کور / تازه خبرونه / د لر افغانستان د بېلابېلو سيمو وروستي خبرونه

د لر افغانستان د بېلابېلو سيمو وروستي خبرونه

د صوبه سرحد په ضلع دير پائين کښې د پوليسو پر موټر بمى چاودنه شويده او له امله يى څلور تنه پوليس ژوبل شويدي د راپورونو ترمخه د دير پائين په ضلع کښې د ريموټ کنټرول بم دلارې د پوليسو موټر په نښه شويدى او له امله يى د يوه چارواکي اي ايس آئى په شمول څلور تنه پوليس ژوبل شويدى.





 د چترال شمالي سيمه گرم چشمه کښې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان ووژل شول د پوليسو د وينا ترمخه چاودنه د چترال څخه پنځوس کيلوميټره ليري پرابيق نومى کلى کښې رامنځته شويده د وژل شوو ماشومانو نومونه مرزا تالي ، امير دولها، اصف ناياب او اسدعلى ښودل کيږي د ماشومانو مړى د طبي معايني لپاره روغتون ته ليږدول شويدي پوليس د چاودنې د علت په هقله پلټنې کوي.





 ځايى طالبان وايي چې د صوبايى حکومت سره شوې امن لوظنامه نده ماته شوې د سوات د ځايى طالبانو د وياند حاجى مسلم خان ترمخه د ايالتي حکومت سره به خبرو اترو ته دوام ورکول شي، سوات امن لوظنامه نده ماته شوې طالبان وايي چې د سولې تړون يې د صوبايى حکومت سره شويدي پدې کښې د مرکزي حکومت څه تعلق نشته حاجى مسلم خان د سوات امن لوظنامه ماتيدلو په هقله د کورنيو چارو د صلاحکار رحمان ملک بيان رد کړيدى.





) د پيښور په اړوند سيمه چمکنۍ کښې د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کښې تحصيلدار ووژل شو او موټر چلونکى يى ژوبل شو د پوليسو د وينا ترمخه د پيښور تحصيلدار بحر کرم په خپل موټر کښې د مردان څخه پيښور ته روان و چې کله پر موټروي باندې درانو گړهى سيمې ته ورسيده نو نابلده وسلوالو ورباندې ډزې پيل کړي په پيښه کښې تحصيلدار بحر کرم ووژل شو او موټر چلونکى يې ژوبل شو.





 د صوبه سرحد وزيراعلى اميرحيدرخان هوتى ويلى دى چې د امنيتي ستونزو له امله په مردان کښې د ويډيويى سنټرونو مارکيټ تړلو ته اړ شول خو چې کله امن بحاله شو نو ټولى چارې به بيرته خپل ځاى ته راشي، په پيښور کښې د مور او ماشوم د روغتيا په لړ کښې سيمينار ته د وينا په مهال د صوبه سرحد وزيراعلى زياته کړه چې د بهرنيو قوتونو د فشار خبره کولو سره د سولې هڅې د خنډونو سره مخامخ کولو هڅه روانه ده دومره زيات بهرنى فشار نشته حکومت د خپلو خلکو سره د سولې خبرې اترې کوې له القاعده سره موخبرې ندې کړي نوموړي زياته کړيده چې د مالي ستونزو لرلو برسيره مو دولس په گټه بوديجې چمتو کولو هڅه کړيده.





 د صوبه سرحد سينير وزير بشيراحمدبلور وايي چې سوويت يونين ماتولو سره نړيوالي ټولنې خپله پښه په خپله په تبرووهله پدغه کار کښې ځينې مفاد پرست اسلامي تنظيمونو هم برخه واخسته له دې سره په نړۍ کښې يواځي يو زوره ور قوت پاتى شو او نړۍ نن ودې ته اړه ده چې د يواځينى زوره ور قوت ټولې خبرې ومني د نړۍ په يوه برخه کښې هم د ظلم د لارې امن نشي راتلې انصاف او عدم تشدد د سولې او سلامتۍ يواځينى لار ده، په پيښور کښې د يوې غيرملکى ورځپاڼى سره په مرکه کښې بشيربلور زياته کړيده که چرته نړيوالي ټولنې په تيرو ختونو کښې افغان مجاهدينو او القاعده ته روزنه سټينگر توغندي او جديدې وسلي نه وي ورکړي نو نن به په نړۍ کښې نه ځانمرگى بريدونه کيدل نه به ورلډ ټريډ سنټر تباه کيده او نه به د اسيا په شمول په نړۍ کښې د انسانانو ژوند ته دومره لوى خطر رامنځته شوى وه.


 اوس وخت راغلى دى چې نړيواله ټولنه د ځانمرگو بريدونو او د بدامنى د پيښو د زيان احساس وکړي او د دغه عملياتو د مخنيوى لپاره اقدامات وکړي چې په هغه کښې د مذهب او نسل د توپيرپرته د ظلم سره مخامخ او خفه شوو ډلو سره خبرې اترې او بيرته روغي جوړي ته رابلل شامل دى په افغانستان کښې هم تل پاتې سوله هغه مهال رامنځته کيډلې شي چې کله هلته د طالبانو او خفه شوو ډلو سره د روغتى جوړي خبرې وشي د سوله د مخاليفينو په وژلو نه بلکه د سولې په خبرو رامنځته کيدلې شي ښاغلى بلور وايي چې نړيواله ټولنه ددې پر ځاى چې د تيرو وختونو د تيروتنو څخه څه زدکړه وکړي يو ځل بيا تيروتنې تکراروي چې د هغه ژوندى بيلگه د ترهگرۍ په ضد د لومبړنۍ کرښى کردار ادا کوونکى هيواد پاکستان د حکومت او عوام مشکلات او په اړتيا نه پوهيدل او يواځى پريښودل کول دي.


 په افغانستان کښې ميشت ايتلاف څخه زمونږ اولنۍ غوښتنه دغه ده چې د پاکستان د خپلواکى درناوى دي وشي د پولې څخه د سرغړونو پر بې گناه خلکو د بمبار لړۍ ته دي د پاى ټکى کيښودل شي نړيواله ټولنه دي په تيرو عملياتو بښنه وغواړي ندا چې پر قبايلو باندې بمبار وکړي د افغان جگړي پر مهال تر ټولو زياته صوبه پښتونخوا اغيزمنه شويده پدي برخه کښې دي زمونږ مرسته وشي.





د لومړى وزير د کورنيو چارو صلاحکار رحمان ملک وايي چې د وسله والو عملياتو وروسته د سوات امن لوظنامه ماته شويده خبرې سرچينو خبر ورکړ چې رحمان ملک په اسلام اباد کښې ويلى دى چې په سوات کښې د وسلوالو طالبانو لخوا عمليات دوام لري پداسي حالاتو کښې امن لوظنامه کوم جواز نه لري د کورنيو چارو صلاحکار زياته کړيده چې په پلازمينه کښې مو ٩ تنه ځانمرگى بريد گر نيولى دى بلخوا ته د صوبه سرحد حکومت وايي چې امن لوظنامه نده ماته شوى د عوامى نيشنل گوند وياند زاهد خان شخصې ټلويزون سره په خبرو اترو کښې دغه خبره رد کړيده چې گواکې د سوات امن لوظنامه له منځه تللې ده نوموړى وايي چې ځينې قوتونه د سولې خبرې اترې د خنډ سره مخامخ کول غواړي د يوه بل راپور ترمخه د صوبه سرحد سنير وزير بشيراحمد بلو ويلى دى چې تر اوسه پرامن لوظنامه ولاړيو نوموړى تورلگولى دى چې رحمان ملک زمونږ مشران او وزيراعلى د سوات امن لوظنامه ختم کولو په لړ کښې په اعتماد کښې ندى اخستى په سرحد کښې پر امن لوظنامه د پوځ او ايالتي حکومت بشپړه اتفاق دى ايالتي وزير وايي چې مونږ نور په صوبه کښې د وينو تويول نه شو زغملى د سوات اوسيدونکي د امن لوظنامې ملاتړ کوي.





 پاکستان پيپلزگوند غواړي چې ولسمشر پرويزمشرف د غدارى په دوسيه کښې محاکمه شي د دغه گوند وياند فرحت الله بابر په اسلام آباد کښې غيرملکى خبري آژانس سره په خبرو کښې ويلى دى چې ولس مشر مشرف د آئين څخه سرغړونه کړيده زه غواړم چې د ولس مشر په ضد دي د مواخذې تحريک وړاندې شي د ده په ضد د غدارى مقدمه چلول هم پکار ده نوموړى وايي چې ترڅو د ولس مشر سره واک وي تر هغو ستونزې نه شى حل کيدلې.