مزارشريف :پژواک د خبرله مخې : په بلخ ولايت کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ له خوا د مرحوم خان عبدالصمد خان څلوېښتم تلين ونمانځل شو.په دې نمانځغونډه کې د بلخ د مدني ټولنو غړو، د بلخ ادبي خوځښت غړو او د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.په مزار شریف ښار کې د ويښ ځوانانو غورځنګ مشر ډاکټر غلام رسول ملکزي وویل، چې د خان شهید د نمانځغونډې موخه داده ، چې د بلخ خلکو ته د دغه شخصیت په اړه معلومات ورکړي.نوموړي زیاته کړه، چې عبدالصمدخان د افغان ولس د سوکالۍ او ښيرازۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړي، نو باید یې افغانان ونمانځي. ملکزي د خبرو په دوام کې وویل:” خان شهید د انګریز د استعمار پر ضد د افغان ازادي غوښتونکو ځوانانو غږ اوچت کړ، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په برخه کې د هغه هڅې نه هېرېدونکې دي، له همدې امله د وخت ظالمانو هغه زندان ته واچاوه او د خپل عمر نیمايي برخه یې د زندان د تورو تمبو تر شاه تېره کړه، خو له خپلې مبارزې یې لاس وانخیست.”په بلخ ولایت کې د ويښ ځوانانو د غورځنګ غړي جاوید واک په خپلو خبرو کې وویل، چې د خان شهید په اړه باید نور سیمینارونه او نمانځغونډې هم جوړې شي، ترڅو يې خلک د مبارزو او هڅو له څرنګوالي څخه خبر شي.هغه زیاته کړه ، چې ویښ ځوانانو په تېرو لسو کلونو کې د خپلو هڅو په لړ کې د هېواد په ملي مسایلو کې غږ اوچت کړی، ملی مشران یې نمانځلي او دا لړۍ به همدا ډول دوام ومومي.د بلخ پوهنتون محصل شرف الدین وویل، چې دی خوشاله دی، چې په بلخ کې د خان شهید تلین نمانځل کيږي.د هغه په وینا، تېرو جنګونو او نا امنیو افغانان سرګردانه کړي وو او د خپلو مشرانو نمانځلو ته یې نه وو پريښي، خو وروسته له دې به دوی خپل ملي مبارزین نمانځي.په دغه غونډه کې د خان شهید د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه لیکنې او مقالې ولوستل شوې.عبدالصمد خان په ۱۹۰۷ ميلادي کال کې د پښين ولسوالۍ د عنايت الله کارېز نومې کلي کې زېږېدلی دی. د ۱۹۷۳ کال د سمبر په دویمه نیټه د لاسي بم په وسیله ووژل شو.