کور / سياسي / دعدم تشدد ( نه تاوتریخوالي ) وروستی مبارز نلسن مانډیلا

دعدم تشدد ( نه تاوتریخوالي ) وروستی مبارز نلسن مانډیلا

دعدم تشدد ( نه تاوتریخوالي ) وروستی مبارز نلسن مانډیلا ومړ . نوموړی دنړۍ په کچ څلورم نوموتی سیاستوال و ، چې لوی سیاسي اهداف یې ترلاسه کړل، پرته له دې چې د چا پوزه وینې کړي ، لومړني درې یې مهاتما ګاندهي ، پاچاخان او ډاکتر لوترکینګ وو .
دافغانستان ځوانو سیاستوالو !
ددې څلورو سترو مبارزینو مبارزه او بریالیتوب ښيي ، چې لویو سیاسي اهدافو ته هم له تاو تریخوالي پرته رسیدلای شو .
تر پېړیو وروسته دیوه لوی هېواد خپلواکي اخیستل کیدای شي ، یو داسې توکم ، چې سلګونه کاله یې دپنبې په پټیو کې مرییتوب کاوه ، مدني حقونو ته رسولای شي ، پر هېواد دتوکمپالنې حاکم ځواک راپرځولای شي او دیوه وروسته پاتې قوم ذهن روښانولای شي .
تاسو که غواړئ افغانستان ودان ، خپلواک او پیاوړی شي ، نو راپاڅیږئ !پرله پسې متشکل او هدفمند سیاست وکړئ ، پام کوئ!چې یوه شین بوټي یایوه څلوربول ته هم زیان ونه رسوئ ، انسان خو لاپرځای پریږده !
زه باور لرم ، چې بریالي کیږئ !
دڅلورویادوشویو مبارزینو ژوند او مبارزه یې درته وايي ، چې له وینې بهولو پرته هم خپل مشروع سیاسي هدف ته رسیدلای شئ !
تاسو ،یو ځل بیا ، دازبات کړئ ، چې سیاست له اخلاقو او عاطفې سره مل هم شونی دی !
دتاریخ پر ورستو او خونړیو کنډوالو دنوي اخلاقي – عاطفي سیاست بنسټ کیږدئ ! .