کور / تازه خبرونه / کراچۍ کې د باچا خان مرکز وتړل شو

کراچۍ کې د باچا خان مرکز وتړل شو

کراچې: دمشال راډيو دخبر له مخې په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند ايالتي مرکز( سیکریټرېټ) باچاخان مرکز په دغه ښار کې د ترسره کیدونکو سیاسي او ادبي هلو ځلو لپاره تړل شوى دى .د اې اېن پي چارواکي وایي، په کراچۍ کې د دوی په ګوندي ملګرو د تېر څه دپاسه یو کال راهسې بريدونه کيږي چې له امله یې د ښار په بیلا بیلو برخو کې نه یوازې د دوی سبمه ایز دفترونه تړل شوي بلکې د دغه ګوند ايالتي مرکزي دفترهم تړل شوي .د عوامي نېشنل ګوند د سید ايالت پخوانی مشر سنیټر شاهي سید وایي په باچاخان مرکز کراچۍ کې یوازې د خېرښېګړې د ادارې باچاخان ټرسټ په مرسته درملو مرکز فعال دی خو پاتې نورې سیاسي هلې ځلې دمګړۍ د لنډ وخت لپاره ځنډولې دي.سهراب ګوټ،بلدیه ټاون،منګوپیر،کواري کالونۍ او ځینې نورې علاقې داسې دي چې هلته زموږ کارکوونکو ته ګواښونه زیات دي. زموږ په ډېرو کارکوونکوبريدونه شوې دي. په باچاخان مرکز کراچۍ کې د دوایانو قایم مرکز چلیږي خو دغلته اوس موږ سیاسي هلې ځلې بندې کړې دي ځکه چې امنیت ښه نه دی او اوس هم که وسله وال وغواړي نو په کراچۍ کې په یوه ساعت کې لس مړي هم کولی شي او ښار بندولی شي”د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي د دوی د مطبوعاتو څانګه هم د باچاخان مرکز بنارس څخه د کراچۍ خوندي سیمې ډیفنس کې واقع د دغه ګوند د رهنما شاهي سید کور مردان هاوس ته منتقل شوې ده.باچاخان مرکز د کراچۍ د پښتنو په ګڼ میشته سیمه بنارس کې موقعیت لري او له تېرې اوږدې مودې راهیسې دغه ځای په سیند صوبه نه یوازې د پښتنون ملتپاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ سیاسي مرکز دی بلکې هلته د په لوی شمېر کې د پښتو مشاعرې او نور ادبي او کلتوري سمینارونه او غونډې هم وخت په وخت ترسره شوي دي .شاعر او لیکوال ریاض ساحل وایي باچاخان مرکز د تېرو څه دپاسه شلو کلونو راهیسې د کراچۍ د شاعرانو د ادبي خوزښتونو مرکز هم وو.دلته د اتفاق پښتو ادبي جرګې، سوات ادبي ګلونه، ننګیال ادبي لښکر او نورو ټولنو میاشتنې تنقیدي غونډې کیدلې، جرس ادبي جرګې لخوا به د قلندرمومند په نوم یادګاري لنۍ مشاعره کیدله، دا به ووایم چې دا د کراچۍ د پښتنو ادبي مرکز وو خو له تېرې څه مودې راهیسې دلته ادبي خوځښتونه ځنډول شوي دي او اوس دغه ادبي ناستې یا خو نه کېږي او یا د چا په حجره یا شخصي سکولونو کې کیږي.”