د لغمان چارواکي وايي نن سهار وختي ځانګړو ځواکونو د الیشنګ ولسوالۍ په پایه خیلو سیمه کې د مخالفو وسلوالو په یوه مرکز عملیات کړي چې قوماندان عبدالمتین د خپلو څلورو تنو ملګرو ( شمس الرحمن، دایګل، رحمت ګل او شیر محمد ) سره یو ځای په کې وژل شوی.
د لغمان ولالي د وياند په وينا عبدالمتین په یاده سیمه کې د مخالفو وسلوالو مشهور قوماندان و او په ډېرو تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود چې له وړاندې د ګډو ځواکونو له لوري په نښه شوی و.
د يادوني وړ ده چي طالبانو تر دې دمه ددغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.