کور / تازه خبرونه / وردګ : د يوه سړک د پخېدو چاري پيل سوې

وردګ : د يوه سړک د پخېدو چاري پيل سوې

د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو او دوهمي برخې بهسودو ولسوالیو ترمنځ د غځیدلې دېرش کیلو متره سړک د جوړولو چارې د فوائد عامې وزارت د شپاړس میلیونو افغانیو په مالي لګښت نن ( چهارشنبه) پیل شوې .
دغه سړک چې د جوړولو چارې د نبي خیل شرکت له لورې پرمخ وړل کیږي، د درې میاشتو په موده کې به یې د جغل اندازۍ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د دغه سړک د جوړولو د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلې عبدالمجید خوږیاڼي مسؤلینو ته لارشوونه وکړه،چې د یاد سړک د جوړولو پر مهال ترې په ښه توګه خپل نظارت وکړي .
همدا راز یې د یاد شرکت مسؤل ته لارښوونه وکړه،چې د سړک دجوړولو پرمهال له پوره ایماندارۍ او صداقت څخه کار واخلي .