په مشرانو جرګه کي د کندهار استازی بسم الله افغانمل وايي داسي خبرونه ور رسېدلي چي دی خپله، جنرال عبدالواحد طاقت او استاد محمداسماعیل یون لويي څارنوالۍ ته په دې جرم معرفي سوي دي، چي په تذکرو کي یې د ملیت او دین پرلیکلو ټینګار کړی دئ.
تېره اونۍ د ژوندون تلویزون په یوه خپرونه کي جنرال عبدالواحد طاقت، بسم الله افغانمل او استاد یون پر دې ټینګار وکړ، چي باید په تذکرو کي ملیت او دین هم مشخص سي.
په دې خپرونه کي د جنرال طاقت توندو خبرو د ځینو کړیو غبرګونونو راوپارول، چي وروسته یې نوموړي په هکله بخښنه وغوښته.
بلي خوا ته ولسمشر کرزي هم په راتلونکو ۵۰ کلونو کي دسالنګ د پراختيا په سیمینار کي بېله دې چي د چا نوم واخلي وویل، د بيان د ازادۍ په لار کي ډېر کار وسو ، له ځینو تلویزونو سره مي شخصي کومک وکئ چي رونق پیدا کړي، هر څوک چي د افغانانو د ملي وحدت ضد خبري کوي، دوی د افغانانو نماینده ګان نه دي.
ولسمشر کرزي هغوی ته په خطاب کي وویل ماته ښکنځل وکئ، حکومت ته بد رد ووایاست خو د ملت سپکاوی د منلو وړ نه دئ.
ښاغلي بسم الله افغانمل بیا په خپله فیسبوک پاڼه کي کښلي چي نور یې هیڅ جرم نه دئ کړی، بېله دې چي د ملت او دین دفاع یې کړې او په دې هکله یې د احتجاج ږغ پورته کړی دئ.
لويي څارنوالۍ لا په دې باره کي تر اوسه څه نه دي ویلي.
په تذکرو کي د ملیت او دین د لیکلو جنجال وروسته له هغه راپورته سو، چي تېره اونۍ د مشرانو جرګې پر مرستیال محمدعالم ایزدیار د ولسي جرګې د ځینو غړو له خوا د خیانت تور پوري سو.
پر نوموړي تور دئ چي قصداً یې د ولسي جرګې له خوا د افغاني تذکرو د لایحې د تصویب په مکتوب کي د ملیت او دین د لیکلو کلمات ایسته کړي او دغه جنجال یې راپورته کړ.
د افغانستان حکومت غواړي نوي کمپیوټري تذکرې په نیژدې وختونو کي ووېشي، خو په هیواد کي دننه ځیني کسان وايي ملیت او دین دي په تذکرو کي نه لیکل کېږي، خو نور بیا وايي تذکره د دې دپاره ده چي د یو چا د هویت په باب مکمل معلومات پکښي لیکل سوي وي.