کور / تازه خبرونه / په لاهور کې شيعه عالم ووژل شو

په لاهور کې شيعه عالم ووژل شو

پېښور :د پاکستان دو حدت مسلمین ګوند لوړ رتبه غړی او د تحریک نفاذ فقه جعفریه یو مشر علامه ناصر عباس په لاهور کې وژل شوې د پاکستان د لاهور ښار پولیسو وویل : پر علامه ناصر عباس د لاهور ښار په وحدت روډ کې نامعلومو کسانو ډزې وکړې او هغه یې وواژه .د پولیسو مقاماتو زیاته کړه چې د پاکستان د شیعیانو دغه مشر په لاهور کې په يوې غونډې کې له ګډون څخه وروسته له بريد سره مخامخ شو د روانې دسمبر میاشتې په شپږمه هم په لاهور ښار کې د اهل سنت والجماعت ځايي مشر مولانا شمس الرحمن معاویه د نا معلومو وسلوالو لخوا وژل شوی و.