یو عدالت دی، هغه دا دی چې د ناوړه کار سزا ورکړل شي، او یو مساوات دی، هغه بیا دا دی چې دوو یو رنګه بدکارو ته یو ډول سزا ورکړل شي.
موږ له ژوندون سره هیڅ کله په قومي رنګ لرونکیو خپرونو موافق نه و، خو ژوندون مو هیڅکله تر خپلو سیالانو زیات ګناهګار نه دی لیدلی.
دا تر ننه چې طلوع تلویزیون په سیریالونو کې پښتانه ته د چوکیدار رول ورکوي، او د هندي سیریالونو پنډت په پښتني لهجه دري وایي، ستا د عقل سترګې ولې ړندې دي چې دا اهانت نه احساسوې؟ له کابل پرس سره دې څه وکړل چې دین او دنیا مو دواړه ښکنځي؟ له هغو خفاشانو سره دې څه وکړل چې د شپې په تیاره کې یې پښتو لوحې د ښار له واټونو ټولې کړې؟
له هغو مامورینو سره دې څه وکړل چې هره ورځ له دروازو څخه خلک د پښتو ویلو پرسر ځوابوي؟
له هغو بدمعاشانو سره دې څه وکړل چې ستا په حکم چارواکي هم دي، او په زغرده د اساسي قانون مخالفت کوي، او د خپل هېواد نوم، نښان، بیرغ، سرود، او نور هم چلېنج کوي؟
هیڅ. نه دې هیڅ وکړل، او نه هیڅ کوې.
د دې دواړو تفاوت تفاوت یواځې همدومره دی چې یو یې خپل خرابی په صراحت او بې ډپلوماسۍ کوي، او بل یې خپل زهر په منافقت، او هوښیارتیا شیندي.
داسې نه کېږي.
داسې نه کېږي چې تیږې به دې تړلي وي، او سپي به دې خوشي کړي وي.
تا له ژوندون او ژوندون خېلو سره عاطفه را وپاروله. تا د قومي تعصب ملاتړ وکړ. تا امریکایی، تا پاکستانی، ستا ایرانی کار وکړ. تا افغان کار نه دی کړی.
ساقي به جام عدل بده باده تا گدا
غیرت نیاورد که جهان پر بلا کند