کور / تازه خبرونه / په لاهورکې ديني عالم ووژل شو

په لاهورکې ديني عالم ووژل شو

پيښور.په لاهور کې دپاکستان اهلسنت والجماعت دپنجاب ايالتي مشر مولانا شمس الرحمان معاويه په يو بريد کې وژل شوى دى.مولانا شمس الرحمان معاويه د لاهور په کريم پارک سيمه کې د جمعې د لمونځ څخه وروسته دخپل ساتونکي اؤ ډراييور سره يو ځاى کور ته روان ؤ چې په رنگ روډ سيمه کې ناڅرگندو وسله والو يې پرموټرډزې وکړې.د ډزو له امله مولانا شمس الرحمان معاويه ټپي شو خو روغتون ته د تگ پرمهال يې په لاره کې ساه ورکړه. تر دې مهاله ددغه مشر د وژنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې،خو داسني مشردى چې وژل کيږي څوورځې وړاندې دشيعه ډلې د پاکستان د وحدت مسلمین د ټولنې دعمومي منشي مرستیال علامه دیدار علي جلباني له خپلو ۲ نورو ملګرو سره یوځاې وژل شوې دې