کور / تازه خبرونه / ویسا: د تړون په اړه د امریکا په دریځ کي کوم بدلون نه دئ راغلی

ویسا: د تړون په اړه د امریکا په دریځ کي کوم بدلون نه دئ راغلی

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون او د سولې د خبرو اترو په اړه مطالب خپاره کړي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ تړون باید ژر لاسلیک شي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې؛ په دې هکله د امریکا په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او په دې اړه چې دا سند باید ژر لاسلیک شي له ولسمشر کرزي سره به خبرې دوام وکړي.

ویسا د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار خبره هم را اخیستې چې وایي، افغان حکومت باید د امنیتي او دفاعي سند په برخه کې له مقابل لوري سره بحثونه وکړي ترڅو دغه تړون د افغانستان په ګټه تمام شي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه د روسي چارواکو هغه څرګندونې را اخیستې چې وایي ولسمشر کرزی مو د دې تړون لاسلیک کولو ته نه دی هڅولی.

دې ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې؛ د نوموړي هېواد د جمهور رییس ولادیمیر پوتین هغه څرګندونې را اخیستې چې وایي، افغانستان ملي حاکمیت لرونکی هېواد دی او دا یې حق دی چې د دې سند په اړه په خپله پریکړه وکړي.

سرنوشت په یو بل مطلب کې لیکلي چې، طالبانو ملا برادر له افغان حکومت سره د خبرو لپاره استازی ټاکلی.

دې ورځپاڼې د طالبانو د کوټې شورا په حواله ویلي چې؛ ملا برادر ته اجازه ورکړې شوې چې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره خبرې وکړې او د طالبانو مشر په دې برخه کې هغه ته ډاډ ورکړی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه د یوه مطلب ترڅنګ د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو د ګډې غونډې په اړه هم مطلب خپور کړی.

دې ورځپاڼې لیکلي چې؛ د دواړو هېوادونو پارلماني پلاوو په خپلې یوولسمې ګډې غونډې کې د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو سربیره پر سیاسي، امنیتي او د تروریزم ضد مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.

هېواد لیکلي چې؛ د افغانستان او پاکستان پارلماني پلاوو په دواړو هېوادونو او سیمه کې امنیت مهم بللی او ټینګار یې کړی چې؛ په دواړو هېوادونو کې د موجودو ستونزو عوامل باید پیدا او د حل لپاره یې حکومتونه جدي اقدامات وکړي.

دنیا:

دنیا غیر دولتي ورځپاڼې د مشرانو جرګې هغه څرګندونې را اخیستې چې ویلي یی دي وایي د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د دریځ ننګه کوي.

د دې ورځپاڼې په لیکنه د مشرانو جرګې ځینو غړو ویلي چې؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه باید پر جمهور رییس کرزي فشار رانه وړل شي او په دې برخه کې دې خپلې خوښې ته پریښودل شي.

دنیا لیکلي چې؛ افغان سناتوران تر ډیره په دې باور دي چې باید ولسمشر کرزی له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه فکر کولو ته پریښودل شي ترڅو داسې پریکړه وکړي چې د افغانستان ټولې ګټې پکې خوندي وي.