لیکوال : جېکب هارن برګر
منبع : فیوچر آف فریډم فاونډېشن ( امریکا )
نېټه : ۲ / ۱۲ / ۲۰۱۳
ژباړن : نثار احمد صمد
کله چی ما د هغه دوه کلن ماشوم په باره کی چی همدا تازه په افغانستان کی امریکایی ځواکونو وواژه ، د واشنګټن پوسټ مقاله ولوستله ، نو حیران سوم چی د هغه نوم څه و . نوم یې په ټوله مقاله کی نه و ذکر سوی . ښایی اخبار یې نوم نه وی پیدا کړی . یا دا چی ورته مهمه به نه وی . خو دا په تیرو دوولسو کالو کی د امریکایی ځواکونو لخوا د افغانانو یوه بله وژنه ده . په افغانستان کی د امریکایی او اییتلافی ځواکونو لوی قوماندان جنرال جوزف ډنفورټ د دغه ماشوم د وژلو له امله بخښنه وغوښته . زه ځکه حیران یم چی ده هم د دې ماشوم نوم یاد نکړ . خو ډنفورټ بېله شکه په دې هیله دی چی دغه بخښنه به د امریکایی حکومت سره دا مرسته وکړای سی چی افغان ولسمشر حامد کرزی به په افغانستان کی د ۲۰۱۴ څخه وروسته هم د امریکایی پوځونو شتون ته اجازه ورکړی .
د دغه ماشوم وژنه د ۱۲ کلن امریکایی اشغال راهیسی د امریکایی ځواکونو لخوا د بې شمیره افغانانو د وژنو کټ مټ هماغه تکراري استدلال دی چی امریکایی مسؤل مامورین یې « جانبي یعنی څنګیز تلفات » بولی . لکه څنګه چی امریکایی مامورینو وویل چی زموږ هدف « د طالبانو د هغه کوچني قوماندان وژنه وه چی پر اییتلافی ځواکونو باندی په حملو کی لاس لری او په سیمه کی د ښورښیانو د انتظام او مرګونو مرستو کی دخیل دی . » خو دغه دوه کلن ماشوم په غلط ځای او غلط وخت کی تلف سو .
امریکایی حکومت د تیرو ۱۲ کالو راهیسی په افغانستان کی د ګڼ شمیر کسانو د وژلو لپاره ، همدغسی سپین کاغذ او ځانته ورکړی اختیار لری . هرکله چی امریکایی پوځیانو پر شکمنو « تروریسټانو » ، « جنګیالانو » یا « ښورښیانو » باندی بم یا راکټ ور اچولی دی دا مهمه نه وی چی څومره غیر تروریسټان ، غر جنګیالان یا غیر ښورښیان یې وژلی دي ، امریکایی مامورینو دوهمي فکر نه دی ورته کړی . دا لا څه ، دا بخښنی خو د دوولسو کالو راهیسی زیاتره دغو غمجنو کورنیو ته د یو څه پیسو ورکړه په بر کی لرلې ده حال دا چی د وژلو تم کول یې هیڅ په بر کی نه دی لری .
که هغوی تر ننه دا ټول بد انسانان نه دي وژلی ، او که یې افغان حکومت تر دې حده نه دی روزلی چی پر خپلو پښو ودریږی ، نو بیا دا وخت رارسېدلی دی چی اعلان وکړي چی دا ټول مأموریت له سره ناکام دی او همدا اوس خپل پوځونه هیواد ته راوغواړي .
هو ، دغه دوه کلن ماشوم باید نه وای وژل سوی . که امریکایی ځواکونه مخکی لا د افغانستان څخه راوتلي وای ، نو امریکایی پوځیان به هلته موجود نه وای تر څو دغه ماشوم یې په راکټ سره توټه ټوټه کړی وای . بېله شکه به امریکایی مامورینو دا هم نه ویلای چی موږ د هغه جنګیالي په وژلو کی ناکام سوو چی « په سیمه کی ښورښیان منظم کوی او د مرګونو مرستو سهولت ورته برابروی . »
ښه ، راځیً چی د ځانو څخه یې وپوښتو چی دغه افغان ولی جنګیالی سوی دی او ولی په دغو فعالیتونو کی اخته دی . دا له دې امله نه دی چی هغه د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی لاس درلود ، یا پلان لري چی دلته امریکا ته راسي او موږ وځپي . بلکی علت یې دا دی چی دغه جنګیالی غواړی چی خپل هیواد د اشغالګر څخه خلاص کړی . یعنی هغه ظالم او بې رحمه اشغالګر چی په خورا بې پروایی سره په ورپوری سیمه کی پر دغسی دوو کلنو ماشومانو باندی راکټونه راغورځوي .
ډیر مخکی لا د امریکا په واسطه د افغانستان نیونې یو داسی جنګ رامنځته کړی دی چی هغسی انسانان وژنی چی د خپل هیواد د بهرنۍ نیونی پر ضد مقاومت کوی ، او هغسی جنګ چی یو داسی فاسد او نامشروع امریکایی پلوه رژیم یې جوړ کړی او پاللی دی چی ولسمشر یې د « سي آی اې » څخه منظمأ د پیسو ډکو کڅوړو ته محتاج دی .
که طالبان احتمالأ یو ځل بیا حکومت ونیسی ، نوڅه به پیښه سی ؟ چا ته مهمه ده ؟ څه بدلون به رامنځته کړی ؟ حتی هغه کسان هم چی په چیغو چیغو د « تروریزم » او « ملی امنیت » کلمات له خولې راباسي هم نور نو د دې توجیه کولو څخه ډیر لیری دي . د دې هر څه سره سره ، باید هېره نکړو چی که کرزی ووایي چی نور دی نو اشغال پای ته ورسیږی ، که څه هم نوموړي چیغی وهونکي به فوق الذکر اصطلاحات پورته کښته کوی ، خو امریکایی پوځونه به ترې راوځي . که ملی امنیت په رښتیا هم د تهدید سره مخامخ وی ( دا اصطلاح که په هر مفهوم هم وی ) نو آیا امریکایی مامورین به واقعأ هم ځکه ګواکی له دې هیواده راوځي چی کرزی یې وتل غواړي ؟
بلخوا ، که تروریسټان وغواړی چی پر امریکا حمله وکړی ، نو هغوی د داسی کار لپاره په افغانستان کی د کوم دوست حکومت شتون ته اړتیا نلری . بلکی هغوی کولای سی چی په منځنی ختیځ کی خپل ملګري حکومتونه لکه سعودی عربستان او نور ولټوی ، او یا هم په عادی ډول د پاکستان ، یمن حتی برلین یا لندن د کوم ښه هوټل یو اتاق په واک کی ولری . له دې نه علاوه ، باید هېره نکړو چی د امریکایی ضد تروریزم د شتون دلیل اصلأ په افغانستان ، منځني ختیځ او د سیمی په کوم بل ځای کی د امریکا د ملی امنیت د حکومت ننوتنه او مداخله ده . نو هلته د ورننوتلو یا لاس اچولوتمښت د تروریزم د تمښت سره باالکل معادل دی .
امریکایان د تیرو دوولسو کالو راهیسی د امریکا د ملی امنیت د دولت لخوا د بهرنیانو وژنی په سترګو وینی . نو ځکه وژني اوس زموږ د ورځني ژوندانه یوه برخه ګرځېدلې ده او زموږ هری ننوتلی برخی ته یې سرایت کړی دی . وژنو نن زموږ په مغزونو کی ټینګ ځای نیولی دی . وژنی نن دومره عادی سوي دي چی اکثریت خلکو ته د وژل سوو انسانانو نومونه مهم نه دي یا دا چی هغوی د وژل کېدو پر مهال څه کول یا څه حالت یې وو .
هو ، دا اوس هیڅ مهمه نه ده . بلکی ډیره مهمه دا ده چی د ملی امنیت دولت د نه ختمېدونکو بې شمیره انسانانو په وژلو سره « موږ ژغوري . » زه دې ته حیران یم چی څومره امریکایان به دا احتمال مد نظر نیسی چی دا خو د امریکایی ځواکونو لخوا همدا زیاتی وژنی او تباهۍ دي چی جنګیالان ، ښورښیان او تروریسټان تولیدوی چی وروسته یې امریکایی ځواکونه پرله پسې هدف پسی ګرځوی .
خو دا ښکاره حقیقت دی چی امریکایی امپراتوري غواړی چی افغانستان د راتلونکي لپاره همداسی تر اشغال لاندی ولری او په دې هم ښه پوهیږي چی دا کار به د بې پایه وژنو او تباهیو بهیر همداسی جاری وساتی . نو زه په دې هیله یم چی کرزی ـ ناوخته نه بلکی همدا اوس ـ پر خپله خبره ټینګ ودریږی کټ مټ لکه عراقیان چی ودرېدل او امریکایی پوځونه یې له خپل هیواده وایستل . دغسی کار به د کرزي لخوا خپل هیواد ، امریکا او ټولی نړۍ ته تر ټولو ستره تحفه وی .
باالاخره ، دغسی کار به د امریکایی ځواکونو په لاس د دغسی بې نومه دوه کلنو ماشومانو وژل هم پای ته ورسوي ، د هغو افغانانو وژل به هم نه وی چی صرف غواړی خپل هیواد د بهرنۍ نیوني څخه خلاص کړی او ورسره به د امریکایی پوځیانو تلفات هم پای ته ورسیږی چی ناحقه او د هیڅ لپاره وژل کیږی ، پای .