کور / تازه خبرونه / غزاله جاوید مېړه په مرګ محکوم شوی

غزاله جاوید مېړه په مرګ محکوم شوی

پېښور: دبي بي سي خبر له مخې د پښتو سندرغاړې غزاله جاوید وژنې قضیه کې محکمې د نوموړې پخوانی مېړه د مرګ په سزا محکوم کړی.جهانګیر خان د ۲۰۱۲ په جون کې د غزاله جاوید او هغې د پلار په وژنه مجرم وپېژندل شو.د غزاله جاودید وژنه کې دوه نور تورن کسان تر اوسه بې درکه دي.د جهانګیر خان مدافع وکیل ویلي، د سزا خلاف به پېښور ستره محکمه کې استناف غوښتنه وکړي.غزاله جاوید سوات کې زېږېدلې وه او د پښتو موسیقۍ یوه مشهوره څېره وه.٢٠٠٦کال کې، چې سوات کې امنیتي حالت ترینګلی شو، غزاله له کورنۍ سره پېښور ته وکوچېده او هلته ټلویزیوني خپرونو کې له برخې اخیستو وروسته د موسیقي نړۍ کې ښه وځلېده.له جهانګیر خان سره له واده کولو وروسته غزاله جاوید شپږ میاشتې وروسته له نوموړي د طلاق اخیستو لپاره محکمې ته عریضه وکړه.غزاله نژدې ۲۵ کلنه وه، نوموړې له جهانګیر خان سره واده وکړ، خو دا واده بریالی نه و او ژر دواړه بېل شول. نوموړې له واده کولو شپږ میاشتې وروسته د طلاق اخیستو لپاره محکمې ته عریضه کړې وه، خو د محکمې له پرېکړې مخکې ووژله شوه.د نوموړې د وژنې په باب هم بېلې ګنګوسې خپرې دي.پېښه کې د هغې یو خور ټپي شوې، چې وايي نامعلوم کسان یې کور ته ورغلل او غزاله او د هغې پلار یې په ډزو وویشتل، خو یو شمېر نور کسان بیا وايي، چې کوڅه کې پرې نامعلومو موټر سیکل سپرو کسانو ډزې وکړې او لور پلار یې ووژل.