په میدان وردګو ولایت کې نږدې پنخه سوه کډالو باندې د شاوخوا پنځه میلیونو افغانیو په مالي لګښت خوراکي او غیرې خوراکي توکې وویشل شول.
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې څلور سوه پنځه اتیا کډوالو باندې د یونیسیار او ډبلیو ایف پي ادارو له لورې مرسته شوي خوراکي او غیرې خوراکي توکې چې ټول لګښت یې شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ کیږي،نن ( یکشنبه) پر اړونده کډوالو وویشل شوه .
په دغه توکو کې یوې کورنۍ ته د WFP ادارې له لورې یو سلو اوه څلویښت کیلو ګرامه غنم،یولس کیلوګرامه غوړي،اتلس کیلو ګرامه دال،دولس کیلوګرامه بسکټ او د UNHCR ادارې له لورې دوه تختې ترپال،درې تختې کمپلې،یو داشپزۍ کیټ او نور تورکې شامل وو ،چې لګښت یې شاوخوا اته زره افغانۍ کیدو، د دغه ولایت په هغه کډوالو،چې د بېلابېلو پېښو له امله مرکز ته راکډوال شوي
وو،ورکړل شول.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې مرستې د ورکړې پرمهال د WFP او UNHCR ادارو له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه دغه مرسته هغه چاته ورکول کیږي،چې له وړاندې ولایت مقام د یادو ادارو په همکارۍ د سروې له مخې معلوم کړي وو
ښاغلى عبدالحکيم په وینا به دغه مرستو به د دوی یوه اندازه ستونزې چې دا مهال یې درلودې حل شي،خو غوښتنه یې وکړه،چې دوی سره دې نورې مرستې هم ترسره شي