کور / تازه خبرونه / عربي متحده امارت دوینو د پاکولو دری مرکزونه جوړوي.

عربي متحده امارت دوینو د پاکولو دری مرکزونه جوړوي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي چې عربي متحده امارت په کابل ، کندهار او مزارشریف کې د وینو د پاکولو یا هیمو دیالیز دری عمده مرکزونه جوړوي، د روغتیا وزارت وايي چې تیر کال د عربي متحده اماراتو حکومت ورسره ژمنه کړی وه چې دری مرکزونه به د وینو د پاکولو په خاطر جوړوي چې یوولس ماشینونه یې تیر کال دغه وزارت ته ورکړي او یوولس ماشینونه یې اوس ورکړل هر یو ماشین نیږدی یو لکو څلویښت زره ډالره بېیه لري، روغتیا وزارت وايي چې له دی کار سره به د وینو دپاکولو سیستم هغه چا لپاره اسانه وي چې زیاتې پیسې نه لري او له وسې یې پوره نه وي ، دوی وايي چې هر ورځ ګڼ شمیر افغانان له هیواده بهرنیو هیوادونو ته د وینو دپاکولو په خاطر ځي، دوی وايي په لومړي سر کې د ناروغانو د وینو د پاکولو په سر به شپږ زره افغانۍ اخلي چې بیا دمودی په تېرېدو سره به دا بېیه نیمايي ته راټیټه کړي.