غرمه مهال يوولس نيمې بجې د ننګرهار نن ددوشنبې ورځ غرمه د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي مخ ته په يوه موټر سايکل کي چاودنه وسوه چي د ننګرهار چارواکو په وينا ۷ خو نورو سرچينو د معلوماتو پر اساس ۱۱ محصلين سربېرن زخميان سويدي .
چارواکو د پېښي پړه پر چا ور وانه چول خو وايي چي د موټرسايکل خاوند چي پخپله هم محصل دی د پوښتنو ګروېږنو په موخه پولیسو بېولی دی.
بله خوا طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو دا پېښه غندلې او په دې پېښه کي يې لاس لرل رد کړيدي.
د يادوني وړ ده چي د تېرو ۳ اوونيو په اوږدو دا دوهمه چاودنه ده چي په ننګرهار پوهنتون کي رامنځته کېږي،تېر ځل ددغه پوهنتون يو استاد په چاودنه کي زخمي سوئ و.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه