کور / تازه خبرونه / افغان استخباراتو بېنظير بوټو ته خبردارى وركړى و

افغان استخباراتو بېنظير بوټو ته خبردارى وركړى و

 


جنرال مشرف پر قبايلي طالبانو د يرغل په خاطر د سي آى اې جاسوسانو ته اجازه وركړې وه، چي په فاټا كي د طالب جنګياليو د څارني دپاره هډه جوړه كړي.
دا خبره د پاكستان مشهور ژورناليست احمدرشيد په خپل نوي كتاب ((بې نظمي ته لوېدل)) يا Descent into Chaos كي را پورته كړې ده.


احمدرشيد ليكي امريكا پر مشرف فشار راوړى و، چي د قبايلي جنګياليو د څارني او پر هغوى د بريدونو په خاطر د امريكا بې پيلوټه طيارو او په فاټا كي د امريكا د جاسوسي شبكې هډې ته اجازه وركړي.
په كتاب كي ليكلي چي د ۲۰۰۸ كال د جنوري پر نهمه د امريكا د ملي امنيت مشر جنرال مايك مكيونل او د سي آى اې مشر جنرال مايكل هائيډن اسلام آباد ته سفر وكړ او له مشرف سره يې په فاټا كي د امريكايي جاسوسانو د هډې په باب خبري وكړې.
احمدرشيد وايي مشرف له ورغلي پلاوي سره دا موافقه هم وكړه، چي امريكايي سپېشل فورس د پاكستاني پوځ افسرانو ته د ترهګرۍ خلاف روزنه وركړي.
په كتاب كي ليكل سوي چي په اسلام آباد كي د امريكا سفارت د آى ايس آى په مرسته د پارلماني انتخاباتو ټول راپورونه ترلاسه كول.


احمدرشيد په خپل كتاب Descent into Chaos كي ليكي، همدا علت و چي د بش ادارې د هغه له ټولو غلطيو سره – سره له مشرف سره نرمي وكړه.
احمدرشيد وايي مېرمن بوټو تر خپلي مړيني دوې اونۍ مخكي ده ته ويلي وه، چي بش او ډيكچيني په ټينګه ورته ويلي چي له مشرف سره معامله وكړي، خو دې ترې انكار كړى دئ.
دى وايي كه څه هم په انتخاباتو كي د آى ايس آى له خوا درغلي وسوه، خو امريكا دا انتخابات شفاف وبلل، نوموړى وايي چي تر انتخاباتو وروسته جمهور رئيس بوش، كاندوليزا رايس او مشرف درې واړو پر آصف علي زرداري باندي فشار راووړ، چي له مسلم ليګ قاف سره ايتلافي حكومت جوړ كړي، خو پيپلز ګوند فوراً له نواز شريف سره ګډ حكومت جوړ كړ.
احمد رشيد د خپل كتاب په وروستۍ برخه كي ليكي چي د امريكا له اتو كالو راهيسي  پر بېنظير بوټو پام و، حتى امريكايي منځ پوړو چارواكو به له دې امله چي مشرف خوابدى نسي له مېرمن بوټو سره ليدني ته هم زړه نه ښه كاوه.
احمدرشيد ليكي چي مېرمن بوټو پوهېدله چي ملك ته تر راستنېدو وروسته د ځان دپاره فقط يوه لاره غوره كړي، هغه دا چي د نړيوالي ټولني سره په همكارۍ خپل ملت پر ارامه كړي.
هغه وروسته په خپله تجزيه كي ليكي چي د افغانستان ملي امنيت ادارې هغې ته خبر وركړى و، چي بنسټپالو جنګياليو د هغې د وژني طرحه جوړه كړې ده، رشيد وايي افغان جمهور رئيس وروستى مشر و چي د هغې تر مرګ فقط څو ساعته مخكي يې ورسره ليدنه وكړه.
احمد رشيد د ولسمشر كرزي له خولې ليكي چي مرحومه بوټو د خپلو فعاليتونو له امله د آى ايس آى له جاسوسانو څخه ډېره په تكليف وه.