په ارزګان ولایت کی ۳۰ ښځی دښاروالی اورمپپ پروګرام په مرسته دحرفوی زده کړو دکورس څخه فارغی شولی، دارزګان ښاروال وایی چی یادی میرمنو ته یی دیوه میاشتی په ترڅ کی دپردو جوړولو دزده کړی ترڅنګ دکارکولو سامانوهم ورکړل خو په ورته وخت ښخی او دښځو چارو ریسه دمننه په ترځ کی داوږدمهاله پروژو پلی کولو غوښتونکی دی او دوی چی ښځو ته باید زیاته پاملرنه وشی.
دارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کی ۳۰ ښځی دیوه میاشتنۍ دپردوجوړولود حرفوی زده کړو څخه فارغ او دفراغت سندونه ورکړل شوه.
دیادو مراسمیو پرمهال دارزګان ترینکوټ ښاروال نجیب الرحمان عزیزی دخپلو خبرو پرمهال وویل چی یاد پروګرام دښاروالی او رمپپ په مالی مرسته دښځو چارو ریاست په چوکاټ کی ترسره شو پکی ۳۰ ښځو ته دپردو جوړولو زده کړی ،دپردو جوړولو دپاره سامانونه او دفراغت سندونه ورکړل شوه.
ښاغلی عزیزی وایی چی ښاروالی غواړی دخپلو مرستو لړی دښځو چارو ریاست ته غځوی او دښځو دژوند دلاښه توب دپاره کار وکړی .
په ورته وخت کی دښخو چارو ریسه اغلیه رڼا سمیع وفا او یوشمیر فارغ شویو ښځو ددغه پروګرام څخه دمننی ترڅنګ داږدمهاله پروژو دپلی کولو غوښتنه کول.
دوی وایی چی نړیوال مرستندویه اداری باید دښخو دپاره بیلابیلی پروژی پلی کړی ترځو دښځو دپاره دکار زمینه برابره شی.
په ارزګان ولایت ترینکوټ کی دښخو دپاره دعرفوی زده کړو پروژه پداسی حال کی پای ته ریسږی چی دښځو ریاست پروینا باید نړیوال مرستندویی اداری دارزګان دښځو سره خپلی مرستی او پروګرامونه جاری وساتی