپلومات يې نه هيڅکله څوک وهلئ دی نه به هيڅکله داسي کار وکړي.

د افغانستان سفارت د سياسي، سوداگريزو او کلتوري چارو مسول عزيزالله رسولي د لراوبر سره په تيلفوني اړيکه کي پېښه تائيد کړه خو نور جزيات يې ورنکړه.د نوموړي په وينا دا چي افغان ديپلومات بريد کړئ او که پر افغان دپلومات بريد سوئ دی په اړه يې د هالنډ د بهرنيو چارو وزارت پلټني پيل کړيدي.

د يادوني وړ ده چي په هالنډ کي دسفارت پر محلي کارکوونکو مخکي هم داسي نېوکي وې چي د خپلو مراجعينو سره د ديپلوماتيكو اصولو او اخلاقو خلاف سلوک کوي.
لراوبر ته د رسيدلو معلوماتو پر اساس سفارت له ټولو رسمي فارمونو او انټرنټ ويبپاڼي د افغانستان لومړۍ رسمي ژبه اېستلې ده . ددوی هغه افغان مراجعين چي په فارسي او انګريزي ژبو نه پوهېږي او په پښتو ژبه د فارم يا مالوماتو غوښتنه کوي ځيني وختونه د پاکستاني خطاب ورته کېږي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د اساسي قانون د ۱۶مي مادې پر اساس د افغانستان لومړنۍ رسمي ژبه پښتو او دوهمه ژبه دري بلل سوېده.