کور / تازه خبرونه / کيري او متحدانو ئې په کرزي باندي د تړون له پاره فشارونه زیات کړي

کيري او متحدانو ئې په کرزي باندي د تړون له پاره فشارونه زیات کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ “جان کري او متحدانو په کرزي باندې د تړون لپاره فشارونه زیات کړي” تر سرلیک لاندې یو اوږد تحلیلي مضون خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري او د متحدو هېوادونو ډیپلوماټانو د سه شنبې په ورځ په افغان حکومت فشارونه زیات کړل؛ هرڅومره ژر چې کیږي د کابل او واشنګټن تر منځ تړون دې لاسلیک کړي؛ تر څو امریکایي ځواکونه وکړاي شي چې؛ له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.

ورځپاڼه لیکي، جان کري په خپلو څرګندونو کې چې د جمهور رییس کرزي پر وړاندې د بارک اوباما د ادارې د حوصلي د کمېدو احساس په کې څرګندیده، وړاندیز وکړ؛ که کرزی دا تړون نه امضا کوي، د افغانستان دفاع وزیر، حکومت او یا بل کوم جګ پوړی چارواکی دې یې لاسلیک کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي؛ له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت د دې سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې په بروکسیل کې وشوه؛ یوه مهمه موضوع وه.

د امریکا متحدان هم د تړون په ژرلاسلیک کېدو ټینګار کوي او دا ځکه چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ساتلو او د افغان پوځ د روزنې لپاره د خپلو پارلمانونو له خوا سیاسي او مالي ملاتړ غواړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ناټو عمومي منشي اندیرس فوګ راسموسن د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل؛ د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون په وخت لاسلیک کېدو ته سترګي په لار دی او که دا سند لاسلیک نه شي؛ ناتو به ونه شي کړای چې، په افغانستان کې خپل ځواکونه وساتي او پلان شوي پوځي او اقتصادي مرستې به له خطر سره مخامخ شي.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکایي چارواکو داسې فکر کاوه چې؛ د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون کارونه بشپړ شول؛ خو کرزي په کې وروسته نور شرطونه کېښودل او ویې ویل چې، د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې به یې لاسلیک نه کړي.

امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې؛ “د حامد کرزي په څېر د یوې ستونزې حل کول” تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او د پیل په کرښو کې یې د پوښتنې په شکل لیکي: تاسې د حامد کرزي په څیر ستونزه څنګه حل کوئ؟

خپرونه لیکي، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال “جان الن” او نورو پوځي مشرانو په نظر یې ځواب ډطر آسانه دی، “کرزي له نظره وغورځوئ”.

فارین پالیسي لیکي، د جنرال الن او نورو دلیل په ځای او سم دی، په دې معنی چې امریکا ضرورت نه لري؛ د کرزي په سپکاوي باندې چې د تړون له لاسلیک څخه یې ډده کړي؛ د دوی نور زخمونه هم ور زیات شي.

د خپرونې په باور، دا ممکن ښه مشوره وي چې؛ له یوه سر کشه او متمرده میلمه سره د ډوډۍ د میز پر سر معامله وشي؛ خو دا ممکن ښه مشوره او نظر نه وي چې، له داسې یوه جمهور رییس سره دې د میلیاردونو ډالرو معامله وشي چې؛ د داو وهلو سابقه ولري.