کور / تازه خبرونه / عقيل يوسفزي :په پېښور کې وهل شوې يم

عقيل يوسفزي :په پېښور کې وهل شوې يم

پېښور: د مشال راډيو د خبر له مخې په پېښور کې نامتو خبریال عقيل يوسفزي رسنيو ته څرگنده کړې څوورځې مخکې د پوليسو لخوا له نیول کېدو وروسته ووهل شوم کله چې خپل کور ته روان ووم ،د دې پېښې په اړه عقيل يوسفزي وايي زه د کور پر لور روان وم چې د پولیس دوو عسکرو ودرولم ، په زوره په موټر کې د ګلبرګ سيمې تاڼې ته بوتلم، تر يوه ساعته یې په تاڼه کې کښېنولم بیا په ساده جامو کې يو تن راغلو او په ما يې ناڅاپه ګزارونه شروع کړل، ماته يې بدې ردې ویل، او دا يې هم وويل چې ته د پاکستان پر ضد غږېږې، نو ته ترهګر يې، ما ورته په ځواب کې وويل، چې که ما هر څه جرم کړی وي، نو زما پر ضد دې رسمي کړنې وشي، خو هغوی زما خبره نه اوريدله او په ما يې ګزارونه کول”