کور / راپور / د اتصالات پیریدونکو په شارجه لوبغالي کې د افغان کرکټ ملي لوبډله وهڅوله

د اتصالات پیریدونکو په شارجه لوبغالي کې د افغان کرکټ ملي لوبډله وهڅوله

د دسمبر ۹مه نیټه، ۲۰۱۳
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دسمبر په ۸مه نیټه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په خلاف یوه۲۰ اوریزه لوبه ترسره کړه.

دا سیالي د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو د ګډې تفاهم نامې له مخې ترسره شوه، ترڅو افغان ملي لوبډله د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیاليو لپاره چمتو کړي.
په ورته وخت کې اتصالات د کرکټ بورډ د یو رسمي تمویلوونکي او د لوبو غوره ملاتړي په توګه خپل ۱۸ پیریدونکي د شارجه ښار ته د کرکټ ملي لوبډلې څخه د ملاتړ په خاطر واستوله.

د اتصالات د پیریدونکي ۱۸ کسیزه ډله د لوبې له پیل څخه ۲ ورځې وړاندې یانې د دسمبر په ۶مه نیټه د شارجه په لور وخوځیدله، ترڅو د شارجه ښار د ښکلا او سیاحت څخه هم خوند واخلي.

اتصالات د پیریدونکي د وفادارۍ پروګرام له لارې تل د خپلو پیریدونکو د وفادارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې ده. غوره پیریدونکو لپاره غونډې جوړوي او دوی ته میلمستیاوې برابروي چې د ډوډۍ او ساتیري څخه علاوه پیریدونکي بیلا بیلې ډالۍ، لکه موبایل، لیپ ټاپ کمپیوټرونه او طلايي شمیرې هم ترلاسه کوي.

د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمام وايي، زمونږ پیریدونکي زمونږ غوره ګډونوال دي، او مونږ تل د دوي له وفادارۍ څخه مننه کړې ده او دوی مو ستایلي دي او ددې وفادارۍ او ملاتړ په خاطر مو له دوی څخه ځینې د شارجه د لیدنې او له نږدې څخه د لوبې د کتلو لپاره غوره کړل ترڅو په شارجه لوبغالي کې افغان کرکټ لوبډله د پاکستان لوبډلې په وړاندې وهڅوي. هیله لرو، چې زمونږ ټول پیریدونکي به ښه وخت ولري.

افغان کرکټ ملي لوبډلې وړاندې هم د کرکټ بشپړ غړو هیوادونو لکه سویلي افریقا، هندوستان او انګلستان په وړاندې۲۰ اوریزې او د پاکستان او اسټرالیا په وړاندې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړیدي، چې له دې لوبو څخه یې یوه هم نه ده ګټلې.

اتصالات له تیرو څو کلونو راهیسې د افغان کرکټ ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکی دی. د اتصالات د ټولنیزو مسوولیتونو څخه یوه هم په افغانستان کې د لوبو وده او پرمختګ ده.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ