کور / خبرتیا او پيغامونه / د ژوندون سره پيوستون او سرخلاص ليک

د ژوندون سره پيوستون او سرخلاص ليک

لوى څارنوال ته !
ډير محترم ښاغلي الکو د افغانستان لوي څارنوال ، درنو هيوادوالو خويندو او ورونو،
نن مو يو غميز خبر د ښاغلي يون نه واوريد چه محترم لوي څارنوال د ژوندون تلويزيون د نشراتو د قطع امر ورکړي دي !
موږ په بهر ميشت افغانان او زموږ کورني او اولادونه تل دغه افغاني ، ملي تلويزيون ګورو ، او داسي ارزويي لکه :
ژوندون د ملي وحدت هنداره
ژوندون زموږ د لوړ افغاني کلتور خپرندو ي
ژوندون د ترقي او پرمختک مبلغ او لارښود
ژوندون د مساوات، ورورولي، سوله او پخلاينه ، عامه پوهاوي، او ملي هوښياري تبليغاتي تلويزيون،
اوبلاخره د افغان ملت لپاره خورا ارزښتناک او په زړه پوري لارښود ده،
متاسفانه د يو کوچني شخصي نظر پر بنسټ د يو کلتوري شبکي بندول مسولانه نده ، بيا ستاسو لپاره چه خورا دروند او عالي شخصيت ياست!
دغه راز عمل د دموکراسى او انساني پرمختک پر خلاف ده،
موږ په بهر کي ميشت ځيني افغانان ، سوداګر، ځوانان،ښځي، او نارينه ستاسو نه په درنښت غواړو چه خپل حکم باندي بيا له سره غور او کتنه وکړئ البته موږ ستاسو د عالمانه غور او پريکړي په انتظار يو٠
په درنښت

زلمى الکوزى