" /> " /> " /> " /> ولسمشر کرزی په دوه ورځني سفر هالنډ ته ورسېد – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی په دوه ورځني سفر هالنډ ته ورسېد video

ولسمشر کرزی په دوه ورځني سفر هالنډ ته ورسېد video

افغان ولسمشر د لومړي ځل لپاره په دوه ورځنی سفر هالنډ ته راورسېد او له راتګ څخه وروسته يې د هالنډ له لومړي وزير پيتر بالکنينده سره ليده کاته وکړه .


 


افغان ولسمشر د افغان کابينې له لوړپوړي پلاوي او يوشمېر افغان سوداګرو په ملتيا نن دوشنبې ۹ جون ۲۰۰۸ د هالنډ د روتردام ښار هوايي ډګر ته راورسېد ، ددوی د هرکلي لپاره د يو شمېر هالنډي چارواکو په ګډون د هالنډ د بهرنيو چارو وزير ماکسيم فرهاخن  ددوی مخي ته ور وتلي وو .


ولسمشر کرزي له هالنډ دولت او ولس څخه مننه وکړه چي د افغانستان په بيا جوړونه کي يې له دوی سره همکارۍ ته اوږه ورکړې ده، د هالنډ لومړي وزير افغان ولسمشر ته وعده ورکړه چي د افغان ملي پوليسو د تجهيزاتو په غني کولو کي به مرسته ورسره کوي تر څو افغان ملي پوليس په ښه ډول د امنيت په تامين کي رول ولوبولای سي .



 ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزی به د خپل سفر په دوهمه ورځ ( سې شنبې ۱۰ جون ۲۰۰۸ ) د هالنډله لومړي او دوهم پارلمان څخه تر ليدني وروسته د غرمې ډوډۍ د هالنډ له مليکې بياتريکس سره خوري . افغان ولسمشر به ددې سفر په جريان کي د هالنډ دولت سره د افغانستان د سياسي ، نظامي او امنيتي چارو تر څنګ پر سوداګريزو چارو هم وږغيږئ ، نن سې شنبې به له ولسمشر کرزي سره راغلي د سوداګرۍ چارو کارپوهان د دين هاخ ( ده هېګ ) ښار  په سخيېفه نينګن کي د سوداګرۍ او راکړي ورکړي په يوه کنفرانس کي برخه والي .