اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان په تاريخ کې د اوږدې مودې تر ماموريت وروسته د سترې محکمې مشر قاضي القضات افتخار محمد چوهدري تقاعد شوې ، چې د ډېرو په نظر ورسره د تعرضي قضا موده پای ته رسېدلې، چې نوموړي يو لومړی وزير هم له دندې لرې کړی و.حکومتي مامورينو، استخباراتي ادارو، سياسي مشرانو او په فساد تورنوکسانو لپاره قاضي القضات د سرخوږي څخه کم نه و، چې د خپلې دندې په وروستۍ ورځ يې هم د امنيتي ادارو او حکومت پر ضد امر ورکړ.افتخار محمد چوهدري په وار وار پياوړی پوځ او اعلي حکومتي چارواکي د عدليې احترام ته مجبور کړي وو.د ډېرو په اندد پاکستان په تاريخ کې قاضي القضات افتخار محمد چوهدري لومړی قاضی دی چې د عدلیې لپاره خپل لوړ مقام عدلي ازادي ده، وګاټه.د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې قانوني وکيل قاضي انور وايي افتخار چوهدري د پاکستان د عدليې په تاريخ کې يو ځانګړی ځای لري.نوموړی زیاتوي: “که څوک افتخار چوهدري خوښوي او که نه يې خوښوي، خو د پاکستان تاریخ کې د هغه مقام شته”.قاضي انور وايي افتخار چوهدري خلکو ته وښودله چې عدالت څه ته وايي او عدالت څومره طاقت لري، د نوموړي په وينا وړاندې چا هم د عدالتي اختياراتو استعمال داسې نه دی کړی څنګه چې افتخار چوهدري وکړ.”افتخار چوهدري يو داسې قاضي القضات و چې د پوځي واکدارانو ته ودرېدو او هڅه يې وکړه چې قضاء خپلواکه کړي.”په ملي اسمبلي کې د ملت پاله عوامي نېشنل ګوند پخوانی غړی بشري ګوهر وايي چې د افتخار چوهدري تر برحاله کېدو وروسته له محکمې د خلکو هیلې زياتې شوې، خو د سترې محکمې قاضي د دوسيو د مخامخ ېا خپله نوټس اخیستلو سره عدلیه چلول پيل کړل، د نوموړي په وينا له خپل نوټس اخیستلو سره ټول بهير اغېزمن کېږي.بشري ګوهر وايي پکار ده چې قاضي د خبرو نه بلکې پرېکړو له وجه وپېژندل شي، او د خپل نوټس اخیستلو معنی د انصاف په ادارو کې لویې نيمګړتياوې دي.د مذهبي ګوند جمعيت علمای اسلام وياند جان محمد اڅکزی وايي افتخار چوهدري يو داسې قاضي القضات و چې د پوځي واکدارانو ته ودرېدو او هڅه يې وکړه چې قضاء خپلواکه کړي، خو دی لانجمن هم و. د انصاف او عدل چې کومه هيله کېده چوهدري افتخار په هغې کې کامياب نه شو.چوهدري افتخار له خبرو سره ډېره مينه کوله او غوښتل یې چې هر وخت يې په رسنیو کې نوم راشي، ځکه يې هر وخت د ډېر مسالو مخامخ نوټس اخیسته.د نوموړي په وينا داسې ويل کېږي چې نوموړي د سياستوال په رنګ شهرت غوښته.افتخار چوهدري ډېرې لانجمنې پرېکړې کړې خو د حکومتونو لپاره یې ستونزې هم جوړې کړې، هغه ډېرې داسې پرېکړې کړې چې په حکومتي چارو کې مداخله ګڼل کېږي.په مرکزي ښار پېښور کې د انګريزي ژبې ورځپاڼې ډان خبريال او د قانونې چارو کارپوه سيد وسيم احمد شاه وايي د افتخار چوهدري له تګ سره به په عدالت اثر پريوځي؛ ځکه چې افتخار چوهدري د بشري حقونو دوسیې هم اورېدې او ډېر فعال و.پاکستان کې وړاندې عدالتونو تر فشار لاندې پاتې و، خو افتخار چوهدري ډېر فعال و.پاکستان کې وړاندې عدالتونو تر فشار لاندې پاتې و، خو افتخار چوهدري ډېر فعال و.د يوې پوښتنې په ځواب کې جان محمد اڅکزی وايې، د افتخار چوهدري پرېکړې د پوځي واکدارانو مخې نشي نيولی، هغوی چې کله راځي نو بيا پرې ډېر فکر نه کوي. نوموړی زياتوي خپله د افتخار چوهدري په وخت کې خپله يو پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف چې د هېواد اساسي قانون يې دوه ځله لغوه کړی و، ازاد ګرځي او هم دغه راز د لادرکه کسانو ستونزه هم حل نه شوه.سيد وسيم احمد شاه وايي په ځینو دوسيو کې په افتخار محمد چوهدري د شخصي مداخلې تور هم لګول کېده، خو هغه به ويل چې ستره محکمه ټول کارونه له قانون سره سم کوي.قانوني وکيل قاضي انور وايي د افتخار چوهدري دوه حيثيتونه دي، يو هغه چې د ۲۰۰۷د مارچ له نهمې واړندې و او یو هغه چې تر ۲۰۰۷کال وروسته و، تر ۲۰۰۷وړاندې افتخار چوهدري د انتظاميې قاضي القضات و، خو تر ۲۰۰۷وروسته افتخار چوهدري بيا د ولس قاضي القضات و.افتخار محمد چوهدري دوه وارې له خپلې دندې لیرې کړی شوی و، خو نوموړی د قانونې وکيلانو د تحريک، مدني ټولنو او رسنیو د هڅو له کبله بېرته ځای پرځای شو.نوموړي د قانوني وکيل او قاضي په توګه نژدې ۴۰کاله وروسته له خپلې دندې متقاعد شو.