کور / راپور / د ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا د زوکړې سلمه کاليزه

د ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا د زوکړې سلمه کاليزه

د ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا د زوکړې سلمه کاليزه د یوه علمي- څېړنيز سيمينار په ترڅ كې ونماځل شوه .

دا علمي څېړنیز سيمينار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له لوري د روان کال د ليندۍ پر لسمه د يکشنبې پر ورځ د علومو اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و، سیمینار د محمد داوود ناظم له خوا د عظيم الشان قرآن د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو. د افغانستان د ملي سرود تر غږولو وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ ريسې محترمې څېړنپوهې ثريا« پوپل» د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي پيغام ولوست او ګډونوالو ته يې خپله پرانيستونې وينا واوروله . ورپسې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت، کابل پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنتون پيغامونه ولوستل شول . بيا د ماليې وزارت اداري ریيس ښاغلي څېړنپوه ډاکټر محمدعلم «اسحاقزي » د ارواښاد استاد بېنوا د شخصيت په اړه مفصله وينا وکړه.

د سيمينار دويمه برخه علمي- څېړنيزو مقالو ته ځانګړې شوې وه. د دې سمينار لپاره څېړونکو او پوهانو (۲۵) مقالې تر بېلا بېلو سرليكونو لاندې کښلې وې . د هرو پنځه مقالو تر لوستلو وروسته ګډونوالو ته د پوښتنو او مباحثې لپاره (۱۰) دقيقې وخت ورکول شوی و . مقالې هم ثقه او هر اړخيزې وې . سيمنار په خورا ښه نظم و دسپلين سره پای ته ورسېده . د سيمينار په پای کې د ګډونوالو له خوا دا پرېکړه ليک تسويد او د څېړندوی عبدالقيوم « مشواڼي» له خوا تر لوستلو وروسته تصويب شو:

* د ارواښاد استاد بېنوا د کورنۍ د موافقې په شرط دې د هغه د جنازې تابوت په خورا درنښت د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا ژر تر ژره هېواد ته راوړل شي او په يوه مناسب ځای کې دې خاورو ته وسپارل شي.
* د ارواښاد بېنوا د شخصيت حق په داسې يو ورځني سيمينار سره نه شي ادا کېدای؛ نو د اسلامي جمهوري دولت د فرهنګي مشاوريت له مقام څخه غوښتنه کوو، چې د هغه ارواښاد د حق اداينې او لا پېژندنې لپاره دې يو نړيوال درې ورځنی سيمينار په کابل ښار کې د افغانستان د يوې علمي ادارې له خوا جوړ شي.
* د استاد بېنوا ناچاپ آثار دې د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز او د ژبو او ادبياتو مرکز له خوا چاپ شي.
* د استاد ځينې چاپي ناوياته آثار دې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت او افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا دويم ځلي چاپ شي.
* په کابل ښار کې دې د ارواښاد بېنوا په نامه يو علمي- فرهنګي مرکز د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا جوړ او د هغه او نورو علمي او ملي شخصيتونو انځورونه دې پکې د هغو د ياد ساتلو لپاره کېښودل شي.
* د سيمينار د مقالو ټولګه دې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتو ریاست له خوا ژر چاپ شي.
د پرېکړه لیک له لوستلو وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ فرهنګپالې رییسې ژمنه وکړه ،چې د بېنوا صاحب ټول ناچاپ اثار به علومو اکاډمي چاپوي . په پای کې سيمينار د ښاغلي اکاډمېسن سلېمان «لايق» له خوا وارزول شو؛ چې خورا ښه او ګټور يې وارزاوه. سيمينار د اسلامي علومو د معاون ښاغلي سيف الرحمن «سايف» په دعايه سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتو ریاست له لوري