کور / تازه خبرونه / د يوه وسله وال د نيولو ادعا وسوه

د يوه وسله وال د نيولو ادعا وسوه

د کندهار ولايت امنتي چارواکي وايي چي د معروف ولسوالۍ په عليزو نومي کلي کي د افغان امنيتي ځواکونو له خوا يو وسلوال طالب نيول سوی او له نوموړي کس سره څو دانې رموټ کنټرولونه هم نيول سوي دي.
له ياد کس څخه په لومړنيو پوښتنو ګروېږنو کي په ډاګه سوې چي د وسلوالو طالبانو مهم او فعال غړی و او په ياده سيمه کي يې له څه وخت راهيسي وسلوال فعاليتونه تر سره کول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.