کور / تازه خبرونه / پکتیکاچارواكي:ټاکنې به په ډاډمنه فضا کې ترسره شي

پکتیکاچارواكي:ټاکنې به په ډاډمنه فضا کې ترسره شي

په پکتیکا ولایت کې امنیتي ځواکونه وايي چي ټاکنوته پوره چمتو دي، څو راتلونکي ټاکنې له ویرې پرته په ډاډمنه امنیتي فضاکې ترسره شي.
د امنيي قومندانى په اعلاميه كي نن خپره سوه ويل سوي چي دتېر په پرتله به په دې ولایت کې ټاکنې په پوره امنیتي فضاکې ترسره شي، او خلک به وکولای شي، له کومې ویرې پرته ټول په ټاکنو کې برخه واخلي.
امنيتي چارواكي ادعا كوي چي دپکتیکا دولایت دمرکز ښرنې په ګډون په ټولو سیموکې اوس مهال دافغان ملي اوسیمه ییزو پرمټ امنیت پوره تامین دی ، اوزموږ خلک به وکولای شي له ډار اوویرې پرته په فعاله توګه دخوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
دوى وايي یحی خېل،خیرکوټ،سروبي،سرروضه،مټاخان اونورو ټول سیموکې سیمه ییز اوملي پولیس ګمارل شوي، څو را روانو انتخاباتو ته دخلکو امنیت تامین کړي، چې دسیمې وګړې هم ورسره پوره همکاره دي.
دپکتیکا امنیه قوماندان ښاغلی دولت خان ځدراڼ وایې، ددې ولایت وګړي به دتېرو کلونو په پرتله په زیات شمېر کې په ټاکنو کې برخه واخلي.