په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو برخو څخه ۱۴۵ ميلیونه افغانۍ عوائد د روان مالی کال په ترڅ کې ترلاسه شوي دي .
د میدان وردګو ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه د روان مالي کال په ترڅ کې یو سلو پنڅه څلوښت میلونه افغانۍ عوائد راټول او د دغه ولایت مستوفیت ته ورکړل شوي دي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي : د دغه ولایت مستوفیت ته د مالیې وزارت له لورې د دوه سوه اتلس میلیونو افغانیو عوائد راټولو هدف ورکړل شوی وو،خو د ځیني ستونزو له امله د یاد هدف پر ځای یو سلو پنځه څلوېښت میلیونه افغانۍ عوائد راټول او د دغه ولایت مستوفیت ته ورکړل شوي دي .
نوموړی زیاتوي یاد عوائد یې د موټرونو، تنخواګانو،مارکیټونو،پاسپورټونو،لیسانسونو او نورو بېلابېلو برخو څخه راټول شوي،چې زیات شمېر داسې عوائد هم په کې راټول شوي،چې له تېرو لسو کلونو څخه پاتې وو.
د میدان وردګو د والي په وینا یو شمېر هغه کسان یې د دغه مالي کال په ترڅ کې نیولي،چې پخپل سرې ډول یې د مالیې له ورکړې څخه انکار کولو،چې په ترڅ کې مالیه ترې د جرمانې سره یو ځای اخیستل شوې ده .
هغه وایي اوس مهال هم د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې یوه اندازه مالیې په سوداګرو او نورو کسانو پاتې ده،چې د امنیتي منسوبینو په همکارۍ ترې د مالیې راټولولو چارې په ګړندۍ ډول رواني دي .
د یادونې وړده،تېر کال په میدان وردګو ولایت کې یو سلو څلور پنځوس ميلیونه عوائد راټول او د دغه ولایت مستوفیت ته ورکړل شوې دي.