کور / راپور / روهي ادبي بهیر،د ستر بېنوا یاد ولمانځئ!

روهي ادبي بهیر،د ستر بېنوا یاد ولمانځئ!

نن پنجشنبه د قوس ۱۴مه په روهي ادبي بهیر کي د سترمفکرفاضل استاد عبدالروءف بېنوا د زېږېدو د سلمي کلیزي یادغونډه تر سره سول. فاضل استاد د ۱۲۹۲ کال د اوږي پر اوله د نړې د ښکلا دید وکړ. مرحوم بېنوا په شعر اونثر کي ځانته خاص سبک درلود.ډرامه لیکنه،ژباړه او د تاریخي مسائلوڅیړل یې هغه څه دي چي ترڅو افغانستان وي د استاد احسان به پردې ملت پروت وي.
فاضل استاد بېنوا په دولتي چوکاټ کي د سفارت او وزارت تر کچي دې ملت ته خدمت کړئ، لکه څنګه چي په ادبي اړخ کي استاد ځانته بېله نړۍ لرل،همداسي یې په دولتي چوکاټ کي د ښه رويې سیال نه وو!
د روهي ادبي بهیر په ننۍ غونډه کي د کندهار د فرهنګیانو سره-سره د کوټي څخه راغلي درانه مېلمانه، ډاکټرلیاقت تابان،ښاغلی کاکړ او نژدي ملګري عصمت زهیر هم برخه درلودل، په غونډه کي د استاد روح ته دعاء او د هغه په یاد کي شعرونه وویل سول.
د غونډي په اخیر کي ښاغلي غلام نبي سعید فاضل استاد بېنوا د افغانانو یو فاضل مشر او د ادب استاد وباله. د کوټي څخه راغلي میلمه ښاغلي کاکړ استاد بېنوا د افغانانولپاره شکسپېراو ټاګور وګڼئ، نوموړي وویل زموږ لپاره تر ټولو مهمه داده چي د استاد بېنوا ټوله اثار په ډیر دقت سره مطالعه کړو.
انسانان ژوندي په مينه څـو يـې مـينه هومره وينه
چې يې زړونه سي بې ميني تويوي يو د بل وينه

غونډه د ماښام پر۷:۰۰ بجې د حاجي هوتکي صاحب په دعایې پای ته ورسېدل.