د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان په توګه فهیم قائیم په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په دنده پیل وکړ.
په جوړو شویو مراسمو کې چې د کورنیو چارو وزارت استازو سربیره نورو مسؤلینو هم برخه درلوده،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: په میدان وردګو ولایت کې تر پخوا امنیتي وضعیت ډېره ښه شوی دی او لامل یې هم د امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي ده.
ده د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست همکاري هم په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لامل وبللو او زیاته یې کړه،په دغه ولایت کې ټول ملي امنیتي ادارې په پوره ایماندارۍ سره دنده ترسره کوي.
د میدان وردګو والي د پخواني سرپرست امنیه قوماندانۍ ښاغلي ګل محمد راسخ د ترسره کړیو کارونو ستاینه وکړه او همدا راز نوی امنیه قوماندان ښاغلي فهیم قایم ته یې د نوی دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریا هیله وکړه او غوښتنه یې ورڅخه وکړه،چې د پخوانیو امنیه قوماندانو په څېر د ولایت مقام او ټولو امنیتي ارګانونو سره خپله همغږي جاري وساتي .
نوی امنیه قوماندان سمنوال فیهم قائیم د خپلو خبرو پرمهال ژمنه وکړه،چې په پوره اخلاص او صداقت سره به دنده ترسره کوي او په وینا یې د راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدلو،امنیت په ټینګښت او د ولایت مقام ټولې لارښوونې په ښه توګه ترسره کول د ده له موخو او هدفونو څخه دي.