دپښتونخوا دنوښتګر لیکوال اوشاعر سید راحت زاخیلي د مړینې دپنځوسم تلین په مناسبت علمي ،څیړنیز سیمینار جوړشو.
نن دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت په نوښت دپښتونخوا دنوښتګر لیکوال اوشاعر سید راحت زاخیلي د مړینې دپنځوسم تلین په مناسبت علمي ،څیړنیز سیمینار جوړشو.
په یاد سیمینارکې دسرحدونو اوقبایلوچارو وزیر ښاغلي محمد اکرم خپلواک ، دوزارت معینانو ، سلاکارانو ، ريسانو ، اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معین ښاغلي غلام نبی فراهي، دافغانستان د علومواکاډمۍ غړیو، دکابل پوهنتون یوشمیر استاذانو، ادیبانو ، علمي اوفرهنګي شخصیتونو، لیکوالانو، شاعرانو، له پښتونخوا څخه راغلیو علمي اوفرهنګي شخصیتونو، روڼ اندو، دقومي شوراګانو یوشمیراستازو، دآدب مینه والو اودرسنیو استازو ګډون کړی و.
دسیمینارچارې دعظم الشان قرآن دڅومبارکو آیتونو په تلاوت پیل اوملي سرود خپورشو.
ورپسې ښاغلي خپلواک دسیمیناربرخه والوته ښه راغلاست اوهرکلی ووایه او ددوی له راتګ څخه یې مننه وکړه: بیایې دسید راحت زاخیلي دپنځوسم تلین په اړه دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس جلالتماب حامد کرزی پیغام ولوست. په پیغام کې سید راحت زاخیلي دیونوښتګر اوداسې لیکوال اوشاعر په توګه بلل شوی و. چاچې په ډېروسختو حالاتو کې لیکوالي اوشاعري کړې ده اودپښتو ژبې ادب ته یې دستایلو وړ خدمتونه کړي وه. همدارنګه په پیغام کې دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت نوښت ستایل شوی اودسیمینار دبریا هیله په کې څرګنده شوې وه.
له پیغام لوستلو وروسته ښاغلي خپلواک لنډه علمي هراړخیزه وینا وکړه وې ویل:دسیمینار له جوړولو څخه موخه داده، چې موږ وکولای شو دخپلو ملي ، علمي اوفرهنګي شخصتیونو کړنې چې هغوی دخپلو خلکو دنیکمرغۍ اوله ستونزو څخه دژغورلو په موخه کړي دي. راتلونکو نسلونو ته ورسوو، چې دا لیکوالانو اوشاعرانو پورې اړه لري.
نن دنړۍ ټول مطبوعات دنلسن منډیلا چاچې په ژوند کې دګڼ شمیر ستونزو په ګاللو سره د نژادي توپیر پرضد مبارزه وکړه. ګرم دي. هغه کې د اوړتیا وه اوحق یې دي چې نن یې ولس اونړۍ په اړه خبرې کوي، هغه دزغم، حوسیلې ، باور اوژمنتیا سمبول ؤ.
موږ هم داسې د رانه شخصتونو درلودل اولرو یې، که دبېلګې په توګه دخان عبدالغفارخان پاچا خان کړنو ته وګورو، پاچاخان هم دمنډیلا په څیر ډیر ارزښتناک اوغوره کارونه ترسره کړي. چې په ډیر ویاړ یې نوم یا دولای شو. هغه له تاوتریخوالي پرته خپله مبارزه پرمخ یوړه اوخپل ولسونه یې پرځان راټول کړه. په همدې ډول غازي امان الله خان کله چې له هېواد څخه تللو، نو په غزني، کندهار اوکوټه کې خلکو اومشرانو ترې هیله وکړه چې واک پرې نږدي، خوهغه ددې لپاره چې وینه تویه نشي واک پرېښودو. چې دا عدم تشدد ته دهغوی ژمنتیا ښي.
ده زیاته کړه هغه مهال چې زموږ مشرانو ددې لپاره مبارزه کوله چې خلک له ستونزو اوکړاوونوسره لاس اوګریوان وه. اوس هم دپخوا په څېرله ستونزو سره لاس اوګریوان دي. باید په داسې پروګرامونو اولیکنو غوروشي، ترڅو نورافغان ولس له دغو کړ اونو راوځي دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت ژمنه کوي. هرهغه څه چې زموږ خلک له بد مرغیو ژغوري هغه به کوو.
ښاغلي خپلواک دوزارت دراتلونکو پروګرامونو په اړه وویل: وزارت به هڅه وکړي، چې دخپلو ملي، ټولنیزو، علمي اوفرهنګي شخصتیونو دغوره خدمتونو ستاینه او دقدرداني دسیمینارونو اوغونډو دجوړولو له لارې وکړي. ده همدا ډول وویل: چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې دوه نورسیمینارونه هم جوړو، چې یويې د اماني دوري اوبل یې دخدایي خدمتګارانو دغورځنګ په اړه دی. ځکه چې هغه مهال دقلم اوعلم مبارزه شوې ده او زموږ هېواد هغه مهال د ډیرو سترو لاسته راوړنو شاهدؤ.
ورپسې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معین غلام نبی فراهي دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت هاند اوهڅې دملي یووالي دټینګښت او په فرهنګي چارو کې دنوښت په برخه کې وستایل. او د ارواښاد سید راحت زاخيلي په څو اړخیز شخصیت يې رڼا واچوله.
همدارنګه دیاد سیمینار په اړه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دکابل پوهنتون، دپښتو ادبي ټولنې ، دکویټې دپښتو ادبي غورځنګ پیغامونه چې په متنونوکې یې دسید راحت زاخیلي دعلمي او ادبي خدمتونو ستاینه اودسیمینار دجوړیدو له کبله دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت له نوښت قدرداني اوملاتړ څرګند شوی و ولوستل شول.
ورپسې په دریو علمي غونډو کې ښاغلیو استاذ قمر(محرابي) دسمه ییزو مطالعاتو دمرکز مشر عبدالغفور لیوال، هارون الرشید خټک ، پوهاند رازقي نړیوال، پروفیسور خلیل باور، دافغانستان دملي راډیو تلویزیون لوی رئیس محمد زرین انځور، دعلومو اکاډمۍ غړي څپړنوال سید محی الدین هاشمي، ډاکتر حنیف خلیل ، ډاکتر لیاقت تابان ، ډاکتر نصیب الله سیماب پروفیسور سید منګل، شیراحمد خلیل، عصمت الله زهیر، شمس بونیري ، شیراحمد خلیل، قمر، برکت شاه کاکړ اوډاکتر یارمحمد معصوم تربیلا بیلو سرلیکونو لاندې دسید راحت زاخیلي دژوند لیکلو اوژباړلو اثارو په اړه څیړنیزې مقالې ولوستلې دمقالو په ځینو برخو کې راغلي وه. چې سید راحت الله زاخیلي دنوښتګر لیکوال اوشاعر په توګه دنوې مفکورې اونوي سبک لاروی و. دپرمختللي سبک د دودولو هڅه یې وکړه لومړنی لیکوال و چې دادب پراخې ورشوته ورګډشو. ټولنیزو بدمرغیو او ناکر دوته یې پاملرنه وکړه، ناوړه دودونه یې وغندل او داصلا اوسمون لپاره یې نیوکې پرې وکړې، لیکوالي یې دټولنیزو ځانګړنو څخه برخمنه وه. په ډیره هنرمندۍ یې آدب ته نوی خوند اورنګ ورکړ. دوخت غوښتنوته په کتو سره یې لیکوالي کړې، دپښتني ټولنې پورې تړلي ښځینه کردارونو ته يې ډيره پاملرنه کړې ده. په لیکنو کې یې فن ، هنر اوتخنیک شتون لري. لوړ علمي اوفرهنګي شخصیت یې له ارزښت اودرنښت څخه ډک و. ښه اوپیاوړی کېسه لیکوونکی، تاریخ لیکوونکی، خطاط، ژباړن او ژورنالیست ؤ. ددیني اوادبي علومو خاوندؤ. خدای (ج) د اوړتیا په لورولې وه. چې په دې ټولو برخوکې دخوځښت اونوښت څخه ډکه لیکنه وکړي. دمقالو ترڅنګ یې دورته سیمینارونو په جوړولو ټینګار وکړ.