د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ریاست وايي چي په نورستان کښي سره له دي چي پولیس ګڼي ستونزي لري بیا هم پولیس توانیدلي چي امنیت وساتي.
د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ریاست مرستیال مل پاسوال داد الله د خپل کاري ټیم سره نورستان ته راغلي او پولیسو ستونزي له نږدي اوري.
دده په خبره چي د نورستان د پولیسو د ستونزو د خل په موخه به ډیر ژر خپل کارونه پیل کړي نوموړی وايي چي نورستان پولیس ګڼي ستونزي لري خو د امنیه قومندان پاسوال باقي خان په راتګ سره د پولیسو ډیري ستونزي په کمه موده کښي له منځه تللي.
بل پلو امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د کورنیو چارو وزارت راغلي هیت ته د نورستان د پولیسو ستونزي واورولي او زیاته کړه چي د پولیسو د ستونزو د خل په موخه کورنیو چارو وزارت کوټلي ګامونه باید پورته کړي.
په داسي خال کښي کورنیو چارو وزارت پولیسو سره د مرستو ژمنه کوي چي موده وړاندي پولیسو کورنیو چارو وزارت ته شکایت کړي وه چي ددوي ستونزي ورځ تر بلي د ډیریدو په حال کښي دي.