کور / خبرتیا او پيغامونه / دافغانستان د کولتوري ودې ټولنې اعلاميه

دافغانستان د کولتوري ودې ټولنې اعلاميه

دافغانستان دکولتوري ودې ټولنه داطاعاتو او كولتور د ایران پالي وزیر رهین او دمقام ساتي لوی څارنوال ، هغه افغاني ضد پرېکړه چی د ژوندون ټلویزیون دخپرونو د بندېدو په هکله یې کړی ده په کلکه غندي.
دکولتور د وزیر او لوی څارنوال دغه پرېکړه دایران او پنجاب دهغه سیاست یوه برخه ده چی غواړي په افغانستان کی هغه افغاني ملي بنسټونه له منځه یوسي چې د دوی د اوږدمهالو افغان او افغانستان ضد برنامو دعملي کېدو مخه نیسي.
ژوندون ټلویزیون چی تل یی دافغاني ارزښتونو په دفاع کې خپل غږ اوچت ساتلی دی او په ورستیو کې دافغان هویت نه په دفاع کی په ښکاره ډول د مبارزې ډګر ته راووت ، نو ایران پالو او پنجاب پالو ډلو په حکومت کې د یو تعداد مقام ساتو او بې ضمیره افغانانو په ملګرتوب ددې ملي بنسټ په وړاندی دتوطیو په لټه کې شول او په وچ زور او غیر قانوني ډول یې ددې ټلویزیون دخپرونو دبندېدو پرېکړه صادر کړه .
که نن افغانانو د ایران او پنجاب ګمارل شوو ډلو ته دغه سنګر پریښود نو لیرې نه ده چې د افغانستان دنوم دورکېدو او ګران هېواد دټوټه ټوټه کېدو توطیه به هم ډیر ژر عملي شي.
موږ په داسې حال کې چې د ایران پال رهین او مقام ساتي لوی څارنوال دغه پرېکړه په کلکه غندو , دغه پرېکړه په هېواد کې دقومي تفرقې او هېوادنۍ ګټو په ضد یو عمل ګڼو.
ددی تر څنګ موږ په خپل ټول قوت د ژوندون ټلویزیون تر څنګ ولاړ یو او ددوی سره د ملي هویت په دفاع کی دمدني حرکتونو له لاری ځان هم سنګره او شریک ګڼو.
دافغانستان دکولتوري ودې ټولنې
د مشرتابه جرگه
كولن جرمني
09.12.2013