د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د تنګي د حسن خیلو سیمې اتلس شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره د ولسمشر د ۶۸۲۶ ګڼې حکم له مخې د دولت د بیړني نهه نویم کوډ څخه لس شهیدانو کورنیو ته سل،سل زره افغانۍ او اته ټپیانو ته پنځوس،پنځوس زره افغانۍ مرسته د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي او نورو مسؤلینو له لورې ورکړل شوې ، د روان کال د مرغومې په څلرویشمه نیټه امریکایي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې په یاده سیمه کې ترسره کړل،اتلس بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله واړوله،چې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره نن د مرستې پرمهال د میدان وردګو والي د دوی شهیدانو ته جنت الفردوس د غوښتنې ترڅنګ د دوی د کورنیو غړیو او ټپیانو ته وویل: حکومت همیشه هڅه کړې،چې ولسونه له ځان سره نږدې وساتي .
ده زیاته کړه،ولسونو ته هم پکار ده،چې د حکومت د دغه نږدوالی او اړېکو ساتلو کې له دوی سره همکار پاتې نشي، د میدان وردګو والي همدا راز له یادو کسانو څخه غوښتنه وکړه،چې پخپلو سیمو کې هغه چاته چې د دې سیمې د خلکو او حکومت پر وړاندې خنډونه راولاړوي،ځای مه ورکوئ .
د یاده مرستې اخیستنې پرمهال مرسته اخیستونکي ټپي عمران الله غوښتنه وکړه،چې تردې وروسته دې په میدان وردګو ولايت کي دا ډول کړني نه ترسره کيي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه