يو بد سړی ؤ چي خپل ټول عمر يې نه يوازي پخپله بدفعلۍ کړي وې بلکه نور يې هم دغه کار ته هڅول او د دغه کار دلالي يې کوله. خو د زړېدو سره يې د بدفعلۍ کاروبار هم مخ په سړېدو سو. هر څومره چي يې عمر زياتېدی هومره ورڅخه د بدلمنو کمه حيا کېدله.
يو وخت داسي راغلی چي دغه سړی ډېر زوړ سو او نور نه ورته عفت پلورونکي پاته سول او نه هم د عفت پېرېدونکي. د خپل عمل له کبله په ښار کي نه چا ورسره کومک کاوه او نه يې ورباندي زړسوی. همدا ؤ چي دغه سپينږري سړي نور د بدو کارونو څخه توبه وکاږله. شپه او ورځ په سجدو او سروکال په روژو سو. شپه به يې په عبادت او ورځ به يې په ژړا او استغفار تېروله.
يوه شپه شيطان دغه سپينږيري ته د انسان په بڼه راغلی او ويې ويل:
« ما د قارون خزانې موندلي دي. د دغو خزانو په مصرفولو سره ما په نړۍ کي هر ډول کارونه کړي او ازمويلي دي. خو د گور پر غاړه ولاړ يو سپينږري او عابد سړي ارمان مي پر زړه پاته دی. هر هغه څوک چي زما د زړه دغه ارمان په رضا پوره کړي نو به ورته خپلي ټولي خزانې وسپارم.»
سپينږري سړي د انسان په بڼه راغلي شيطان ته په غوږ کي يوه پټه خبره وکړه. د هغه وروسته شيطان ولاړی او يوه رسۍ يې راوړله او سپينږری يې ټينګ په وتړی. خو سپينږري په ژړا او غوغا پېل وکړ او همدغه خبره يې تکراروله: « آ خدايه، آ خلکو، تاسو وينی چي لاسونه مي تړلي دي. زه يې نه غواړم خو دغه کار زما سره په زور کيږي.»
په همدغه فعل سره د سپينږري نفس وختی او روح يې قبض سوه.
کله چي د ښار خلکو دغه سړی ښخ کړی نو يې پر قبر ودرېدل او لاسونه يې پورته کړل، ويل يې: « خدای دي يې وبخښي، خو ګومان مو نه کيږي.»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه
ځان او قوم ته لوی پيغور مه جوړوه (ولسمشر کرزي ته پرانستی ليک)
مورکه په اويا زره پردو کي (نکل)
د يوه پټ راز داستان