کور / تازه خبرونه / په عبدالولي خان پوهنتون کې افغان محصلینو خپل اول جوړښت اعلان کړ

په عبدالولي خان پوهنتون کې افغان محصلینو خپل اول جوړښت اعلان کړ

د عبدالولي خان پوهنتون افغان محصلینو لومړنئ جوړښت د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۳ یمه نیټه د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شو.
غونډه چې په یوتهـ هاسټل کې دایره شوې وه، د پوهنتون د ټولو کمپسونو او پوهنځیو لسګونو محصلینو پکې ګډون کړی و.
هجرت الله د رئیس په حیث د غونډې د ګډونوالو په خوښه بې مقابلې وټاکل شو، نوموړی خپل جوړښت په لاندې ډول اعلان کړه:
۱: رئیس هجرت الله -۰۳۳۳۹۰۹۴۹۸۲
۲: مرستیال داود محمدی -۰۳۰۸۸۳۰۶۸۶۶
۳: د اړیکو مسؤل شرف دین -۰۳۰۳۸۴۲۹۴۹۸
۴: مالي مسؤل پرویز ساپی -۰۳۳۶۹۲۸۶۹۴۱
۵: کلتوري مسؤل شیر آغا -۰۳۰۸۸۸۱۸۰۷۴

یادونه: د افغان محصلینو ټولنه یوه خپلواکه، غېر سیاسي، ناګوندي او غیر دولتي افغاني ټولنه ده چې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د افغان محصلینو په هڅو د ۲۰۱۳ کال د نومبر د میاشتې په نیټه تآسیس شوه.

د افغان محصلینو ټولنه په هېڅ ډول قومي، سمتي، توکمي، ژبني یا مذهبي تعصبونو باندې باور نه لري او یواځینۍ موخه یې د نوموړي پوهنتون د افغان محصلینو د ستونزو حل کول، هغوي ته د اسانتیاوو برابرول او د افغانستان زورېدلي ولس ته د زده کړې په ډګر کې خدمت کول دي.