زه هر سهار چي د نسيم مخي ته د لېونو په شاني څيري ګرېوان په سرتور سر په لڅو پښو ور وزم او ترې پوښتم د ورك اشنا حالونه هغه په بېړه بېړه ګلونه و سپړي اغزي وكري او د بلبلو له چغاره سره په نازولو په پستو پاپيو په نا اشنا لوري نغمه رهي كړي ما ته احوال د اشنا نه راكوي ما كي الهام د نظم نه پاڅوي زما په رګو كي ويني نه ويښوي دا د اشنا پر كلي نه تېرېږي دا نسيم زما په ژبه نه پوهېږي ده سره نسته د يارانو د ښارونو كيسې ده سره نسته د پرېسو هديرو خبري ده سره نسته د شپونكيو د شپېليو آواز د ده له څنګه د جانان د كوڅې بوى نه راځي زه به هم نه ور وزم زه به هم نور د ده په ګونګه او ړنده لاره كي د انتظار او د اميد سترګي ونه ګنډمه
ويرجينيا 1994/1/3
|