کور / تازه خبرونه / دپاکستان نوى قاضي القضات لوړه وکړه

دپاکستان نوى قاضي القضات لوړه وکړه

اسلام اباد: دازادۍ راډيو د خبر له مخې تصدق حسين جيلاني نن پنجشنبې د پاکستان د نوي مشر قاضي يا قاضي القضات په توګه د خپلې دندې لوړه وکړه. د تصديق حسين جيلاني د سوګند پورته کولو مراسم چې نن د دغه هېواد په جمهوري رياست کې ترسره شول، د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په ګډون په کې د دغه هېواد يو شمېر نورو جګپوړو چارواکيو ګډون کړى و. ٦٤ کلن جيلاني، له ٢٠٠٤م کال راهيسې د پاکستان په سترې محکمې (سپريم کورټ) کې دنده ترسره کوله او اوس دپاکستان د پخواني مشر قاضي افتخار احمد چوهدري تر تقاعدېدو وروسته ددغه هېواد د نوي مشر قاضي په توګه وټاکل شوافتخار چوهدري په ٢٠٠٥ م کال کې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرويز مشرف له خوا ددغه هېواد د مشر قاضي په توګه ټاکل شوى و ، چې بيا تر درې کالو وروسته په ٢٠٠٧م کال کې د پرويز مشرف له خوا په پاکستان کې د اضطراري حالت تر لګولو او د قانون تر ځنډونې وروسته افتخار چوهدري له يو شمېر نورو قاضيانو سره يوځاى پخپل کور کې نظربند کړاى شو، چې بيا وروسته د پاکستان د بېلابېلو ايالتونو د قاضيانو او د ځينو سياسي ګوندونو د اعتراضونو په لړ کې بېرته پخپلې دندې برحاله شول.د پاکستان د قانوني چارو کارپوهان وايي، د افتخار چوهدري- چې د پخواني ديکتاتور ولسمشر متقاعد جنرال پرويز د حکومت په په پرځولو کې يې مهم رول لاره- په پاکستان کې د انساني حقوقو او د قضايي سيسټم د خپلواکۍ لپاره د ستاينې وړ کار کړى دى، چې دا به ددغه هېواد په تاريخ کې په زرينو تورو ليکل کېږي. دوي همدا راز وايي، چې افتخار چوهدري د خپلې دندې په اته کلنه موده کې، په پاکستان کې د قانون د برلاسۍ لپاره ځينې مهمې پريکړې وکړې، چې ددغو پرېکړو له ډلې څخه يوه هم په ٢٠٢م کال د عدليې د سپکاوي په تور د پاکستان د هغه وخت د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د صلاحيت سلب کول و.د پاکستان د عدليې او قضايي چارو د کارپوهانو د وينا له مخې، د پاکستان نوى قاضي القضات په داسې وخت کې سوګند پورته کړى، چې ددغه هېواد يو شمېر مهمې عدالتي قضيې د پرېکړو لار څاري.ښاغلی جیلاني د سترې محکمې ۲۱م قاضي القضات شو.د پاکستان ولسمشر ممنون حسين ښاغلي جيلاني ته لُوړه ورکړه.تصدق حسين به تر اوو مياشتو پورې پر دغه دندې کار کوي او له هغې وروسته به ناصر الملک د پاکستان نوی قاضي القضات شي.قاضي تصدق حسين جيلاني وويل “له ښه حکومتولي او د قانون له پلي کېدو پرته ناشونې ده.”ده وويل چې د قانون په رڼا کې به ټولې ادارې د قانون په چوکاټ کې راولي او خپله دنده به ترسره کړي.تصدق حسين جیلاني د متقاعد قاضي القضات افتخار چودري کارونه وستايل او د هغه په وخت کې يې د قانون پر پلي کېدو او د بشري حقونو په خونديتوب ټينګار وکړ.ښاغلي جيلاني وويل چې دی به په دغه موده کې ډېر څه زده کړي.