دپکتيا ولايت په زرګونو خلکو ديو سوله ييز لاريون په ترڅ کې دافغانستان اوامريکا دامنيتي تړون په اړه دهيواد دجمهورريس حامد کرزي له دريځ څخه په کلکه ملاتړ وښوده اودالکترنيکي تذکرې په اړه يې دمشرانو جرګې پريکړه عير عادلانه وبلله .
دغه لاريونه چې زرګونو ځوانانو ، قومي اوجهادي مشرانو ، محصلينو پکې برخه درلوده ، دپکتيا مرکز ګرديز دعيدګاه جومات څخه پيل اود شهيد انجينر فيض محمد خان منګل دڅلور لارې پوره ورسيده چې شاوخوا دوه ساعته دوام يې وکړ ،
ددغه لاريونه په ترڅ کې دپکتيا ځوانانو پخپلو شعارونو کې وويل چې دوی دولسمشر دوروستي دريځ ملاتړ کوي اوترهغې دې امنيتي تړون له امريکا سره نه لاسليکوي چې څو په افغانستان کې امريکا دسولې ټينګښت ، ټولنيزې پرمختيا تضمين ونکړي .
دهمدې غونډې دپرانيستنې پرمهال دمحصلينو داسلامي ټولنې مشر ډاکټر شفيق الله سحر وويل چې دافغانستان په سرنوشت دې پردي لوبې نکوي ، سحر زياته کړه چې دوی به هيچاته هم دااجازه ورنکړي چې دافغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي .
دپکتيا دولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وويل چې په دين اومليت دمسلمان اوکافر توپير کيدلی شي نو که مسلمان يو او مسلمان دولت لرو نوبيا ولې دمشرانو جرګه دمسلمانيت اوافغانيت انکار کوي ، دی وايې چې که دين اومليت په الکترونيکي تذکرو کې ونه ليکل شي دپکتيا ولس به دانيمګړې تذکره وانخلي ،
لاريون دلاريونکونکو له لورې په دې شعارونو بدرګه کيده :
دافغان ولسمشر حامد کرزي دامنيتي تړون دنه لاسليک ددريځ څخه دپکتيا ولسونه په کلکه ملاتړ کوي .
افغانستان کې دبهرنيانو لخوا خپلسري عمليات داشعال په مانا دي .
امريکا دافغانستان ګټو ته ژمن هيواد نه دی .
افغانستان بايد ترهغې تړون لاسليک نکړي چې پدغه هيواد کې سوله ، امنيت اودپرمختيا دکارونو تضمين ونکړي .
افغان مجاهد ولس هيچاته هم دا اجازه نه ورکوي چې ددوی په سرنوشت دې لوبې وکړي .
افغان مجاهد ولس دخپلې خاورې نه ددفاع په موخه هرډول قربانۍ ته چمتو دی .
مونږ په الکترونيکي تذکرو کې ددين اومليت نومونه ذکر کول غواړو .
نور په افغانستان کې دبې ځايه ويني تويولو زغم نلرو .
مونږ سوله غواړو .
مونږ جنګ نه غواړو .
جنګ د بهرنيانو لخوا پرمونږ تپل شوی ، مونږ جنګ نه غواړو .
مشرانو جرګه دې دتذکرو په اړه خپله عير عادلانه پريکړه بيرته واخلي .
مونږ هيچاته هم ددې اجازه نه ورکوو چې دافغانستان اسلامي دولت په چارو کې لاسوهنه وکړي .
مونږ دمشورتي جرګې دنهه ويشتمې مادې پلي کول غواړو او د هغو ١٩ تنو افغان بنديانو د سملاسى تسليمولو غوښتنه کوو چې د ګوانټانامو په محبس کې پراته دي .
که چيرې په الکترونيکي تذکرو کې ددين اومليت نومونه ذکر نشي دانيمګړې تذکره مونږ ته دمنلو وړ نده .
په دين اومليت هويت ثابيتيدای شي ، مونږ په کلکه داغواړو چې په تذکره کې دين اومليت وليکل شي .
په دين اومليت هويت ثابيتيدای شي نو ديوه افغان او امريکايې يا هندو فرق څه شو ، نه منو دابې هويته تذکرې . نه منو ….
مرګ په هغه چا چې دافغان په نوم معامله کوي ، او زمونږ هويت ترپښو لاندې کوي .
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه / زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم
مونږ په افغانستان کې دامريکا دايمي شتون نشو منلی .
مونږ په افغانستان کې دامريکا شخصي جيلونه نه منو.
مونږ دامريکا خپلسري عمليات نه منو .
مونږ په افغانستان کې دامريکا واک نه منو .
امريکا بايد اسلامي ارزښتونو اوافغاني سپيڅلي کلتورته درناوی ولري .
دلاريون پای کې نهه ماده ييز پريکړه ليک صادر شو چې دپکتيا دعلماوو شورا مشر او دسولې دولايتي دفتر ريس مولوي خالقداد له لورې ولوستل شو :
دامريکا او افغانستان ترمينځ دامنيتي تړون په اړه دپکتيا ولسونه په ځانګړې توګه ځوانان ، محصلين ، ديني علما،دمدني ټولنو غړي ، قومي اوجهادي مشران سوله ييز لاريون په دغه پريکړه ليک سره پای ته رسوي .
پريکړه ليک ۱۳۹۲ /قوس / ۱۳
۱: دافغان ولسمشر حامد کرزي دامنيتي تړون دنه لاسليک ددريځ څخه دپکتيا ولسونه په کلکه ملاتړ کوي .
۲: دا تړون بايد ترهغې لاسليک نشي چې د امريکا لخوا په افغانستان کې سوله او ثبات راوستل نه وي تضمين شوي .
۳: بهرني ځواکونه بايد په هيڅ صورت هم د افغانستان دخلکو کورونو ته د ننوتو او دخپل سرو عملياتو اجازه ونلري.
۴: په الکترو نيکي تذکرو کې بايد دين او دافغان کلمه و ليکل شي ، که دااسلامي اوکلتوري توري ونه ليکل شي مونږ ته دانيمګړې تذکره دمنلو وړندی .
۵: پر افغانستان د بريد په صورت کې د افغانستان له دفاع څخه نيولي، د ځواکونو پياوړتيا او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په اړه د امريکا ټولې ژمني بايد څرګندې او روښانه وي .
۶: امريکا دې دافغانستان لرغوني کلتور ته پام وکړي بايد دغه کلتور ته زيان ونه رسوي.
۷: امريکا دې داسلام مقدس دين ته په احترام قايل شي بايد اسلامي ارزښتونواواسلامي مقدساتو ته درناوی ولري .
۸: امريکا دافغانستان ګټو ته هيڅ پام نکوي ، که دغه هيواد دافغانستان ګټې په نظر کې ونه نيسي نو زر ترزره دې دغه خاوره پريږدې .
۹: که امريکا دافغانستان سره په دغه پورته شرايطو اوخپلو ژمنو عمل ونکړي ، او دافغان قومي مشرانو پريکړو ته احترام ونلري ، دافغانستان سوله اوامنيت تضمين نکړي نو نور په افغانستان کې دامريکا حضور نه منو ، نه منو .