کور / تازه خبرونه / يو خاوند له خپلي مېرمني څخه پزه ، خوله ، ژبه او غوږونه پرې کړي دي .

يو خاوند له خپلي مېرمني څخه پزه ، خوله ، ژبه او غوږونه پرې کړي دي .

چارواکي وايي به هرات ولايت کي يوه تن له خپلي مېرمنې سره شخړه کړې او وروسته يې ورڅخه په چاقو پوزه، شونډې، ژبه او غوږونه غوڅ کړي دي.
پېښه تېره شپه د هرات په انجيل ولسوالۍ کي سوې او د ښځې خاوند د پېښې له ځايه پښې سپکې کړې دي.
د هرات د څارنوالۍ مشره ماريا بشير وايي، دغه ښځه دوه ويشت کاله عمر لري او د څلورو اولادونو مور ده.
له سيمې څخه د ترلاسه سوو راپورونو په اساس د ښځې خاوند نشه ‌يي وو او تېره شپه يې د چرسو د اخيستلو لپاره له مېرمنې څخه د هغې د واده ګوتمۍ غوښته، چې مېرمنې يې ور نه کړه او ده يې ورڅخه غوږونه، پوزه، شونډې او ژبه پرې کړي دي.
د تشدد قرباني سوې مېرمن دا مهال د هرات په روغتون کي تر درملنې لاندې ده .
د هرات پوليس وايي، د تښتېدلي کس د نيولو په موخه يې پلټنې پيل کړې دي خو لا هم لاس ته نه دی ورغلی.
څو ورځې وړاندې هم په هرات کې يوه مېرمن په مرموزه توګه وژل سوې وه