کور / تازه خبرونه / طالبانو د سولې خبرو وړانديز رد کړ

طالبانو د سولې خبرو وړانديز رد کړ

اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې په پاکستان کې له طالبانو سره د حکومت له لوري د خبرو لارې له غوراوي څو ساعته وروسته پاکستاني طالبانو د خبرو وړانديز رد کړی دی.د پاکستاني طالبانو نوي توندلاري مشر ملا فضل الله ويلي له حکومت سره د سولې خبرې مانا نه لري.ده يو ځلې بيا دا ګوتڅنډنه کړې چې دوی به د پاکستاني حکومت پرځول او په دغه هېواد کې د شرعي نظام رامنځته کولو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي.د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د پاکستاني طالبانو وياند شاهد الله شاهد ويلي د تېرو حکومتونو په څېر د پاکستان اوسنی حکومت د امريکايي ډالرو وږی او کمزوری دی.شاهد الله شاهد رويټرز ته ويلي دوی پوهېږي، حکومت پر کور دننه د پوځي عملياتو پلانونه جوړوي، خو په وينا يې طالبان د دغه ډول بريدونو پر وړاندې چمتو دي.