کور / خبرتیا او پيغامونه / دژوندون ننګه داسلام اوافغان ننګه

دژوندون ننګه داسلام اوافغان ننګه

دژوندون ننګه داسلام اوافغان ننګه

په ژوندون تلویزیون دلوېې څارنوالۍ له لورې کړنې اوهمدارزا دځینو کسانو لخوا دتورونو لګولو له ځینو خلکو لاره ورکه کړې په ځآنګړې توګه له ځینو هغو اشخاصو چې ځان افغان هیواد، افغان ملت، افغان ارزښتنونو ، افغان ګټو ته ژمن بولي . ځینې ډاریږي چې ژوندون خفه نه شي ، ځینې له ټلوالې اوجنګسالارانو ډاریږي ، ځینې بې تفاوته دي لکه دتل په څیر اوځینې بیا فرصت طلبه دې حالاتو ته ګوري چې تله په کومه خوادرنیږي . مګر راځي په ډاګه سره ډانګ پیلې خبرې وکړو .
کیدای شي زه په خپله هم په ژوندون تلویزیون ځینې نیوکې ولرم مګر په خپل وخت سره مې شریکې کړې هم دي اوبیا به یې هم کړم . مګر ځینې ملګري وایې چې دژوندون تلویزیون دریځ وچ کلک اونیغ په نیغه دی اوپه تدریجې ډول کار نه کو ي . هغسې ،دغسې اوډیرې نورې خبرې .
راځی خپل وجدان اوضمیر قاضي کړو له سمتې اوخیلي ملاحظو تیر شو ټبرونه اونور ملحوظات په پام کې ونه نیسو بلکه دیوافغان په ډول قضاوت وکړو ژوندون داسې څه کړي چې ټول یې وښورول اویا یې دډیرو په خولو مهر اولاک ولګولو .
ایا دژوندون خبرې دروغ دي ؟
هغه جنګسالاران او ځینې اوسنې بې موقفه اوبې ضمیره چارواکې چې له حکومت نیولې ترولسې اومشرانو جرګو پورې ددولت په ټولو څوکیو کې ناست دي اوواک لري تراوسه هم نوي اوځوان نسل ته ددې توجیه او عقلانیت نه شي زباتولی اوتثبیتولی چې دوی ولې داپنځه دیرش ، څلویښت کاله په دې خاوره کې دجنګ اور بل کړی وو؟ ولې یې پردی جنګ زموږ کورته راوړ اوولې زموږ په خاوره پردۍ وسلې وازمایلې . په کوم اساس دوی دوخت له شوروي سره جوړ رانغلل ، هغه وخت یې ولې دافکر نه کولو چې موږ باید له روس یا وارسا سره دناټو په مقابل کې ستراتیژیک اودفاعي تړونونه ولرو چې نن داسې په سره غولانځ دي اوله پښو لاندې یې اوربل دی اوله امریکا اوناټو سره دتړون ژرترژر ، بې ښه اوبده دلاسلیک کیدو غوښتنه کوي . مګر مالومه ده چې دوی هغه وخت هم له عقلانیت ، ځیرنې اوتدبر څخه کارنه واخستی اودنورو په اشاره یې خپله خاوره ورانوله اواوس هم دنورو په اشاره زموږ خاوره، کلتور، دین ، ملي ګټې ، ملي ارزښتونه له خاورو سره خاورې کوي .
دهغه وخت دیو سایب نه مې پوښتنه وکړله ولې مو له شوروي اتحاد سره ستراتیژیک اودفاعي تړون ونه کړ اودومره ستره پردۍ جګړه مو زموږ کورته راوړه ؟ په ځواب کې یې راته وویل دشوروي په راتګ اودهغوی په شتون کې په افغانستان کې نه موږ ته خپل دین اواسلامیت پاتې کیده اونه مو خپل هویت ساتلی شو که داسې مو کړي وای نو نن به دهر وګړې دنو م سره دموف ، چوف اوداسې نور روستاړي مل وو. فکر ورته یوړم . اصل خبره همداده ددوی ددې ۳۵ یا ۴۰ کلنې جګړې موخه همدادوه شیان وودهمدغو دوو موخو ساتل وو:
۱- دین
۲-ملي هویت
مګر تاسو ورته ځیر شي چې نن هماغه جنګسالاران او ځینې اوسنې بې موقفه اوبې ضمیره چارواکې چې له حکومت نیولې ترولسې اومشرانو جرګو پورې ددولت په ټولو څوکیو کې ناست دي اوواک لري ددغو دوو موخو پرتقابل کې اوپرضد ولاړ دي نن هم دوی چیغې وهي چې موږ په تذکرو کې ددین یادول نه منو اوموږ خپل ملي هویت افغان نه منو. همدوی ددې خبرې پرضد دي بیا نو دوی دې سترې جګړې ته چې دافغان کورته یې راوړې اوتراوسه یې ددوام هڅې کوي څه جواز لري اوڅه توجیه لري ؟ موږ خو ددوی فردي هویت نه صلبوو اونه یې په فردي هویت کارلرو موږ ورسره دملي هویت په سرستونزه لرودملي هویت بدلول دیو فردپه پریکړه نه شي کیدای بلکه دادټول ملت پریکړه ده بله داچې که څوک خپل ملي هویت په فردي هویت بدلوي باید له خپل ملي هویت څخه تیرشي اوملي هویت ترې صلب شي بیا نو دهغه هیواد تبعه نه ګڼل کیږي . له اوله چې تاپه دې خاوره کې دتبعه په حیث غوښتنه وکړه چې زه دې ددې خاورې تبعه وګڼل شم داخبره دې منلې چې زما ملي هویت به افغان وي اوزه افغان یم .
خبره همدلته ده ملګرو که ژوندون هرڅنګه وي یاتاسو پرې هرڅومره نیوکې لرئ زه یې خپله هم پرې لرم مګر داخبره جوته ده چې ژوندون نن دهماغه جنګسالارانو او ځینې اوسنېو بې موقفه اوبې ضمیره چارواکېو چې له حکومت نیولې ترولسې اومشرانو جرګو پورې ددولت په ټولو څوکیو کې ناست دي اوواک لري په مقابل کې ولاړ دئ . ژوندون نن دبهرنیو ګوډاګیانو دمخنیوي اوکنترول داعیه راپورته کړې ، ژوندون نن کلتوري اومذهبي یرغلونو دمخنیوي خبره کوي . ژوندون نن داکثریت ولس دظلم اوددغه اکثریت دحقوقو دخوړلو ددفاع لپاره غږ راپورته کړئ . که نه نو له دې ښه مثال یې څه کیدای شي . چې دولسي جرګې وکیلان دې راپاڅیږي . ملالۍ دې کنځي ، امان الله خان ته دې سپکې سپورې وایې ، احمدشاه بابا ته دې زورلې کوي . ملې سرود دې نه منې ملي بیرغ دې نه مني ، داساسي قانو مخالفتونه د ې کوي . ملي ترمینالوژي دې دربدلوي . هغه ته دې هیڅوک څه نه وایې ولې که یو شخص په یو تلویزیون کې یوه څه ووایې چې هغه هم دشخص خپل نظر دی نوبیا دې ژوندون محاکمه شي . داسې تلویزیونونه چې دهیواد استقلال نه لمانځي دستره باباګانو ، اناګانو، نیکه ګانو ، ملي اتلانو ورځې نه لمانځي ولې دخمیني اوقاضي حسین احمد زوکړې اوتلین په درز کې لمانځي هغوی ته چا هیڅ هم ونه ویل مګر وار دژوندون دی .
ملګرو که نن دژوندون په هکله چوپ پاتې شوی ، سبا بینوا، لراوبر، تاند، روهي ، شمشاد، پښتو، وطن، ګوربت، سپوږمۍ سرنوشت ، ویسا اوداسې نورې ټولې چاپي، غږیزې، انځوریزې، انټرنیټي اونورې ټولې رسنۍ دربندوي . اوهغه نورې چې پردۍ اجنداوې پلې کوي ، دفدرالیزم اوویش خوبونه په سرکې لري دخراسان بیرغونه رپوي هغه به ټولې ازادې ګرځي .
نوره دداسې ارزښتونو په مقابل کې چوپه خوله پاتې کیدل مرګ څه چې مړه موږ لا پخوایو ، په قبر کې شرمیده دي .
دافغان دکهول دابادۍ په هیله.