کور / هراړخیز / د وردگو د واده دود او بدلې

د وردگو د واده دود او بدلې

 پېژندنه:

د كتاب نوم : د وردگو د واده دود او بدلې
ټولونه، سريزه او تشريح : احسان الله آرينزى 1389 هـ. ش (2010 م)
تلفون : 0093700802003
برېښناليك :
mailaryanzai@yahoo.com
لومړى چاپ : د افغانستان د علومو اكاډمۍ- 1366هـ.ش
د كتاب بڼه : گستتزى- لوى سايز- 171 مخه.
ډيزاين : احسان الله مومند
دويم چاپ : الازهر خپرندويه ټولنه – دهمزنگ لومړى سړك، كابل افغانستان
برېښناليك :
alazharco@yahoo.com
تلفون :0093777161556 0093700161556
چاپشمېر : 1000
چاپ كال : 2010 (جون)- ۱۳۸۹ هـ-ش – انلاين چاري ( لراوبر ويبپاڼه)


 دېرش
كاله وروسته…

په
كال 1978 م (1356
هـ. ش)  كې په
كابل كې د ديارلسو هېوادونو د پوهانو په گډون، د حكيم ابوالمجد مجدود ابن آدم
سنايى غزنوي د زېږندنې د نه سوه مې كليزې نړيوال سيمنار جوړ شوى و، هغه وخت زه د
كابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي محصل وم؛ خو د هغه وخت له پياوړو ليكوالو حبيب
الله رفيع، زلمي هېوادمل، اسدالله شعور او ډاكتر مجاور احمد زيار او د دوى له لارې
د هېواد د تاريخ او فرهنگ له ډېرو نومياليو استادانو سره ناسته پاسته درلوده او د
دوى له محضر او مجالسو څخه مې گټه پورته كوله.

د
هغه سيمينار په درشل كې زه د ښاغلي حبيب لله رفيع او مشرانو استادانو (پوهاند
عبدالحى حبيبي، پوهاند عبدالشكور رشاد او ډاكتر روان فرهادي) په مرسته د حكيم
سنايي د نړېوال سيمينار غړى شوم او حاضرينو ته مې د حكيم سنايي د استاد، خواجه
اسماعيل شنيزى په هكله يوه مقاله واوروله چې د سيمينار د گډون كوونكو او اورېدونكو
د پام وړ وگرځېده او ځينو ښاغلو وستايله.

په
درېيمه روځ د سيمينار ټول غړي د حضرت حكيم سنايي ټاټوبى او د ده د هديرې زيارت ته
لاړو. په غبرگون كې له وردگو څخه تر كابله پورې زه او ښاغلى  هېوادمل په دې خبره غږېدو چې موږ په خپل هېواد
او خپلو ژبو كې څه ډول څېړنو او اثارو ته اړتيا لرو؟

ښاغلي
هېواد مل په تاريخي پلټنو، د ادبياتو تاريخ، ادبي څېړنو او فولكلورټولونې ډېر
ټينگار كاوه؛ خو ما ويل چې د تاريخي څېړنو، ادبي تاريخ، ادبياتو، شعر، داستان او
فولكلور تر څنگ، د علمي اثارو ژباړې، ليكلو او خپرولو ته هم ډېره اړتيا لرو. هغه
وخت به چې زه كوم كتابتون يا كتاب پلورنځي ته ورغلم، داسې كتابونه مې نه ليدل چې
افغاني پوهانو دې د فزيك، كيميا، هندسې، طب، رياضياتو، ټولنپوهنې، انسان پېژندنې،
جغرافيې، فلسفې او د علومو، فنونو او هنرونو د سلگونو او زرگونو نورو څانگو په
هكله په پښتو يا  دري ليكلي او يا ژباړلي
وي؛ ځكه مې ډېره تلوسه درلوده چې پوه افغانان دې تشې ته ځير شي او د خپلو خلكو د
اذهانو د روښانه كولو او په تېره بيا د زلمي كهول د علمي تندې د ماتولو له پاره
زموږ په خپلو ژبو داسې اثار وليكي يا وژباړي چې د افغانستان د ټولنيز- اقتصادي
پرمختگ له پاره لارې اوارې كړي او زموږ وروسته پاتې هېواد د نړۍ د پرمختگ له ستر
كاروان سره نژدې كاندي.

زما
په ياد دي چې په هغه بحث كې ما د مترقي اثارو په خپرېدلو هم ډېر ټينگار كاوه چې
نوي نسل ته نوې ساه وركړي او ځوانان يو ځاى كېدلو، خوځښت، پرمختگ او برياليتوب ته
وهڅوي. لكه چې زه او ښاغلي هېوادمل په هغه لنډ سفر كې كومې پايلې ته ونه رسېدو. ده
حق درلود چې په هغه وخت كې د كار په هغه ډگرونو ټينگار وكړي چې دى يې اهل و؛ خو ما
هم حق درلود چې د داسې كتابونو خپرېدل ياد كړم چې ټولنې ورته اړتيا درلوده او دا
كار بايد هغه كسانو كړى واى چې علمي او تجربي وړتيا يې درلوده او د داسې درنو
كارونو له پاره يې وخت او امكانات پيدا كولاى شول.

په
هغه وخت كې ډېر استعدادونه په ادبي څېړنو او د ادبي ژانرونو په تخليق بوخت وو.
كتابتونونه له ديوانونو او د دېوانو او پېريانو په افسانو ډك وو، ټولې دولتي
خپروندويه موسسې د ادبي څېړنو، شعرونو او فولكلوريكو آثارو په خپرولو بوختې وې،
پېښور خو هره روځ فالنامې او خوابنامې رااستولې او په هېواد كې د علومو، فنونو او
هنرونو په اړه د څېړنيزو كتابونو او مقالو ليكل او ژباړل په هېڅ حساب و!

او
دا لړۍ هماسې روانه وه. زه چې د اقتصاد د پوهنځي د سوداگرۍ او پيسو د برخې محصل
وم، د خپلو نژدې دوستانو تر اغېزې لاندې د فولكلور خوا ته لاړم، د وردگو د واده د
بدلو په ټولولو بوخت شوم او د پښتو او دري متلونو غونډولو ته مې ملا وتړله. له
خپلو- خپلوانو ښځو څخه به مې بابولالې يا د واده بدلې ټولولې او د صيفل ملوك او
بدرۍ جمالې نكلونه به مې ثبتول.

له
وردگو څخه چې ما كومې بدلې ټولې كړې وې، د واده له دود سره يو ځاى ښاغلي هېوادمل
په كال 1366
هـ. ش كې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ له خوا په گستتنزي
بڼه خپرې كړې. دا ټولګه اوس هډو نه پيدا كېږي او يوازنى نسخه يې له ما سره شته چې
د اوسني كتاب بنسټ بلل كېږي.

په
هغه كتاب كې د وردگو د واده دود او بدلې راټولې شوې وې او تحليلي بڼه يې نه
درلوده؛ خو دا ځلې مو هڅه كړې ده چې يو دود د (ولې)، (څنگه)، (چېرته) او (چا) په
سيوري كې وڅېړو او په وردگو (يا ټولو پښتنو) كې د قبيلوي ژوند، ښځه او په ښځه پورې
د اړونده مسايلو، واده او كورنۍ يو روښانه انځور وباسو او يوې پايلې ته ورسېږو.

پخوا
مو يوازې دا كيسه رااخستې وه چې يوه كورنۍ څنگه د خپل ځوان له پاره يوه پېغله
ټاكي، څنگه يې غواړي، دودونه څنگه دي او په پاى كې ناوې له بدلو سره څرنگه كور ته
را رسوي؛ خو دا ځلې مو د ډېرو دودونو په لاملونو باندې كار كړى دى او د واده دود
داسې تشريح شوى چې د پښتنو د ټول ژوند د يوې خورا مهمې برخې تحليلي انځور يې
وړاندې كړى او كېداى شي چې همدا كتاب د پښتنو د پېژندگولي له پاره داسې يوه لاره
پرانيزي چې نور ليكوال او څېړونكي دې ميدان ته 
ودانگي او پښتانه نړېوالو ته همغسې وروپېژني چې دي.

داسې
ښكاري چې دا دوه پېړۍ كېږي چې نړېوالو ځواكونو د افغانستان د ټولو خلكو او په تېره
بيا د دې هېواد د تاريخ او ملي جوړښت د ملا د تېر يعنې پښتنو د پېژندگولي په برخه
كې سترې تېروتنې كړې او دا خلك يې سم نه دي پېژندلي. په نولسمو او شلمو پېړيو كې
انگليسانو درې ځلې په افغانستان يرغل وكړ چې له ماتو سره مخامخ شول. د نړۍ دا سيمه
يې پرېښوده او بېرته اروپا ته ستانه شول، د شلمې پېړۍ په وروستيو كلونو كې شوروي
اتحاد په دې وطن يرغل وكړ؛ خو تر سترو انساني او مالي تلفاتو وروسته بېرته په شا
وتمبېدل او سترواكي يې ړنگه شوه او دا ځلې امريكا، ناتو او د نړۍ څلور څلېوښت
هېوادونه له ډېر درانده تخينك سره د پښتنو مقابلې ته ولاړ دي، د وخت تېرېدل به
وښيي چې افغانستان د سترواكيو هديره ده كه نه؟ په هر صورت زه وايم كه دې خلكو
پښتانه سم پېژندلي واى؛ نو له داسې تاريخي تېروتنو سره به نه مخامخ كېدل؛ ځكه نو د
پښتنو د قبيلوي جوړښت، فكر، تاريخي ميراثونو، دودونو او باورونو په هكله په لسگونو
كتابونو ته اړتيا ده چې نړېوال دا خلك سم وپېژني او وړ چلند ورسره وكړي.

چې
له دې اوږدې سريزې څخه تېر شم دا دى تاسو او د وردگو د واده د دود- دستور او بدلو
كتاب چې هيله ده په لوستلو يې د ستوماني احساس ونه كړي. لطفاً د كتاب له لوستلو
څخه وروسته خپلې نوې خبرې يا انتقادي نظريي له ليكوال سره شريكې كړي چې په
راتلونكو چاپونو كې يې په پام كې ونيسي او د تېر وتنو مخه ونيول شي.

په دې كتاب كې د وردگو د واده دود او بدلې راغونډ شوي؛ خو
په لمن ليكونو كې هغه توپيرونه راغلي چې نور پښتانه يې له وردگو سره لري او يا په
هغو حقوقي تعاملي رواياتو باندې خبرې شوې چې د پښتنو په قبيلوي ټولنه كې واك چلوي
او تر اوسه لا ډېر ځواك لري او وخت به وغواړي چې د ټولنې د اقتصادي بنسټونو د
بدلون، د ښوونې او روزنې د پرمختگ او د خلكو په اذهانو كې د مثبتو ټكو او نښو د
راڅرگندېدو له امله د پښتنو په ژوند، اندودنو او دودونو كې هم مثبت بدلونونه راشي
او اوسنۍ ستونزې يو څه كمې شي.

 

احسان الله ارينزى

 

 

 

 



 

 

 

 

 

 

ښځه په قبيلوي ژوند كې

 

ښځه د پښتنو په
قبيلوي ژوند او فرهنگ كې يو په زړه پورې بحث دى او د ژوند هر پړاو يې ځانته خپله
ښكلا او ستونزې لري. پښتانه لكه د جاهليت د وخت اعراب په خپل كور كې د گلالۍ لور
زېږدل ښه نه انگيري او (بد) يې بولي. ډېر پلرونه او ميندې د لور په زېږېدلو خپه
كېږي، خوږه نه وېشي، د ټوپكو ډزې نه كوي او مېلمستياوې او مېلې نه جوړوي؛ خو كله چې
همدا بېقدره بچۍ نېمچه پېغله شي، ساتنه يې گرانېږي. مور، پلار او د كور كلي نور
مشران يې څارو وي چې نجلۍ دا دوره په پېغلتوب حيا، عزت او پرده كې تېره كړي(
[1])
او پېغلتوب ته ورسي. پېغلتوب د يوې پښتنې نجلۍ په ژوند كې ډېر حساس او ژر
ماتېدونكى پړاو دى، دا وخت نجلۍ داسې وي لكه يوه سپينه پاڼه چې ژر رنگ اخلي، لكه
يو نازك چيني لوښى چې ژر ماتېږي او په پښتنو كې چې څه شى ډېر ارځښت لري هغه تاريخ
ته، ميراث ته، عنعنې ته، دودونو او نومونو ته وفاداره پاته كېدل دي. د پښتنو له
پاره د شرم او پېغور زغمل ناشونى دى او ټولې هڅې داسې وې چې هر څوك د پښتونولۍ د
اصولو په چوكاټ كې د عزت او حيا ژوند وكړي.

پښتانه د خپل
قبيلوي اشرافيت له مخې ځانونه اصيل بولي. اصيل خلك نور د ځان كفو نه بولي او په
دود دستور كې ځان ترې بېلوي. دا اصيلوالى په پښتنو كې د نارينه وو حق دى؛ خو د
اصيلو كورنيو او قبيلو ښځې هم اصيلي دي.

د پښتنو په
ژوند كې نارينه مطلق لومړى ځاى لري. نرينه، نارينه د دري (نر) اومذكر مفهوم لري.
نر په پښتنو كې د هغه صفاتو خاوند ته وايي چې د پښتونولۍ (پښتونواله) ټول صفات په
كې وي.

پښتونولي يا
پښتونواله ډېر ځانگړى او پراخه مفهوم لري او د پښتنو ټول عرف، عادات، عرفي تعاملات
او ټول مناسبات په ځان كې رانغاړي. پښتونولي د ټولو پښتنو گډ خصوصيت دى. په ختيځو
پښتنو كې پښتونولي او په لويديځو كې پښتونواله د قبيلي د ټولو ټولنيزو، اقتصادي،
سياسي او كلتوري ځانگړتياوو چوكاټ ته ويل كېږي.

كه د پښتنو
بېلابېلې قبيلي د جغرافيايي وېش له امله په خپلو دودونو كې يو څه توپيرونه لري؛ خو
د پښتنونولۍ مفهوم هر ځاى يو شى دى. د پښتونولۍ په حكم سړى له خپله ژونده تېرېږي؛
خو دا نه مني چې له پښتونولۍ څخه دې وېستل شي. مېړانه، مېلمه پالنه، ډوډۍ او
دسترخوان، عزيز گلوئ، غيرت(
[2]
د قبيلې او طن دود او دستور ته وفاداري، له دوست سره دوستي، له دښمن سره دښمني،
خپل حق او د بل حق پېژندل، د خپل ناموس ساتنه او د بل ناموس ته درناوى د پښتونولۍ
ډېر غټ او د منلو وړ عمومي احكام دي.

هر پښتون چې
پټكۍ (پگړۍ، دستار يا لونگۍ) وتړي او نارينه حساب شي، ځان په بشپړه توگه مكلف بولي
چې د پښتونولۍ ټول اصول په ځان تطبيق كړي او (پښتو) ولري. پښتو ژبه ده؛ خو د پښتنو
د قبيلوي تعاملاتو قانون، نرخ، رښتيا او حقيقت ته هم پښتو وايي.

پښتو (ژبه او
خوله هم همدا مفهوم لري) د پښتنو د ټولو هغه اخلاقو او سجاياوو مجموعې ته وېل كېږي
چې د تقدس په سترگه ورته كتل كېږي او هر قبيلوي سړى هڅه كوي چې د پښتو صفات په ځان
كې څرگند كړي او په نورو يې هم ومني.

كه څوك پاسني
صفات ولري، هغه ته پښتون وېل كېږي. پښتنه هم ځانته ډېرې ځانگړتياوې لري چې د
پښتونولۍ په عامو قوانينو كې څرگندې دي.

پښتانه وايي چې
(جنت گل) مېړه دى يعنى د ټولو قبيلوي حقوقو خاوند دى. د مېړه كلمه كنايتاً د
غيرتمن او زړور مفهوم هم وركوي. متل دى چې وايي چېرته چې مېړونه وي هلته كورونه
وي! د قبيلي غړي هم مېړه دى لكه چې وايي: د منگلو پلانى كام ټول دونه مېړونه لري.
دا عام مفهوم لري؛ خو كه څوك ووايي چې (جنت گل) د (گل اندامې) مېړه دى، مانا يې دا
كېږي چې (جنت گل) ښځه لري. ښځه هم همداسې عام مفهوم لري؛ خو كه وويل شي چې (گل
اندامه) د (جنت گل) ښځه ده، دلته ځانگړى مفهوم پيدا كوي او مانا به يې دا وي چې
(گل اندامه) پېغله نه ده، نكاح او واده يې كړى، مېړه لري او مېړه يې (جنت گل)
نومېږي.

ارتينه يا
ماندينه هم همدا مانا لري. ښځه، ارتينه يا ماندينه له حقوقي پلوه له مېړه نه ښكته
دريځ لري. ارتينه د تابع او كمزوره له پاره هم راځي.

ځينې كسان وايي
(پلانكى مې ارتينه هم نه ده!) په ختيځو پښتنو كې د (ماندينه) كلمه او په لويديځو
كې (ارتينه) د توهين له پاره ويله كېږي. په پلار واله قبيلوي ټولنه كې ښځه په كور-
كلي كې مطلق دويم ځاى لري او سرنوشت يې د ناليكلو قوانينو له مخې د پلار، ورور،
تره، مېړه، تربور، ملك، ملا او نورو نارينه وو (جرگه) له خوا ټاكل كېږي؛ خو په دې
حدودو كې د ښځې د درناوي مقررات هم شته.

په پښتنو كې به
د مېړه او ښځې بحث ته لږ دوام وركړو.

پښتانه پټكي په
سر تړي چې دا د نارينتوب علامه ده او هسكه شمله د غيرت نښه ده. مېړانه د غيرت بل
نوم دى. په قبيله كې كه څوك مېړانه نه لري هغه خپل حقوق هم نه شي ساتلاى. مېړانه د
پښتونولۍ غټ عنصر دى. پښتانه د مېړانې خاوند ته په درنه سترگه گوري.

په عوض كې ښځه
ټيكرى (ټكرۍ، څادر، شال، پړونى يا پوړنى) لري چې د پټكي په شان دروند دى. د درناوي
او عزت په ځاى كې پټكى او ټكرى يو شان بلل كېږي. ټيكرى په پښتنو كې سپېڅلى دى.
وايي پخوا به چې په قافلو كې ټيكري وليدل شول، نو غله به نه ورنژدې كېدل. كه ښځه د
قبيلوي جگړو ډگر ته ورشي اودواړو خواوو ته (پلو) ونيسي جگړه بندېږي. د ټيكري څنډې
ته پلو وايي. عام پښانه د ښځو شفاعت ته (پلو) 
وايي او ويل كېږي چې (پلو مينځ ته راغى) ؛ ځكه نو د عفوې او بښنې موضوع مطرح
كېږي. كه چېرته مدعيان خپل دښمن پسې واخلي او كومه ښځه په دې سړي پلو واچوي،
مدعيان حق نه لري چې ټك يا وار پرې وكړي او كه داسې وكړي د (پلو) د نه درناوي ستره
ناغه به وركوي().

له ټكري سره
جوخت د (پرده) خبره هم د يادولو وړ ده. د ښځو ټولې جامې پرده ده او پرده د شرم
معادل مفهوم هم وركوي. هغه څيزونو ته چې د يوه كور ښځې ځانونه د پرديو نارينه وو
له سترگو څخه الوينه ساتي پرده وېل كېږي. په پېښور كې كله چې يو نارينه د خپل كور
په داسې ځاى كې كار كوي چې د گاونډي كور ورته ښكاري لومړى په هغه كورونو غږ كوي چې
خويندو پرده وكړئ. يعنې زموږ له نظر څخه ليرې شي!

پښتنې چې كله
وړې وې او يا ډېرې مشرانې شي، له پرديو نارينه وو څخ مخ نه نيسي؛ خو كله چې نيمچه
پېغلې وې، په ځان باندې پېغلې وي، ناوې وي او لا د ځوانې او منځنۍ عمر ښايست ولري؛
نو له ټولو پرديو نارينه وو څخه مخ پټوي.

پښتانه د خپلو
نارينه وو مشرانو، ځوانانو او كوچنيو هلكانو او نجونو نومونه اخلي؛ خو د ځوانو ښځو
او پېغلو نجونو نومونه د نارينه وو په ټولي كې نه اخلي. مشرانې ښځې او كوچنۍ نجونې
په دې استنثى كې نه راځي.

پښانه ښځې ته
(تورسرې) هم وايي. كله چې د داسې ښځې سر سپين شو؛ نو بيا سپين سرې بلل كېږي چې د
ميندو، ترورگانو، د ترو د ښځو، ماما ناوې گانو او نورو په بڼه د درناوي وړ وي او
خلك يې لاسونه ښكلوي.

لكه چې وينو
ښځه د پښتنو په ژوند كې دوه گوني انځور لري، ځان ته بايد ډېر پام وساتي، جنگونه او
قتلونه پرې كېږي، كه په چا د ساتنې پلو وغوړوئ، د هغه سړي ژوند له خطره ساتل كېږي،
كه د جگړې ډگر ته ننوځي او پلو ونيسي، خلك ماشې پرېږدي او جگړه ودرېږي؛ خو بله خوا
بيا ډېره بېقدره ده، نجلۍ ده، پېغله ده، ښځه ده، دويم درجه حسابېږي. په زېږېدو يې
څوك نه خوشاله كېږي، په ځوانۍ كې بايد په كلكه وساتل شي، په پيسو خرڅه شي، بوډا ته
واده شي، په بن وركړ شي، ماشوم ته كينول شي، هره روځ كنځلې واوري، ووهل شي، راز-
راز كړاوونه وگالي؛ ځكه چې ښځه ده او په پښتنو كې ډېر ځاى نه لري!

يو وخت ما يو
پښتو فلم وليده، په يو ځاى كې له ډېرو خونړيو جگړو وروسته يوه مشره ښځه چيغې وهي او
وايي دريغى خداى په پښتنو كې ښځه نه واى پيدا كړې! په وردگو كې متل دى چې وايي(ښځه
د خوړ شگه ده، يو غورځوه، بله رااخله) دلته گورو چې نارينه فرهنگ ښځه څومره ذليله
كړې ده، له همدې امله ډېر داسې كسان چې په خپله په ډوډۍ نه وي موړ، دويمه او
درېيمه ښځه كوي او هغه ستونزې او كړاوونه زياتوي چې په پېړيو- پېړيو يې پښتنه
ټولنه ځورولې ده.

لنډه دا چې
تاسو گران لوستونكي به په پښتنو كې د ښځې د موقعيت يو تت غوندې انځور په دې كتاب
كې ووينئ.

د پښتنو د
سباني نيكمرغه ژوند د جوړولو له پاره په كار ده چې د ټولنې د نيم وجود دا تت انځور
له تيارو څخه ويستل شي او د ژوند د جوړولو د نيم فعال وجود په توگه په رسميت
وپېژندل شي او كار ورسره وشي چې هغه خپل ځان، خپل دريځ، خپل موقعيت او خپل رسالت
په ښه توگه درك كړي او په انساني ټولنه كې خپل درانده مسووليتونه سرته ورسوي.

لكه به چې
وروسته د كتاب په متن كې په ډاگه شي، پښتنو ښځو چې اكثريت يې په كليوالو سيمو كې
بېسواده هم دي، د هغه مظالمو په وړاندې چې د قبيلوي ژوند د اند دود له مخې په دوى
شوي، كراره نه دي ناستې او د خپل زړه خبرې يې د شعر په ښكلې ژبه بيان كړې دي.

د واده بدلې يا
د ښادۍ بدلې د دې كتاب د ملا تېر جوړوي، ځنې نورې چې كاكړ يې چغيان يا انگۍ بولي
هم په ښځو باندې د تاريخ او نارينه دود د مظالمو د شاهد په توگه راوړل شوې دي او
هغه لاملونه هم د كتاب په پاڼو كې په گوته شوې چې څنگه بېسواده ښځو د شعر ژبه
تانده ساتلې او خپلې ناوېلې خبرې يې په شعر كې ابدي كړي دي.

لكه چې مو مخكې
هم وليكل د دې كتاب د ليكلو لومړنى فكر استادانو حبيب الله رفيع او زلمي هېوادمل
ته ځي. استاد رفيع د اوسنۍ بيا كتلو له پاره ښايسته ډېر كتابونه هم راكړي وو،
ښاغلي احسان الله مومند د كتاب د كمپوز او سمون په كار كې ډېر زيار گاللى دى، زه دوى
ټولو او د الاذهر د خپرندويه موسسې خاوند ښاغلي عبدالحى ته د زړه له كومي كور
ودانى وايم چې دا كتاب يې تر تاسو ښاغلو لوستونكو پورې ورساوه. هيله ده چې په
پښتنو كې د ښځو د حقوقي او قبيلوي موقعيت د ځاى د معلومولو په هكله دغه كتاب د
راتلونكو اساسي څېړنو د بنسټ په توگه، خپل لوړ ځاى ومومي او د مينه والو د پام وړ
وگرځي.



د ښادۍ بدلې كله او چېرته مينځ ته راغلي دي؟

په
نړۍ كې هره غټه، كوچنۍ، پرمختللې او يا وروسته پاته ژبه دوه ډوله ادبي پنځونې
(ايجادات) لري. يو كتابي او بل شفاهي ادبيات. په افغانستان كې دري ژبه بډايه كتابي
يا ليكنې(تحريري) ادبيات لري، دا ځكه چې دا ژبه له پخوا څخه په ښارونو كې ويل
كېده، د كار او كسب ژبه وه، په دربارونو كې منلې وه، امراوو او سلاطينو به يې په
لسگونه او سلگونه شاعران ساتل او هغوى ته به يې خلعتونه وركول. لنډه دا چې دري ژبه
د دربارونو، بازارنو، مدارسو او كارباريانو ژبه وه؛ خلكو كتابونه پرې ليكل او نورو
لوستل او له همدې امله له پخوا څخه ډېر مكتوب ادبيات لري او دا زموږ له پاره د
وياړ خبره ده. بله خوا پښتو بيا له دربارونو، ښارونو، اباديو او تعليمي مراكزو څخه
ليرې، د غرونو په لمنو كې د پښتنو د ژوند ژبه وه او هغه ځايي خلكو او كوچيانو به
پرې خبرې كولې چې له تمدن او اوسني مدنيت څخه ليرې پراته وو او ډېرى وخت به يې په
خپلمنځي او يا نورو سترو او كوچنيو دولتي جگړو كې تېراوه او سوبې به يې كولې.
طبيعي خبره ده چې د دغه راز خلكو شفاهي ادبيات ډېره وده كوي او دوى د خپل ژوند
سوبې، برياوې، ستونزې، كړاوونه او ښكاره او 
پټ احساسات د شعر په ژبه بيانوي او په دې توگه د خپل زړه بړاس وباسي او يو
له بل سره عاطفي اړيكې نيسي.

د
پوهانو په عقيده پښتو شفاهي ادبيات گڼې څانگې لري. د دغه ادبياتو په تخليق كې ښځو
او نارينه ؤ دواړو برخه اخيستې ده او كه له انصافه تېر نه شو، په دغه ادبياتو كې د
نجونو او ښځو ونډه زياته او تله درنه ده. د ښادۍ بدلې هم له همداسې ځانگړو سندرو
څخه دي چې د واده يا ښادۍ د مراسمو په بېلابېلو مهالونو كې د ښځو او نجونو له خوا
ويل كېږي. بابولالې او ځنې نورې سندرې د تصنيف له پلوه د همدې بدلو په ډله كې د
مطالعې ځاى لري چې هيله ده يوه روځ پوهان او څېړونكي دغه تشې ته ځير شي او د خپلو
خلكو د احساساتو او عواطفو د ښې او بشپړې پېژندگلوي له پاره، د همدې سندرو په
تحليلي څېړنه لاس پورې كړي او د پښتنو د ژوند او فكر په هكله نوې لاس ته راوړنې
ولري.

د
ښادۍ د بدلو د پيدايښت د وخت  او ځاى په
هكله تر اوسه ډېرې ژورې تاريخي او ادبي څېړنې نه دي شوي او په دې برخه كې كوم غوڅ
نظر نه دى وړاندې شوى. استاد حبيب الله رفيع په دې هكله ليكي: (د بابولالو د پيدا
كېدو وخت يقيني نه دى ښكاره؛ خو داسې برېښي چې خورا لرغونې سندرې دي او پښتنو د
خپلو ودونو او ښاديو په وخت كې ويلې او وايي يې(
[3]). د
استاد خبره په ځاى ده چې دا بدلې ډېرې پخوانۍ دي؛ ځكه د نړۍ پخوانيو او منځنيو
انسانانو د خپلو غمونو، ښاديو او نورو ژوندنيو چارو له پاره په خپله سويه دودونه
رامينځ ته كړي او د ځنيو هغو له پاره يې بيا چيغې، غږونه يا لږ منظمې سندرې او
بدلې جوړې كړې دي. له همدې امله په ډاگه ويلاى شو چې په پښتنو كې ودونه، دودونه
لري او دودونه سندرې چې ډېرې خوږې او په زړه پورې دي او په دې كتاب كې به پوره
خبرې پرې وشي.

استاد
حبيب الله رفيع په همغه پاڼه كې ليكي: (… همدا رنگه د دې سندرو له ژورې كتنې څخه
دا ښكاري چې بابولالې به هم لكه لنډۍ او د اتڼ نارې لومړى په كندهار او شا او خوا
كې ويل شوي او بيا
وروسته به يې په نورو پښتنو
كې رواج موندلى وي(
[4]). دلته محترم استاد د
ښادۍ د بدلو د ځاى په هكله لومړنى نظر وړاندې كړى دى. همدا خبره (د پښتو د ولسي
ادب لارې) د كتاب محترم مولف هم تكرار كړي او ليكي: (ځنې بابولالې 7-8-9-10- تر 13
پورې سيلابونه لري؛ خو هغه دومره لرغونى نه دي او معلومېږي چې د بابولالو د ټاټوبى
كندهار مال نه دى)(
[5]). د كوټې فاضل اديب
محترم سيال كاكړ ليكي (د ښادۍ بدلې د لوى كندهار په تاريخي خاوره كې پيل شوې او
بيا يې د وخت په تېرېدو پراختيا موندلې ده…) (
[6]).

پاسنيو محترمو استادانو پرته له دې چې د لوى كندهار په
تاريخي خاوره كې د ښادۍ د بدلو د پيدايښت په هكله تاريخي، جغرافيايي يا ژبني دلايل
وړاندې كړي، كندهار د خپل تاريخي او كلتوري بډايتوب د ارزښت له امله د ښادۍ د بدلو
لومړنى ټاټوبى بللى. په داسې حال كې چې دا خبره ډېرو ژورو تاريخي، اركيالوجيكي
انتروپالو جيكي، جغرافيايي او ادبي مستندو څېړنو ته اړتيا لري چې پيلامې يې همدا
اوس تر سترگو كېږي.

په
دې برخه كې يو مثال هم شته، ډېر وخت داسې فكر كېده چې د ادم خان او درخانۍ كيسه په
كندهار كې تېره شوې ده، حال دا چې د كيسې اصلي تاټوبى له كندهاره ډېر ليرې، د
يوسفزو د قام د سوات دره ده او له هغه ځايه په ټولو پښتنو كې خوره شوې ده(
[7]).

ښايي
دې فاضلو استادانو به دا خبره ځكه كړې وي چې لوى كندهار له پېړيو- پېړيو راهيسې
زموږ د گران هېواد افغانستان د سياست، فرهنگ او ادب په هسك كې وتلى ځاى لري.
نوموتى او ډېر لرغونى (منډيگك) هلته پروت دى، هلته ستر- ستر ادبي بهيرونه مينځ ته
راغلى دي. هلته د هوتكي او دراني شاهانو په څېر علم پالونكي مشران اوسېدلي، هلته د
نارنج ماڼۍ ودانه شوې، هورې پټه خزانه ليكل شوې او په لسگونو ستر شاعران،
ليكوالان، مورخين، محدثين، واعظين او عرفا تېر شوي دي؛ خو ولسي ادب د خبرو له پيل
سره پيلېږي او تاريخ يې د بشر د لومړنۍ ژبې د فورم د جوړېدو وخت ته رسېږي او له كتابي ادب، خط او نورو پرمختياوو سره
ډېرې اړيكې نه لري. د دې په څنگ كې امكان لري چې په يوه ټاكلې سيمه كې د ليكني
ادبي غورځنگ له پياوړتيا سره جوخت او د اذهانو د عمومي پرمختيا له لارې د ولس
شفاهي ادب هم وده وكړي او نوې څانگې ومومي؛ خو دا خبره هلته د ولسي ادب د كومې
څانگې د حتمي زېږېدو دليل نه شي كېداى. په پښتنو كې ډېر داسې خلك شته چې ليكلى ادب
يې كمزورى دى، لكه كوچيان؛ خو شفاهي ادب يې بډاى، هر اړخيز او په زړه پورې دى. هغه
ښكلې لنډۍ چې كوچيانو پېغلو او زلمو د لرې پښتخوا او هلمند په لارو كې ويلي، هومره
ځواك لري چې سارى يې د نړۍ د پرمختللو هېوادنو په ادبياتو كې نه ليدل كېږي
:

پاس
په كمره ولاړه گله

نصيب
د چا يې اوبه زه درخېژومه

*

ما
د كوچۍ له عُمره ځار كړې

چې
سبايي اور يې بلېږي، دوى ترې ځينه

*

كه
په ميوند كې شهيد نه شوې

خدايږو
لاليه بې ننگې ته دې ساتينه

*

ليلا
په باغ كې سره مڼه شوه

نه
ورختى شم نه يې باد را غورځوينه

 له همدې امله ويلاى شو چې د ښادۍ بدلې د پښتنو
نجونو او مېرمنو له خوا په سلگونو كلونه مخكې رامينځ ته شوي او اوس د ټولو پښتنو
گډ وياړ بلل كېږي.

د ښادۍ په بدلو كې تاريخي پېښې او تاريخي نښې

پښتنو ښځو خپل ودونه، له كلونو- كلونو راهيسې د ښادۍ په هغه
بدلو ښايسته كړى چې د دوى په مينځ كې په ډېره ساده گۍ او د ژوند چارو د يوه منطقي
انعكاس په توگه زېږېدلى دي. دا بدلې د واده له دود دستور سره يو ځاى د پېړيو په
پوړيو كې له يوې سينې څخه بلې ته او بيا تر موږ پورې رسېدلي دي.

لكه
چې د مخه وويل شول د ښادۍ د بدلو د پيدايښت د اټكلي ځاى او نېټې د ټاكلو چاره لا
بشپړه شوې نه ده؛ ځكه دا بدلې له يوې خوا ټاكلي ويونكي نه لري او له بله پلوه د
تطابق ستر قابليت لري او ژر په هر ځاى كې منل كېږي او خپلې لهجوي
(گړدوديزې)ځانگړتياوې له لاسه وركوي.

ښايي
پخوا به داسې په سلگونو بدلې وې چې په هغو كې به د ټاكلو سيمو، پېښو، كورنيو او
اشخاصو نومونه ياد شوي وو چې اوس په هغو كې توپير راغلى او ځاى يې نويو زماني او
مكاني ظروفو ته پرېښى دى. د ښادۍ په بدلو يا بابولالو كې هر كور- هر كلى او هره
سيمه خپل ځاى لري. چې كله واده جوړ شي هرڅوك خپل- خپل كسان ستايي، په بل واده او
بل ځاى كې بيا همدا بدلې د نورو كسانو او سيمو له پاره ويل كېږي او د وخت په
تېرېدو سره يې په مضمون كې بدلون راځي او نوې- نوې خبرې په كې زياتېږي. د مثال په
ډول دې بدلې ته وگورئ:

ناوې سترګې
پټې كړه ده(
[8])
تورې

سبا به
(امان جان) ځواني پې گورې

دلته د
(سبا) په ځاى د (بېگه- بېگا) او د (….جان) په ځاى (گل مرجان)، (هارون خان)،
(مستو خان) يا بل هر نوم راتلى شي. له همدې امله د بدلو د داسې بېلگو موندل چې ډېر
تاريخي قدامت ولري، دروند يا ناشونى كار ښكاري؛ خو بيا هم ځنې داسې نښې نښانې شته
چې د بدلو لرغونوالى څرگندوي لكه:

د سوندرو
لير يې جوړه په تندي كه

يا: د چندڼو
لير يې تېره په تندي كه

د (پلاني)
ناوې يې جوړه كاغذي كه(
[9])

فكر
كوم دا بدل له اسلام څخه د مخه  افغانستان
د ښځو د ولسي شفاهي ادب يوه څرگنده بېلگه ده. د سوندرو وهل د هندوانو دود و چې اوس
هم په كې ژوندى دى. په  هندوانو كې پېغله
نجلۍ په ټنډه(وچولي) باندې يوازې د يوه سره خال د وهلو حق لري او د خپل تندي د
وېښتانو په مينځ كې د سوندرو (يو ډول سور پودر چې په اصل كې له چنډن يا صندل څخه
جوړېږي) لار نه شي تېرولاى؛ خو  كله چې دا نجلۍ ودېږي؛ نو ښځې يې په تندي باندې
د سوندرو كرښه باسي.
ښاغلى محمد عارف غروال د دې بدلو نورې بېلگې هم وړاندې
كوي.

زموږ
له ښو زومانو بخت دى

(پلانۍ)
د چندڼ ونه                       (پلاني)
يې زربرخ دى

*

ناوې
سره خالونه كېږده

په
(پلاني) پسې راووزه                  د
همزولو مينه پرېږده

*

ناوې
سره خالونه كېږده

د (پلاني) كره چې ورسې                  پر لېورو ښه نومونه كېږده([10])

اوس كه په
يوه بدله كې د سوندرو يادونه وينو؛ نو فكر به وكړو چې دا بدل په هغه وخت پورې اړه
لري چې په اوسني افغانستان كې پخوانيو اريانانو بېلابېلو مذاهب پالل او اسلام لا
دې سيمې ته نه و رارسېدلى. په دې توگه وينو چې د پخوانيو خلكو يو دود چې هندوانو
ورسره اوسني هندوستان ته وړى، د ښادۍ د يوې پښتو بدلې په چوكاټ كې تر موږ پورې
رارسېدلى دى.

له
پېړيو- پېړيو راهيسې پښتنو نجونو سوندر نه دى وهلى؛ ځكه چې د يوه حاكم دين په
قلمرو كې د شړل شوي، مردود او يا نسكور دين كړه وړه حرام بلل كېږي. پښتنو هم له
اسلام څخه وروسته ورو_ ورو خپل پخواني اندودود (طرز تفكر) له لاسه وركړى او ځانونه
يې له نويو شرايطو سره برابر كړي دي. له همدې امله موږ وينو چې پښتنو ښځو او نجونو
د سرو خالونو او سوندرو وهل پرېښي او په ځاى يې شنه خالونه پيل كړي؛ خو په بدله كې
همغه پخواني دود ته اشاره خوندي پاته شوې ده.

له
بله پلوه په هغه دودونو كې چې دا سندرې ورته وېل كېږي، د ځينو ډېرو لرغونو او
تاريخي دودونو نښې ژوندۍ پاته دي، يقيننا چې پخوا به د همدې دودونو له پاره ډېرې
ښكلې او په زړه پورې بدلې وې؛ خو د دود په بدلېدلو سره سندرې هم بدلې شوې او نوې
بڼه يې خپله كړې ده. د مثال په توگه كله چې په ډېرو پښتنو سيمو كې ناوې خپل نوي
كور ته ورسي، لومړى نغري، تناره يا په بله ژبه د اور ځاى ته بېوله كېږي او هلته
ايرو ته لاس ښكته كوي ځينې خلك وايي چې دا دود له پلاره او نېكه نه راپاته دى؛ خو
كه ښه ورته ځير شو دا د پخوانيو اريايانو د مذهبي مراسمو او ديني عباداتو يوه نښه
ده چې د اوسنيو پښتنو په ودونو كې لا تراوسه ژوندۍ پاته ده. پخوانيو اريايانو اور
ته د يوه سپېڅلي موجود په توگه په درنده سترگه كتل او هغه يې لمانځه. ان تر دې چې
د زردشت په مشرۍ د اور لمانځنې يو بېل مذهب جوړ شو او دى يې د مشرتابه دريځ ته
ورسېده(
[11]).

د
(ديانت زردشتي) كتاب په زردشتيزم كې د اور د ارزښت په هكله ليكي چې اور له ډېرو
پخوانيو وختونو راهيسې په اريايانو كې د درناوي او لمانځنې لوړ دريځ درلود او
زردشت په خپلو ښوونو كې سپېڅلى بللې. كه څه هم چې د پېړيو په تېرېدنگ سره د
زردشتيانو ډېر پخواني دودونه له مينځه تللي؛ خو د اور درناوى او د هغه د دودونو او
ادابو رعايت تر اوسه لا هم په خپل پخواني حالت پاتې دى او د پخوانيو دودونو د
پاللو ښه بېلگه په لاس وركوي.

په
زردشتيانو كې درې ډوله اور شته چې د درجې او درناوي له مخې خپلې- خپلې سپېڅلتياوې
او دندې لري(
[12]).
دا چې د تناره او نغري اور په كومه درجه كې دى چې ناوې هلته د درناوي له پاره
ورځي، ډېر اوږد بحث غواړي چې له دغه ليكنې سره اړخ نه لگوي او ژورې څېړنې غواړي.

همدا
شان له واده څخه دوه- درې روځې مخكې او په تېره بيا د واده په شپه د وردگو پښتنو
په كلي- كور كې د واده د خوښۍ اتڼ جوړېږي او په هغه كې ځوانان څڼې او مټې غورځوي.
د دې اتڼ د كړۍ په مينځ كې د لرگو د سترو- سترو برغنډونو (كنده) اور بلېږي. ظاهرا
دغه اور د رڼا له پاره وي؛ خو كه ښه ورته ځير شو دا د پخوانيو اريانانو هغه
لمانځنه ده چې تر اور به چاپېره گرځېدل او درناوى به يې په ځاى كاوه.

همدا
شان په وردگو كې ځينې ميندې خپلو ماشومانو ته وايي چې په ايرو پښه مه ږدئ چې
پيريان لري. دا په حقيقت كې ايرو ته، د اور د پاته شونو په توگه يو درناوى دى او
ښځې خپلو ماشومانو ته لارښوونه كوي چې په ايرو مه گرځئ يعنې تر پښو يې مه لاندې
كوئ. پښتانه په هغه ځاى چې اور بل شوى وي، متيازې كول لويه گناه گڼي(
[13])

په
وردگو كې ښځې د تناره ايرې يو ځاى ټولوي او بيا يې نارينه پټيو ته وړي او د ښورې
په توگه يې له خاورو سره گډوي.

په
منگلو كې مشرانې ښځې د كور نجونو ته وايي چې د اور له بلولو څخه مخكې، نغرى ښه پاك
كړي. دا نجونې بايد له نغري څخه د پخوانيو ايرو د جارو په وخت كې څو ځلې بسم الله
ووايي. د دوى په اند په دې ايرو كې پېريان او نور درانه شيان پټ وي چې كه په عذاب
شول، په ټول كور باندې سيورى غورځوي او زيان پېښوي. كه څوك داسې ونه كړي؛ نو په
زړه كې كركه ورته پيدا كېږي او ځورېږي. ځنې منگلې نغري په جارو نه؛ بلكې په ټوټه
پاكوي(
[14]).

اور
ته د اريايانو د درناوي تر څنگ چې په اوسنيو پښتو كې هم ليدل كېږي داسې بېلگې هم
شته چې په دې خلكو كې د  لمر د لمانځنې د
لرغونتيا نښې وړاندې كوي. د لمر لمانځنه چې يو بودتون يې په خيرخانه مينه كې ميندل
شوى، پخوا د كابل- سجاوند او زابل تر مينځ دود وه.

دې بدلې ته
وگورئ!

مازديگر دى
ښېرې مه كړه

ته به د ناز
ښېرې كوې رښتيا به شينه

د
دې خبرې مانا دا ده چې مازديگر مهال چې لمر د ډوبېدو خوا ته روان وي او د لمر
پالونكو د عبادت وخت وي، چاته ښېراوې مه كوي چې قبولې به شي او زيان به ورسي. په
پاسنۍ بدله كې مين خپلې مينې ته وايي چې ته به مازديگر د ناز ښېرا كوې؛ خو هغه به
رښتيا شي او دواړو به د بېلتون په اور وسوځو او يا به كوم بل زيان پېښ شي.

د
دې په څنگ كې يوه بله خبره هم شته چې وايي سهار او ماښام چې لمر راخېژي او يا
ډوبېږي لمونځ سم نه وي. دا يوه ډېره په زړه پورې خبره ده او ژوره څېړنه غواړي؛ ځكه
مسلمانان سهار او ماښام لمنځونه كوي، د سهار لمونځ داسې وخت وي چې لمر لا نه وي
ختلى او د ماښام لمونځ داسې وخت كېږي چې لمر لوېدلى او لږ تياره خوره شوې وي. دا
چې مسلمانان وايي د لمر د راختو او پرېوتو په وخت كې لمونځ مه كوئ، سمه خبره ده؛
خو دا د لمر له لمانځنې سره هم لږ اړخ لگوي؛ ځكه چې په دې وخت كې د لمر پالونكي د
لمر په عبادت بوخت وي. په پښتنو كې د اسلام د ستر دين د پاللو تر څنگ، دا د نورو
پخوانيو گرهو پالنه ډېره په زړه پورې ده او ژوره څېړنه غواړي. هيله ده چې يوه روځ
پوهان دې تشې ته ځير شي او د خپلو خلكو د ښې پېژندگلوئ له پاره هر اړخيزه څېړنې
وكړي.

د  ښادۍ بدلې د ښځو
د محروميت ازانگې:

د
تاريخ مطالعه داسې څرگندوي چې په نړۍ كې د لومړنيو انساني ټولنو له جوړېدنگ څخه
وروسته بيا د فيوډالي ټولنو تر ړنگېدلو پورې، د وسايلو د كموالي يا نشتوالي، د
ښوونې او روزنې د نشتوالي او وروسته بيا لږوالى او نا اغېزمنتيا، د ډول- ډول عقايدو
د زور زياتي او په انسانانو كې د مساواتو، عدالت او قانونيت د كمزورتيا له امله په
ښځه باندې ظلم شوى او په ډېرو وختونو او ځايونو كې د راز- راز كړاوونو له امله
ځورېدلې ده.

د
افغانستان په پخوانيو دورو كې د ښځو د حالت، ژوند او حقوقو په هلكه ډېرې څېړنې نه
دي شوي او ډېر شيان په تيارو كې پټ پاته دي. د هېواد تكړه سياسي شاعر او نوميالى
ليكوال  ښاغلى سليمان لايق ليكي: (په
اريايي ټولنه كې پر ښځه باندې د نارينه د حاكميت او زورواكي زړه دردونكى دوره تېره
شوې ده. ښځه به د مېړه له مړي سره يو ځاى اور ته اچول كېده)(
[15]).
دې ناوړه دود ته په اوسني هندوستان كې(ستي كېدل) وايي. داسې ښكاري چې دا دود هغه
وخت دلته عام و چې اسلام لا  دلته ته نه و
راغلى او دلته د هندويزم، بودايزم او نورو كوچنيو مذاهبو راج چلېده. وايي چې اوس
هم د هندوستان په ځينو ليرو پرتو سيمو كې، هلته چې د مذهب احكام په ډېر شدت تطبيق
كېږي، ښځه كه څه هم چې ډېره ځوانه او حتى د نامزادۍ په دوره كې وي، د خپل مېړه له
مړي سره يو ځاى سوزول كېږي. د هندوستان په ښاري سيمو او يا په هغه كليو كې چې لږ
مدني شوي، دا دود اوس له مينځه تللى؛ خو اوس هم كونډه ښځه، كه څه هم چې پېغله وي د
بل مېړه حق نه لري. ويل كېږي چې له نن څخه دوه پېړۍ مخكې (1830 م) د هند د (مراوا)
له شهزاده سره چې په 80 كلنۍ كې مړ شوى و، د هغه 47 ښځې سوځول شوې دي. منبع وايي
چې دا ښځې لومړى د لرگو په برغنډونو باندې اوږدې- اوږدې پريوتې، خو كله چې د اور
لمبې تر دوى تاو شوې، نو چيغې يې ووهلې او هڅه يې وكړه چې وتښتي؛ خو خلكو بېرته
نيولې او اور ته يې غورځولې. له دې سترې پېښې وروسته د هند انگليسي حكومت په داسې
وروسته پاتې دودونو بنديز ولگاوه(
[16]).

په پښتو كې
داسې لنډۍ شته:

ورك
شې بېلتونه غم زرغونه

سوي
داغونه راكوې ستي دې كړمه

ستا
په يارۍ كې تومتي شوم

په
اور ستي شوم څوك مې خوا له نه راځينه

*

گودر
دې ونيو تومتي شوم

په
اور ستي واى تومتي نه واى مينه

*

مورې
ستي شې پلاره ومري

زه
د نيكه په كټ كې خاورې ايرې شومه(
[17])

ستي Sati يو 
سانسكريت ويي دى چې د ښې ښځې، مېرمنې او هغه وفاداره ښځې مانا لري چې د خپل
مېړه له مرگه وروسته ځان سيځې.

ستي همدا
راز پاك لمنې مېرمنې او مخلصې ښځې ته هم ويل كېږي. هغه دود ته هم ستي ويل كېږي چې
په هغه كې ښځه ځان له خپل مړه خاوند سره يو ځاى سيځي. صايب تبريزى وايي.

چون زن هندى
كسى در عاشقى ديوانه نيست

سوختن بر
شمع كشته كار  هر پروانه نيست

خوشال خان
خټك وايي:

چې په يار
پسې روغ ځان سيزي په اور كې

زه په دا
رسم مين يم د هندوانو(
[18])

د (ستي) له
احكامو سره سم به هره كونډه د خاوند له مړي سره يو ځاى اور ته اچول كېده، په ځنيو
نورو لرغونو مذاهبو كې به مړى د سېځلو پر ځاى خاورو ته سپارل كېده، دلته به ښځه له
خاوند سره ژوندۍ گور ته سپارل كېده. دې عنعنو غالبا په هندي اريايي قبايلو او
عشايرو كې زيات دوام كړى دى. دا لنډۍ وگورئ: چې روح يې پښتون دى، جوړښت يې پښتون
دى او د يوې داسې پښتنې د زړه اواز باله شي چې مرگ غوره بولي، ځكه چې نور يې په
زوره ښخوي.د ټولنې دود يې گور ته لېږي او د زمانې جبر يې په ژوندوني خاورو ته
سپاري.دا به د هغه وخت د پښتنو بدله وي چې دوى هم خپلې خويندې- لوڼې ستي كولې او
يا ژوندي ښخولې! كه  داسې نه واى نو دا  بدلې له كومه كېدې؟ بدل خو د هغه پېښو او
دودونو له پاره جوړېږي چې وي او پالل كېږي. كه كوم دود په يوه كام (قوم) كې نه وي
بدل هم نه ورته جوړېږي. دا لنډۍ په ډاگه ښيي همغسې چې يو وخت پښتني ستي شوي، له
خپلو مېړونو سره ژوندي هم ښځې شوې دي!!؟ چې بېرته همغه پخوانۍ خبره تكرار كړو، كه
كومه پښتنه ژوندي نه واى ښخه شوې، نو نورو پښتنو ښځمنو به دا بدله نه ورته جوړوله،
لكه د ډېرو نورو هغه دودونو له پاره چې په پښتنو كې نشته او بدلې هم نه لري.

ما
وې چې مرگ به مې پرده شي

اوس
مې په ژوند گور ته ليږي چنيجي مې خورينه

په ستي
كېدلو يا ژوندي ښخېدلو سربېره ښځه له پېړيو- پېړيو راهيسې د افغانستان د اوسنۍ
خاورې په نژدې ټولو ځايونو او په تېره بيا په پښتني سيمو كې له جسمي او فكري پلوه
تر (نارينه) كمزورى او عاجزه بلل كېږي او د سرنوشت ټاكنه يې د نارينه ؤ په لاس كې
ده او د ښادۍ بدلې همدا حالتونه د عاميانه شعر په ژبه بيانوي. د ښادۍ بدلې د ښځو د
احساساتو، عواطفو، دردونو، رنځونو، كړاوونو او انگېرونو ډېره ښه ترجماني كوي او
هغه د ډېر خواږه او ظريف بيان په موسيقي كې وړاندې كوي.

د ښادۍ بدلې
كومه ښكاره شاعره نه لري. داسې نه ده چې يوه لوستې پښتنه شاعره دې ناسته وي او د
ښځو د ژوند د داسې يوه ځانگړي پړاو په هكله دې شعر وليكي چې د هغې په ټول وړاندني
او وروستني ژوند اغېزه لري. دغه د وېرې پړاو واده دى چې كله نا كله د يوې ښځې ذهن
په ټول ژوند كې مصروف ساتلى شي. د داسې ښځو د پېغلتوب ذهن ځكه په دې خبره ډك وي چې
هغه د يوه انسان په توگه، د خپل ځان او خپل راتلونكي په هكله څه فكر كوي؟ او له
واده څخه وروسته ذهن خو په هغه ناخوالو ډك وي چې دا ښځه ورسره مخامخ كېدونكې وي؛
نو ټولې پښتنې نجونې او ښځې په يوه ډول نه، يو ډول د ښادۍ د بدلو يا بابولالو په
جوړولو كې ونډه لري. هغوى چې د ژوند ناخوالو، اقتصادي ستونزو، په سيمه، كلي او كور
كې د (نارينه قانون) چلند دې ته اړ كړى چې د خپلو احساساتو د بيان له پاره شعري
ژبه وچلوي او هغه څه چې په عادي ژبه خپل ورور، پلار، خاوند، ملا، ملك، خان او نور
حاكميت ته نه شي ويلى د شعر په ژبه بيان كړي. شرايط داسې جوړ شوي چې په پښتنو كې د
ژوند قبيلوي واكمنۍ د نارينه ؤ هغه جمعي عواطف او احساسات تر ستوني نيولي چې خپلو
ميندو؛ خويندو، مېرمنو او لورانو ته اجازه وركړي چې د موجوده شرايطو په هكله د
اعتراض خوله پرانيزي او څه دې ووايي؛ خو شعري بيان ښځو ته دا وخت وركړى چې خپلې
ناوېلې خبرې د شعر په ژبه ووايي او خپله چېغه تر نورو پورې ورسوي.

هغه
ستونزې او شرايط چې د پښتنو ښځو ژبه يې بنده كړې ده، اوس هم په لږ او ډېر توپير په
ډېرو سيمو كې شته. ډېرو پښتنو د پېړيو په اوږدو كې له خپلو خويندو، لورانو او
مېرمنو سره د ميراثي مال په توگه چلند كړى دى، په ډ  ېرو پښتنو كې ښځه لا تر اوسه هم د خپل ځان واك
نه لري. پښتانه اوس هم ښځه په ښځه بدلوي(د بدل واده)، ښځې د كورنيو او قبايلو تر
مينځ د بديو د ختمولو له پاره د عوض په توگه وركوي(د بد واده)،كونډې ښځې په زور
ودوي،  نجونې په بن وركوي، نجونې مشرانو او
بوډاگانو ته وركوي، په نجونو پيسې (ولور) اخلي، نجونې پيرانو او حضراتو ته په نذر
كې وركوي( ډېر لږ) او پېغلې نجونې د ماشومانو په نامه كينوي. پښتانه پلرونه اوس هم
زوى په لور(ښه) بولي، د زوى په ږېزېدو ډمان كينوي، پسونه حلالوي، ډزې، مېلې او
لگښتونه كوي؛ خو د لور په زېږېدو خپه كېږي او ان دا چې د لور مباركي ځان ته پېغور
گڼي. په ډېرو پښتنو كې ښځې د كور او زمكې د كار درانه پېټي وړي؛ خو د مينې او ښكلا
خوښونې حق يې وژل شوى او د حاكمو شرايطو له امله په پرله پسې توگه ځپل شوى او د
مودو- مودو چېغې يې په ستوني كې ايسارې پاته دي.

لكه
مو چې د مخه هم اشاره ورته وكړه پښتنو ښځو د شعر وسله پورته كړې او د خپلو خبرو له
پاره يې د ميندو سندرو، ساندو، لنډيو، د ښاري بدلو او … ته مخه كړې ده. ښځې د
ښادۍ په بدلو كې د خپل محروميت غږ جگوي او د ټولنې له ستم څخه پرده پورته كوي.

د
ښادۍ بدلې د پښتنو ښځو د سرو او ژړېدونكو سترگو هغه بهېدونكې اوښكې دي چې د پښتو د
بډاى ولسي ادب سمندر ته ورگډېږي او د ښه ژور او دقيق علمي كار په نتيجه كې موږ ته
له اريايي دورې څخه بيا تر اوسه د ښځو د ټولنيز دريځ په هكله ژور او خورا دقيق
معلومات راكولاى شي.

 

د
ښادۍ په بدلو كې په ناوړه دودونو انتقاد:

په
مخكني بحث كې مو دا خبره وكړه چې د ښادۍ په بدلو يا بابولالو كې كه له يوې خوا د
حاكم قبيلوي نظام د ناوړه شرايطو په ضد چغې پورته شوې او ښځو په دې توگه د خپل زړه
بړاس ويستلى دى، بله خوا د ښادۍ په بدلو كې په نورو هغه ناوړه دودونو هم كلك
گذارونه شوي او كېږي چې د ښځې او پېغلې په ژوند اغېزه شندي او دوى ته كړاوونه
زېږوي. په دې دودونو كې لوړ ولور، لوړ لگښتونه او نور هغه خرڅونه راځي چې د زوم
كورنۍ د خپلو شنو زمكو گرو يا خرڅولو ته اړ كېږي او داسې پوروړى كېږي چې په كلونو-
كلونو دا پور نه شي خلاصولى.

 

د
موږ د ناوۍ دوې لوېشتې تندى دى

ارمان
مې د (…) ها شين پټى دى

لكه
چې گورو په دې بدله كې د هغه شنه پټي يادونه شوې ده چې خلك يې د ولور، پوښ، توى او
د واده د نورو لگښتونو د پوره كولو له پاره په گرو وركوي او يا خرڅوي.

داسې
ورته نورې بدلې هم شته چې په دې كتاب كې به يې په تفصيل ولولى. په پاسنۍ بدله كې د
زوم د خوا ښځې (كورواله) د دغه شين پټي د گروولو په توسن خپلې ځوانې او احتمالا
ښكلې ناوكۍ ته پېغور وركوي چې  د دغه (دوې
لوېشتې تندي) له پاره يې كرنيزه زمكه گرو شوې ده او دوى هغه ستونزې يادوي چې زوم
او د زوم كورنۍ به يې د دغه زمكې د بېرته خلاصولو له پاره گالي.

ناويلې
دې نه وي پاتې چې په پښتنو (او وردگو) كې د زمكې خرڅول لوى عيب شمېرل كېږي. خلك
وايي چې زمكه د پلار- نيكه هډوكي دي؛ خو اقتصادي ستونزې او د واده د درندو لگښتونو
پورته كول كله نا كله يو څوك دې ته اړ باسي چې دا پېغور وگالي او خپله زمكه خرڅه
كړي.

 

مېيين
(
[19])
بران(
[20]) چې
ووري(
[21]) د
خداى زور دى.

موږ
چې ناوې وړو، د لوټو زور دى

په
پاسنۍ بدله كې د بدلې ويانده لومړى د خداى(ج) زور يادوي چې په خپل نه تمامېدونكې
ځواك سره باران اوروي او بيا خپل لوټونه يادوي چې ناوې پې وړي.دلته لوټونه په يو
ډول وياړ ياد شوي چې گواكې دا ناوې د لوټونو په زور وړو؛ خو كه رښتيا ته ځير شو د
دغه لوټونو د پيدا كولو زور ښځو ته ښه نه معلومېږي. دا خو يا د زمكې په خرڅولو يا
د  گروولو او يا سود او بل زيار پيدا شوي
پيسې دي چې اوس په دې واده لگېږې؛ خو كلونه- كلونه به د زوم او د هغه د كورواله ؤ په
اوږدو يو دروند پيټى وي.

په
وردگو كې دا پيسې
په
څو ډوله پيدا كېږي: لومړى دا چې د زوم كورنۍ زمكې، موټر، سوداگري يا داسې دولتي
كار ولري چې نقدې پيسې ورسره وي او ودونه پرې وكړي، بله طريقه د خوارۍ مزدورۍ ده
چې زوم يا د هغه د كورنۍ نور كسان په هېواد كې د ننه يا بهر (پاكستان، سعودي
عربستان، ايران، عربي متحده ايالات او نور) كار وكړي، پيسې وگټي او بيا يې د واده
په كار ولگوي. حسنه پور، د سود پور او د زمكې گرو نورې هغه لارې دي  چې خلك پيسې پرې پيدا كولاى شي. ځينې كورنۍ په
بدل واده كوي، په دې ډول ودونو كې ولور نه وي. كله نا كله دواړه كورنۍ يو بل ته
پوښ او توى استوي؛ خو ځينې وختونه د هر چا لگښت په خپل ځان وي. سره له دې چې په دې
ډول ودونو كې هم لگښتونه وي؛ خو دومره نه لكه د ولواره په واده كې چې كېږي.

د ښاديو د بدلو جوړښت او ډولونه:

د ښادۍ بدلې
د بل هر ډول شفاهي ولسي شعري صنف په شان خپل ځانگړى جوړښت لري. د ښادۍ په بدلو كې
هغه فورماليته سېلابيك قيود چې په ځينو نورو ولسي سندرو، بدلو يا اشعارو كې په پام
كې نيول كېږي، نه شته؛ بلكه د احساس د بشپړې اغېزې له امله د اوږدوالي يا لنډوالي
خپلواكي لري.

د ښادۍ د
بدلو مطالعه دا څرګندوي چې هغه قوت چې په ځينو نورو ولسي سندرو  كې شته په دې سندرو كې نه څرگندېږي. د مثال په
توگه لنډۍ هغه مرغلرې دي چې ښځو او نارينه ؤ په تېره بيا پېغلو او زلميانو د
انساني پرگنو نه تمامېدونكې سيند ته ورشيندلي دي. د لنډۍ فورم او ژبني قوت د ټول
بشريت د فولكلوري شعرونو د سترې شتمنۍ يوه مهمه برخه جوړوي. د لنډيو سندريز
څرنگوالى محتوى، ستروالى او پراخوالي او د بيان قوت د نړۍ په ټولو فولكلوريكو
شعرونو كې سارى نه لري. په داسې حال كې چې د ښادۍ د بدلو د بېلابېلو ډولونو په
مصراعو كې د ښځو احساسات دومره ساده، بربنډ او صادقانه بيان شوي چې له دې ښه كېداى
هم نه شي. د ښادۍ بدلې اكثرا فى البديهه او د ځاى او وخت د شرايطو، حالاتو، څېرو
او كړنو د انځورلو له پاره جوړېږي.

په دې بدلو
كې د هر واده د حالاتو په مقتضى بدلونونه راځي او د خلكو، ځايونو او شرايطو ستاينې
يا ترټنې په كې كېږي. په همدې توسن دا بدلې ساده او عاميانه دي، ډېر دقيق شعري
جوړښت نه لري؛ خو د ښځو د احساساتو او عواطفو ښكارندويي كولاى شي.

د فلكلوريكو
شعرونو د پېژندگلوى د استادانو په حواله، د ښادۍ بدلې د جوړښت له مخې لاندې بڼې
لري:

1- يو بېتزه
بدلې: دا هغه بدلې دي چې دوه مصرۍ لري، د جنوبي پښتونخوا پياوړى اديب او څېړونكى
استاد سيال كاكړ ليكي چې دا بدلې له وردگو څخه تر زابل پورې ډېرې زياتې دي لكه:

راواچوه سور
پياز چې بوى يې ولاړ شي

راواچوه سور
كور چې نوم يې ولاړ شي

دا بدلې په
كاكړو، ژوب، پښين، كندهار او كوټه كې هم ليدل كېږي(
[22])

2- يو نيم
بيتيزه بدلې: د ښادۍ ډېرې بدلې درۍ مصرۍ لري چې خورا په زړه پورې دي او په كندهار،
پښين او كوټه كې زياتې اورېدل كېږي. دا بدلې په زابل، غزني او وردگو كې هم شته. يو
نيم بيتيزه بدلې درې لنډې مصرۍ لري چې هر پاړكى يې معمولا اته سيلابه وي او د
كيسيو غږونو ته ورته دي. د دې بدلو د لومړى او درېيمې مصرۍ قافيه برابره او دوهمه
مصرۍ ازاده وي لكه:

 موږ په ورا ځو ښادي وايو

موږ د خېښ
كره چې ورسو پر غالۍ يې ورته وايو.

*

تر بالښت
لاندې انار دى

داسې زوم مو
دروستلى      چې نامتو د كندهار دى

په ځينو
ځايونو كې لومړۍ او دوهمه مصرۍ اته سيلابه؛ خو دوهمه مصرۍ اووه سيلابه وي، لكه:

ناوۍ لاس
نيسه اوبه دي

دا ستا تر
لاسو لاندې                     لونگ نوي
زرغونه دي

3- دوه
بيتيزه بدلې: دا بدلې څلور مصرۍ لري چې په هغه كې لومړى، دوهمه او څلورمه هم قافيه
او درېيمه ازاده وي. ناويلې دې پاته نه وي چې د ښادۍ د بدلو ازاده مصرۍ ډېر وخت د
نورو دريو مصريو له مضمون سره اړخ لگوي، كله مهملې او د مطلبي بند د قافې له پاره
وي.

د استاد
سيال كاكړ د ليكنې له مخې په دوه بيتيزه بدلو كې لومړۍ مصرۍ لږ كوچنۍ اووه يا شپږ
سيلابه؛ خو دوهمه، درېيمه او څلورمه مصرۍ اته سېلابه وي، البته دا قيد په ټولو دوه
بيتيزه بدلو كې نه ليدل كېږي.

د چه ورمېږ
د خره دى،                  د (…) ورمېږ د
خره دى(
[23])

خداى تالا ([24])
ورته ايريان(
[25])
دى   چې ده ما جوړ كړى نه دى

4- دوه نيم
بيتيزه بدلې: د استاد سيال كاكړ په حواله د دوه نيم بيتيزه بدلو بېلګې (نمونه)
ډېرې لږ دي. دې بدلې ته وگورئ:

ورا دې راله
ټك يې نسته

په مخ كې يې
(…) دى        د ټوپك دارو يې نسته

د ټوپك دارو
به وركو(
[26])    د ويشتو سړى يې نسته

*

جومت([27]) شو
لوټې- لوټې

(…) ځنې
رووت                سپېره خوله لكه د كوټي(
[28])

(..گل) مې
ځنې رووت        اشرپۍ(
[29])
وېشي په موټي

 



د ښادۍ د بدلو څو ځانگړي ډولونه:

كه
څه هم چې د ښادۍ بدلې د واده د دود – دستور ځانگړې سندرې دي؛ خو بيا هم ځنې داسې
خاص ډولونه لري چې د واده په ځانگړو وختونو كې ويل كېږي. تر اوسه د ښادۍ د بدلو
شپږ ځانگړي ډولونه پېژندل شوي چې په لنډه توګه پېژندل كېږي او غالبا چې ټول د لوى
كندهار په سيمه پورې اړه لري.

1-
بابولاله- لاله:

د
ناوېدود د روځې غرمه مهال، ناوې د واده په ځانگړي تخت يا ځاى كيني، كورواله او
وراباڼې(ټنگورې) يا خېښانې ښځې پرې راټولې شي، د سر ويښتان يې خلاص كړي چې د ناوې
په شان يې جوړ كړي. ټنگورې هغه ښځو ته وېل كېږي چې د ناوې كور ته د زوم له خوا نه
راځي. كورواله ښځې دا مېلمنې ښځې ټنگورې بولي. د ټنگورې كلمه اصلا يوه تركي كلمه
ده چې زه نه پوهېږم څنگه د وردگو پښتنو ته رارسېدلې ده؟

د
خېښانو (مذكر) او خېښانې (مونث) كلمې د دري له (خويش) او خويشاوند) څخه راغلي او د
خپلوانو مانا وركوي. كله چې د پېغلې د كورنۍ ښځې د ځوان يا زوم كور ته ورځي، هغه
ټنگورې يا خېښانې بلل كېږي.مروت پښتانه كورواله ښځې (تانبوالې) او مېلمنې يا
خېښانې(وراولې) بولي(
[30]).

په
هر صورت وراباڼې د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې درياوې وهي او د بدلو دغه ځانگړى
شعري ډول وايي:

اوښ ولاړ
زنگون تړلى

تر هغه به
يې خلاص نه كړم            څو زما جان نه دى
راغلى

دغه
بدله د (بابولاله- لاله) له زوايدو سره يو ځاى داسې ويل كېږي:

اوښ ولاړ
زنگون تړلى (ها) بابولاله – لاله

اوښ ولاړ
(واى- واى) زنگون تړلى(واى)

تر هغو به
يې خلاص نه كم (واى) بابولاله – لاله

څو زما جان
(واى- واى) نه دى راغلى (واى)

د
ښادۍ د بدلو په دغه ځانگړي ډول كې د بدلې لومړۍ مصرۍ تكرار او په مينځ كې يې د
(بابولاله- لاله) (واى- واى) او (واى) كلمې اچول كېږي. دوهمه مصرۍ يو وار او د
مصرۍ په مينځ كې زايدې كلمې لري. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې پاسني زوايد
يوازې له هغه بدلو سره ويل كېږي چې لومړى مصرۍ يې لنډه او دوهمه اوږده وي.

2- دوه –
دوه تاره اخلئ:

دا
كلمې تر اصلي بدل سمدلاسه وروسته د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې ويل كېږي چې
ځانله بېل وزن او بېل اهنگ لري. مثال:

دوه – دوه
تاره اخلئ، گيسو ورو- ورو جوړويه

ناوكۍ مو ده
نندانه(
[31]) تر غرمې يې ځنډويه

همدا بدلې د
لوگر او ننگرهار پښتنې داسې وايي:

دوه – دوه
تاره اخلئ، سر يې ورو – ورو جوړوئ

زموږ ناوې
نندانه تر غرمې يې جوړوئ

بيا
نو په همدغه وزن يوه بله بدل ويل كېږي. په دغه ويلو كې لومړى مصرۍ درې واړه چابكه
– چابكه تكراريږي او د دوهمې مصرۍ دوهمه برخه (دوهمه نيمايي) دوه- دوه واره ويل
كېږي:

شين بادرنگ
(رنگ) اوبو راوړى

شين بادرنگ
(رنگ) اوبو راوړى

شين بادرنگ
(ها) اوبو راوړى

داسې زوم مو
دروستلى      چا په خوب نه دى ليدلى.

 چا په خوب (ها) نه دى ليدلى.

3- خورښادي:

د
ښادۍ د بدلو درېيم ځانگړى ډول د پېغلې كور ته د پوښ تر رسېدو وروسته وېل كېږي. هغه
وخت چې په پوښ (جوړه) كې استول شوي رختونه په پېغله نيول كېږي؛ نو وراباڼې ښځې په
پېغله باندې د خوږو او ميوو د شېندلو سره جوخت د خور ښادي بدلې بولي. په دغه
ځانگړي ډول كې لومړى د (خورښادي) ځانگړى بيت ويل كېږي.له دې وروسته نورې بدلې د
(خورښادي) د بيت په وزن كې وېل كېږي، داسې چې لومړى مصرۍ دوه ځلې تكرارېږي، ورپسې
(خور ښادي مو ده) جمله او بيا يوازې دوهمه مصرۍ راځي لكه:

 خور ښادي دې مه سه پاته – خور ښادي دې مه سه
پاته

 خور ښادي مو ده

شين بادرنگ
اوبو راوړى – شين بادرنگ اوبو راوړى

خور ښادي مو
ده- داسې پوښ مو دى راوړى

چا په خوب
نه دى ليدلى؛ خور ښادي مو ده.

4- ښه رورا:

هغه
وخت چې وراباڼې د ورا په ملتيا د ناوې د وړلو له پاره د ناوې كلا يا كور ته نژدې
شي، د ښه رورا سندرې بولي. په ښه رورا كې يوه ښځه د بدلې سر اخلي؛ نورې يې كسر او
پاى ورسره نيسي او ټوله بدل په يوه غږ  پاى
ته رسوي. د كلا په دروازه كې هغه كورواله ښځې چې مخكې د ناوې كور ته تللې وي هم
ورو- ورو همدغه بدلې بولي او ټولې د ناوې د كور (كلا) په خوا روانې وي(
[32]).
په كور كې د ښه رورا د سندرو وېل پاى ته رسېږي.

په
دغه ځانگړي ډول كې د بدلو مصرۍ د ښه رورا په خاص وزن او اهنگ وېل كېږي. لومړى د
(ښه رورا) ځانگړى بيت راځي او ورپسې يې د بدلې لومړى مصرۍ دوه – دوه واره راځي او
دوهمه مصرۍ يو ځل وېل كېږي. دې بېلگې ته پام وكړئ:

ښه رورا
ښادي دې وسه

شاه سلامتگى
دې وسه

شين بادرنگ
اوبو راوړى               شين بادرنگ اوبو
راوړى

داسې زوم مو
دروستلى      چا په خو نه دى ليدلى

5- الا
خورې:

تر
كال 1977  پورې فولكلور پوهانو داسې فكر
كاوه چې د ښادۍ بدلې پاسني څلورگوني ډولونه لري؛ 
خو د همدغه كال د (ولس) مجلې په يوولسمه گڼه كې فولكلور پېژندونكي ښاغلي
حاجي ميرزا خان پيڅي د (الاخورې) په نامه يوه مقاله خپره كړه او په  هغه كې يې وويل چې د كوټې په شا او خوا سيمو كې
داسې بدلې شته چې يوازې كوربنې(كورواله) پېغلې نجونې يې، په ودونو كې د مېلمنو
(وراباڼو يا ټنگورو) نجونو او ښځو د ستاينې له پاره وايي.

الاخوره- د
چا كمبلې كلكې، د لاله(
[33])  كمبلې كلكې – الاخوره

پېغلې باندې
راغلې، سپينې پښې د شودو ډكې- الاخوره

سربېره پر
دې په الاخوره كې وراباڼې ښځې هم يادېږي:

الاخوره-
څوكه كاغذينه – د ورا مشره كاغذينه – 
الاخوره

 د ورا په مخه راغلې، ورا په تا گرده برېښمينه ([34])-
الاخوره

د
سيال كاكړ صاحب په قول په (الاخوره) كې هم د ښادۍ د نورو بدلو په شان ستاينې ډېرې
او ترټنى، انتقاد او ښكنځلې لږ دي چې د كورواله او وراباڼو پېغلو او ښځو له خوا، د
وخت د غوښتنو سره سم له درياوو او نڅاوو سره يو ځاى وېل كېږي. دا هم درې نورې
الاخورې:

الا
خوره- د چا شمشېره درخته، د ناوۍ شمشېره درخته – الاخوره

زموږ زوم تر
لاندې ناست دى، بادشاهي كوي بې تخته- الاخوره

*

الاخوره- چا
اوښكې تويولې، لاله اوښكې تويولې- الاخوره

د ځوانانو
رنگ يې بد كړ؛ خوندې (
[35]) هر
چا وده ولې- الاخوره

*

الاخوره-
د چا په كور كې ټك سو، د (…) په كور كې ټك سو – الاخوره

شاه
ليلى يې په نامه سوه، صورت([36]) يې
ټول له خندا ډك سو- الاخوره

په پاسنۍ
ليكنه كې داسې راغلي دي چې د ښادۍ په بدلو كې د (بابولاله- لاله) ځانگړى ډول د
ناوې د سر د خلاصولو په وخت كې، د (دوه- دوه تاره اخله) ډول د ناوې د سر د جوړولو
په وخت كې، د (خورښادي) ډول په پېغله باندې د جامو د نيولو په وخت كې، د (ښه رورا)
ډول د ناوې د كور يا كلا په دروازه كې او د (الاخورې) ډول يوازې د پېغلو نجونو له
خوا بلل كېږي. د دې سندرو له تورو څخه داسې ښكاري چې ټولې د لوى كندهار د خلكو په
گړدود (لهجه) دي او دا تصنيفونه د وردگو د واده د دود – دستور په سندرو كې نشته.
په وردگو كې هم د واده د دود هره شېبه ځانله بېلې- بېلې بدلې لري؛ خو دا پاسني
ځانگړي ډولونه په زغرده نه تر سترگو كېږي.

 

چيغې-  
انگۍ:

چغيان
هغه فولكلوري ښځينه شعرونه يا بدلې دي چې د كاكړو او غلجو پېغلو د واده په روځ، د
دوى له خوا په ډېره ويرجنه او ژړغونې لهجه وېل كېږي. دا د پښتنو د شفاهي ادبياتو
يو بډاى صنف دى چې د ښځو محروم او غمجن ژوند په ښه توگه انځورولاى شي. چغيان چې
كاكړ يې د چيغې (چغې)، سرياري، د ناوكو ټپې، د ناوې متلونه او غلجي يې د (انگي) په
نومونو يادوي هغه ښځينه شفاهي ادبي ملغلرې دي چې د كاكړستان د تاريخي او ادب
زېږونكې سيمې (ژوب- بوري) او د غلجو په سيمو كې د ځوانو ناويو ځپل شوې هيلې او د
زړه ارمانونه بيانوي.

دغه
ولسي سندرې اصلا چغې يا چيغې نومېږي چې د كوتې پياوړى ليكوال او څېړونكي پروفيسور
ولي محمد سيال كاكړ د چغيانو په نامه يادې كړې دي. نوموړى د چغيانو د اشتفاق په
هكله ليكي: (دغه توري اصلا په چغه يا چيغه پورې نېغه اړه لري او د واده پر وخت ويل
كېږي. څنگه چې واده له خپله كوره څخه د يوه بنده د جلا كېدو او بېلتانه مفهوم لري؛
نو ځكه د پښتني محرومو نجونو نازك احساسات طوفاني كېږي او چغې تر خوله وباسي)(
[37]).

چغې چې د كاكړو او غلجو په سيمو كې د ښادۍ د بدلو تر څنگ، د
واده د درندو دودونو ځانگړې سندرې دي، د پېغلو له خوا د هغوى د واده په روځ
سمدلاسه يا د ځاى، حالاتو او كسانو د توصيف له پاره فى البديهه جوړېږي او په ډېر
تاثر او د ژړا په څپو كې اورول كېږي. د پروفسيور كاكړ په قول كه كومه ناوكۍ د چغو
د سمدلاسي جوړولو وس ونه لري؛ نو له يوې مشرې ښځې څخه مرسته غواړي. دا هم د چغيانو
څو بېلگې:

 

زه دې كړم د
چول (
[38])
مرغۍ

بابكه نوش([39]) دې
كړې روپۍ

زه دې كړم د
لاس ډبره

تر ملكو دې
كړمه راتېره

*

نس دې ډك شه
له انگاره

زه دې چا ته
وركړم پلاره

نس دې ډك شه
له سره اوره

زه دې چا ته
وركړم وروره

*

د سپينې
خونې په وره كې غنم

پښتنو خود
به بوغې(
[40]) وهم

زه له بابكه
گيلې كوم        

نن شنې روپۍ
سوم ويې خوړم

*

زما مورې
ملوكې

پر تمام
جهان دې ولاړې د نوم كوكې

تا و بابا
وچا ته وركم

راڅخه هېرې
سوې زما د غرونو څوكې

*

د سپين
بوري(
[41]) په سر كې دود دى

په دغه دود
كې مې كله سود دى

 

اوس مې له
خپلو څخه بيايي

په پردي كور
كې مې كم (
[42]) بهبود دى([43])

*

ورا راښكاره
سوه لوړ ماځيگر(
[44]) دى

د خواجه
خدر(
[45]) په غره ژړ لمر دى

و پردي كور
ته مې نن گذر دى

د بل په كور
مې كله اختر دى

*

بايد تا ځان
واى په لاس وركړى

بايد تا ځان
واى خپل قصاص كړى

ته خلاص په
ما سوې د مرگ له پوره

زه د كاك
غوندې سوځم په اوره(
[46])

*

د سپينې
خونې تر مخ ډېوه ده

يو مې نېكه
بله انا دا

د دوى حرص
ډېر د دنيا دى

گټه يې هېره
د عقبى ده

*

د سپينې
خونې تر مخ ماخۍ(
[47])

بابكه زهر
دې سه زما روپۍ

پر سر به
وړم د غم ټوپۍ

په پښو به
وړم د وير كپۍ(
[48])

*

زه په خپل
كور كې وم په راحت

بابك كړم
خرڅه په ډېر دولت

په پردي كور
كې مې نسته عزت

خود به ژاړم
په هر ساعت

*

لالا مى بند
سو په تور دكن(
[49]) كې

ميراث خورو
كړم واده په بل وطن كې

د بابا مېنه
سوه راڅه پاته

درد مې ډېر
په زړه خوږمن كې

د
چېغو پاسنۍ بېلگې له هغه كوچني كتابگوټي څخه رانقل شوې چې د پروفيسور سيال كاكړ په
زيار په كوټه كې خپور شوى دى. په دغه كتاب كې د ژوب او بوري د سيمو سل چغې راټولې
شوي دي او يوه مفصله سريزه لري. په دغه كتاب كې د درې بيتيزه، پنځه بيتيزه او شپږ
بيتيزه چغو بېلگې هم شته:

ابا پر غولي
دې شنه كونگان(
[50])
دي

تا ويل قمېص
او ټيكرى ډېر گران دي

اوس به يې
درپرېږم كه دې ارمان وي

*

 

يم پريشانه
چې مجبوري ده

په پردي كور
كې ډېره خواري ده

ميراث خورو
و چا ته وركړم

دا عزيزي او
تربوري ده

زما په برخه
تل اريانى ده

*

د سپين
بازار په سر كلداره

بابكه نه وم
درباندې گرانه

ته چې راتلې
د ژوب له ميانه

كفن دې
راوړى زما له پاره

ته خو باچا
يې دفتر دې واوړه

*

زه بې قصوره
جېل له روځم

جېل د ظالم
دى څنگه بې وړم

په پردي قام
كې به څه كوم؟

سختي بې([51]) تل
گالم

ما ته به نه
سم كږه به سم

*

لكه كوتره
په هوا تلم

وزر مې مات
سو راولوېدم

زه خو بابا
ته ښېرا كوم

و سپي سړي
ته چې وركړم

له خوره او
موره يې جلا  كم

*

د سپينې
خونې په مخ كې ياره

ادكې مورې
بابكه پلاره

زم([52])
نه لويه كم نه هوښياره

په پردي كور
كې به يم اريانه

لكه لړونى ([53]) د
اور له ميانه

*

د (سنړاوي)
په سر الوان

زما دي دوه
وروڼه دوه مه خوريان

تر ما لا ښه
د مچ(
[54])
قيديان

يو وار بې
خلاص كاندي نيكان

زه به په
لاس سم د ظالمان

زما به تر
مرگه نور حكمران

*

د سپينې
خونې تر مخ ماخۍ

بابكه زهر د
سه زما روپۍ

زما په پيسو
ډكې كاپۍ

اوس يې په
وكې شنې لارۍ

زه بې رضا
نه سوم ناوه كۍ

پر تندي نه
وړم خورې دا نړۍ

د
پروفسير سيال كاكړ د كتاب له چاپېدو څخه وروسته داسې انگېرل كېدل چې چيغې يا انگۍ
يوازې دوه- درې- څلور، پنځه يا شپږ مصرۍ لري؛ خو كله چې په كال 1994 (اپريل) كې د
ښاغلي ابوالخير ځلاند كتاب(انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) خپور شو، لوستونكي په دې
وپوهېدل چې انگۍ د مصريو قيد نه لري  او
كله نا كله تر دوولسو او شپاړلسو مصريو پورې هم رسېږي. دې بېلگې ته وگورئ:

دا د بازار
په سر كې غنم

پښتنو خود
به بوغې وهم

په اور كې
سوځم ولياړه يم

چې فكر وكم
زه څوك لرم

يوه ادې ده
وبې ستم

ټولۍ د
خويندو وبې سوځم

لالا مې كوم
دى چې زوبلومه

بندي د گور
دى عاجزه يم

تاسې ليار
راكئ هديرې له ځمه

ادې بنگ
ورور به وږغمه

وام لالا
كينه له ټولۍ ځمه

خوندي په
خوار نغري پرېږدمه

كه لالا نه
و ناهيله سومه

ادې په گور
به ورننوزمه

زه زوندى يم
په گور سودمنه

بنگ ورور مې
كوم دى چې مل يې كمه

د اكا گانو
محتاجه يم(
[55])

د انگيو
نورې بېلگې به د كتاب په پاى كې وگورئ.

 

ښځې
د ښادۍ د بدلو جوړونكې:

 د ښادۍ بدلې او په دې لړ كې چغې- چيغې يا انگۍ د
ولسي ادب هغه ځانگړى شعرى صنف دى چې په ښځو پورې اړه لري. له هغه ځايه چې دا بدلې
د ښځو د عواطفو او احساساتو استازيتوب كوي؛ نو ځكه ځانگړى سندريز خصوصيات، اهنگ او
تال لري چې سينه په سينه رانقل شوي او د وخت او ځاى د غوښتنو له بدلونونو سره- سره
تر موږه پورې رارسېدلي دي. دا د بېسواده پښتنو ښځو ادبي ايجاد دى چې په حقه يې د
دوى مورنۍ ميراث گڼلى شو.

د
دې كتاب مخكنيو پاڼو وښوده چې د ښادۍ بدلې او انگۍ د پښتنو د داسې يو دود ځانگړى
بدلې دي چې ژر بدلېدونكې بڼه لري، لكه څنگه چې د واده دود د خلكو له اقـتصادي-
فرهنگي او ټولنيز بدلېدو او نوي كېدو سره جوخت بدلېږي او نوى كېږي، دا بدلې هم
ورسره بدلېږي او نوي مفاهيم خپلوي. داسې ښكاري چې 
دا بدلې په اولسي ادب كې داسې يوه غټه او ښېرازه ونه بلل كېږي چې زړې پاڼې
يې توييږي او په ځاى يې نوې پاڼې ټوكېږي. هغه دود چې نوى رامينځ ته كېږي او يا په
كوم دود كې چې بدلون راځي، د هغه له پاره نوې بدلې جوړېږي. د مثال په توگه څو
لسېزې مخكې چې په وردگو كې ناوې په ډولۍ، جوپان يا اس باندې وړل كېده؛ نو په
لسگونو داسې بدلې وي چې ډولۍ يا اس به پكې ستايل شوي و لكه:

 

اوس به شين
نيلى په دروازه درشي

اوس به د
(…..) ټولى بسته درشي

په
پاسنۍ بدله كې شين نيلى د (اس) مانا وركوي؛ خو اوس چې ناوۍ په گلپوشه كوچنيو
موټرانو كې وړل كېږي، سمدلاسه داسې بدلې جوړې شوې چې د ناوې د وړلو د موټر رنگ او
ښايست پكې ياد شوى دى:

نن بيه په
وطن گرد دى شين زرغون مېټر راځي

ماشين يې
خراب مه كړې، (… خان) ويندير روړي

د
زمان او مكان له شرايطو سره سم د بدلو د بدلون او نوي كېدنگ پرله پسې او نه تم
كېدونكى حالت، ښځو ته دا واك وركړى چې فى البديهه بدلې جوړې كړي او يا پخوانيو
بدلو ته نوى رنگ وركړي. دغه بدلې په عين حال كې د ښځو د هنري ذوق د سيالۍ
استازيتوب هم كوي. دوى په يوه كور كې سره مخامخ كېږي؛ خو دوه ډلې وي، يوه كورواله
او بله وراباڼه. كورواله د ناوې د كور ښځې يا د دوى مېلمنې خپلوانې وي چې د ناوې
په ننگه بدلې بولي، د ناوې ښايست، جامې، پلار او مور او نور خپلوان ستايي او كله
نا كله په وراباڼو باندې انتقادونه كوي. بل لورى وراباڼې يا ټنگورې يا خېښانې هغه
دي چې د زوم له كوره راغلې وي.

په
ورا باڼو كې د زوم د كور ښځې او د دوى داسې نژدې خپلوانې راځي چې د زوم كورواله يې
د ناوې كور ته د تللو له پاره ټاكي. دوى د زوم، د زوم د كور، د زوم د خپلوانو،
شتمنيۍ، پيسو او نورو ښېگڼو په ستاينه كې بدلې بولي او كله نا كله د ناوې د ښايست،
د ناوې د كور، د ناوې د كور د ډوډۍ او هركلي، د ناوې د خپلوانو او نورو كوايفو په
هكله انتقادي ويناوې كوي او هڅه كوي چې ځانونه په هغو باندې ښه وبولي. دغه راز
سندريزه مشاجره كله نرمه وي اوكله ډېره جدي شي او د ښكنځلو بڼه ځان ته غوره كړي.
لنده دا چې په داسې شېبو كې دواړې ډلې ښځې ځانونه اړ بولي چې يو د بل د ستايلو يا
غندلو له پاره فى البديهه او مناسبې بدلې جوړې كړي او هملته يې د غږ په څپو كې
مقابل لوري ته واوروي.

د
ښادۍ د بدلو د ويلو سيمې:

پروفيسور
ولي محمد سيال كاكړ ليكي چې د ښادۍ بدلې لومړى په كندهار كې پيل شوي او بيا تر
ژوب، بوري، پښين، كوټې، زيارت، غزني، پكتيا، پېښور، زابل او د وردگو تر سيمو پورې
خورې شوې دي. مروت د واده ځانگړو بدلو ته (ښادي) وايي. كاكړ صاحب ليكي كومې بدلې
چې له كاكړستان څخه تر وردگو پورې رواج لري. هغه د پېښور په تاريخي سيمه كې نه
ليدل كېږي او هلته د واده له پاره ځانگړي كسرونه جوړ شوي چې د لنډيو، ټپو او
درياوو سره يو ځاى په سندرېزه توگه ويل كېږي(
[56]).

ارواښاد
استاد دوست شينوارى ليكي چې د ښادۍ بدلې په مركزي او لويديځو سيمو كې زيات عموميت
لري(
[57]).
له مركزي سيمو څخه د ښاغلي دوست مطلب هرومرو د وردگو، لوگر او غزني سيمې او
لويديځې فراه، ارزگان، شينډنډ او هرات دى. موږ په دې ټولگه كې د ننگرهار او كنړ د
ولايتونو د ځينو سيمو د ښادۍ د بدلو څو بېلگې لرو او دا په ډاگه ښيي چې د
افغانستان په ختيځو برخو كې هم د ښادۍ بدلې شته. پوونده كوچيان هم د ښادۍ بدلې
لري. لنډه دا چې د ښادۍ بدلې د ټولو پښتنو گډه ولسي پانگه ده چې په ډېرو سيمو كې
جوړېږي او د ودونو د مراسمو د سندريز كولو، ښكلا او خوشاليو له پاره بلل كېږي.

تر
كومه ځايه پورې چې ما ته معلومه ده ډېرې پېغلې او ښځې دا بدلې په كوټو كې د ننه د
ناستې په حالت كې بولي. كله يوه ښځه د بدلې لومړى مصرۍ پيل كړي او نورې بيا د بدلې
پاى ورسره په غبرگه وايي. د دې بدلو يوه برخه د كورونو او كلاوو په مينځ كې، بله
برخه په لارو كې د تگ په وخت كې، ځنې بيا په بامونو او لنډه دا  چې په هر هغه ځاى كې چې په ناوېدود(
[58])
پورې اړه لري او په بېلابېلو وختونو كې ويل كېږي او هره بدله ځانله خپل ځاى لري او
خپل مناسب وخت. د دې بدلو يوه ستره ځانگړتيا په دې كې ده چې د ودوزن (
[59]) د
بېلابېلو دودونو له پاره جوړېږي او د همغه دود د اجرا په وخت كې شپه وي او كه روځ،
د ښځو په مينځ كې وي او د يا د نارينه ؤ تر مخه وېل كېږي. ښكاره خبره ده چې ښځې په
خپلو مينځونو كې لږ خپلواكه او  د نارينه ؤ
په مخ كې لږ پښه نيولې وي.

يوه
خبره چې د ښادۍ د بدلو په اړه د يادولو وړ ده هغه دا ده چې دا بدلې د پښتنو د
استوگنې په يوه ډېره پراخه سيمه كې د واده د ښاديو په روځو كې د ښځمنو له خوا ويل
كېږي؛ ځكه نو كېداى شي چې تقريباً يوه بدل په دوو يا دريو ځايونو كې په عين مضمون؛
خو د گړدود (لهجه)، نومونو او چاپېريال په توپير سره تر لاسه شي، دې بېلگې ته
وگورئ:

د وردگو
بدل:

(پلانۍ) مې
توره سپۍ ده، غپوم  به يې

په جوب كې
مې گرړۍ ده، گرړوم به يې

يا: په جوب
كې مې كيچي ده كړپوم به يې

(گرړۍ)
كوچنۍ گرده يا مدوره تېږه او گرړول د همدغه تېږې د څرخولو يا تاوولو عمل ته ويل
كېږي. همدا بدله  په كوچينانو كې داسې ده:

په جب كې مې
گونگړۍ ده كړنگوم به يې

(پلانۍ) مې
تازي سپۍ ده غپوم به يې(
[60])

موږ
په دې كتاب كې د وردگو بدلې د كتاب په متن كې راوړې او په هغه حالت كې چې د نورو
پښتنو ورته بدلې لاس ته راغلې هغه مو په لمن كې خوندي كړي  دي. كه چېرته د يوه دود له پاره د نورو پښتنو
داسې بدلې لاس ته راغلي چې ورته بېلگې يې په وردگو كې نه دي ثبت شوي، دا بدلې د
كتاب په لمن ليكونو او يا د كتاب د بدلو په برخه كې راوړل شوې دي

 د دې اثر بدلې او د راويانو ياد:

په
كال 1352 هـ- ش كې هغه وخت چې زه د كابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځۍ د لومړي كال
محصل وم، ښاغلى حبيب الله رفيع چې په فولكلوري څېړنو او نورو ادبي كارونو بوخت و،
ما ته مشوره راكړه چې په وردگو كې له خپلو- خپلوانو او په تېره بيا له ښځينه ؤ څخه
د واده بدلې راټولې كړم او په گډه مو په كار پيل وكړ.

زه
به چې په هغه ارامه او امن كلونو كې هر ځلې د وردگو ولايت د سيد اباد د ولسوالۍ د
شنيز درې چهاردهى كلي ته تلم؛ نو له خپلو- خپلوانو ښځو او نارينه ؤ څخه به مې د
واده د دودونو، لگښتونو او بدلو په هكله پوښتنې كولې او ياداشتونه به مې اخستل. يو
ځلې خو مې ان له خپلې ترور سره د ښځو په يوه ځانگړي محفل كې پټه برخه واخسته او
ښايسته ډېرې بدلې مې ثبت كړې. ضمننا د سيد اباد د ليسې او د تكيې د منځني ښوونځي د
هغه وخت ځينو درنو استادانو راسره مرسته وكړه او د زده كوونكو په مرسته يې د واده
خوندورې ډېرې بدلې ټولې كړې چې زه به تل د دوى منندويه وم.

په
دې اثر كې راټولې شوې ډېرې بدلې په وردگو پورې اړه لري او د همدې خلكو په گړدود
(لهجه) ثبت شوې دي. هغه بدلې چې د نورو پښتنو په سيمو پورې اړه لري، د همدوى په
گړدود غالبا له كتبي موادو څخه اقتباس شوې دي.

د
دغه بدلو ډېره برخه د دې مېرمنو په مرسته راټولې شوې چې نومونه يې دلته په ډېر
درناوي ثبتوم:

1-
زما د مور د تره لور بي بي گلدسته (مرحومه) د ارواښاد خواجه سيدگل مېرمن، د
ارواښاد غلام حيدر لور د اوتړيو د كلي.

 

2-
زما مور بي بي حاجي نازو(مرحومه) د ارواښاد خان زمان لور، د ارواښاد حاجي محمد عمر
مېرمن، د شنيز د اوتړيو د كلي.

3- زما مېرمن بي بي حاجي ميمونه د ارواښاد غلام حسين لور د پټان
خېلو.

4- مېرمن پاغنده(مرحومه) د ارواښاد معلم دراني مېرمن، د شنيز د
اوتسيا (هفت اسيا).

5- زما د تره مېرمن لونگه د ارواښاد خداى نور لور، د ارواښاد
عبدالروف مېرمن، د شنيز د چهاردهي.

او
ځينې نورې پېغلې او مېرمنې چې څو يې اوس مړې شوې او پاته د پاخه عمر خاوندانې دي.

 

 



 

 

 

 

 

 

 

 

په وردگو كې د واده دود

نارينه
ته د ښځې كولو او راوړلو ته واده ويل كېږي. په حقوقي ساحه كې هر نارينه او ښځه د
واده حق لري. په وردگو كې قبيلوي دودونو دا واك له زلمي او پېغلې څخه اخيستى او دا
نور دي چې د دوى له پاره پرېكړه كوي. پښتانه د واده له پاره  ډېر اوږده دودونه لري چې تاسو به يې په دې كتاب
كې ولولئ.

په
دې ټولگه كې چې ستاسو گرانو لوستونكو په مخ كې خوره ده، وردك يا وردگ په قومي لحاظ
په پام كې نيول شوي دي(
[61]).
اټكل داسې دى چې د واده دود په ټولو پښتنو كې تقريبا يو شان دي؛ خو ځاى- ځاى داسې
سيمه ييز توپيرونه ليدل كېږي چې هغه ډېر عام نه دي او په يوه سيمه يا د خلكو په
يوه ډله پورې تړاو لري. د وردگو چې اوس كوم ولايت دى په هغه كې پر وردگو سربېره
هوتك، ستانكزي، پاينده خېل، ملاخېل، يوسفزي، امرخېل، تنزي، خروټي، شاهي خېل، علي
خېل، رستم خېل، عمرخېل ابراهېم خېل، اسماعيل خېل، مياگان، اندړ، پښتانه او هزاره
وروڼه هم اوسېږي. په دې ټولگه كې د وردگو د واده دود د مركزي دود په توگه په پام
كې نيول شوى؛ خو هغه توپيرونه چې په ځينو مواردو كې په نورو پښتنو كې ليدل كېږي،
په لمن ليكونو كې راغلي چې له يوې خوا له وردگو سره د نورو پښتنو د واده توپيرونه
په گوته شي او له بلې خوا د پښتنو د واده يو عام انځور جوړ شي.

هغه
وخت چې يو وردگ ځوان د واده سن ته ورسېږي او يا د زوى مور او پلار وغواړي چې نږور
ولري؛ نو د پېغلې د ميندلو او ټاكلو له پاره مټې رانغاړي. مطلق ايديال حالت دا دى
چې مور او پلار خپل زلمي زوى ته واده وكړي؛ خو دا حالت په ډېرو ودونو كې نه مراعات
كېږي. د مثال په توگه يو پوخ(
[62])
حتى بوډا سړى كولاى شي چې يوه پېغله، حتى نوى بالغه نجلۍ ځانته واده كړي او يا
امكان لري چې يوه پېغله كوم تنكي زلمي ته وغوښتل شي.دا ناوړه حالت په ټولو يا ډېرو
كليوالو پښتنو كې نژدې يو شان دى او هغه د ايديال واده شرطونه هر وخت او هر ځاى نه
عملى كېږي. له بده مرغه په سلگونو او لسگونو داسې بېلگې شته چې شتمن خلك دوه- درې
يا څلور ودونه كوي، ډېر مشر نارينه د سيالۍ د پوره كولو يا جنسي لذت له پاره تنكۍ
پېغلې غواړي، ځنې نارينه چې اولاد يا زامن نه لري، د زامنو په تمه له ځوانو پېغلو
سره ودونه كوي چې نوې ښځې ورته نارينه اولادونه راوړي او په دې توگه د خپلو تربرو
سيال شي، سبا ته له تربرو سره ښې ډغرې ووهي او په جگه شمله وگرځي، يا ځنې هغه
نارينه چې ښځې يې مړې شي د خپل كور د كاله كولو او يا د خپلو اولادونو د سمبالولو
له پاره د نويو ودونو تابيا وكړي او خپلې پېغلې يا نيمچه پېغلې لورانې ځانونو ته
بدل كړي او ځانونو ته داسې ودونه راوړي چې په عمر به د دوى له اولادونو څخه ډېرې
مشرانې نه وي!

ښاغلي
ابولخير ځلاند په خپل نامتو كتاب (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كې د داسې يوې ناوې د
زړه چغه رااخلي چې زوړ خاوند يې غاښونه نه لري، خو دې ته يې ډېرې جامې او پسول
راوړى دى:

د سپينې
خونې تر مخ روپۍ

سوم شنه
نوټونه وړه ليكۍ

له ما سه
پاته پېټك نتكۍ

والۍ سه
پاته، پاته اوږۍ

گل ټيكرى مل
كې زما د ډورۍ

گرېوان كفن
كې زما خواركۍ

چې نه سم ور
زه  ترو ذعلۍ

ليا مه د
خداى كي ورلوڼۍ

ليا دې هات
فيل كې په اوس ګړۍ

دى مه نيكه
دى زه يې لمسۍ

ورپخوم به
پسته مړۍ

ږيره يې
سپينه لكه وړۍ

زما خوله
نوده ده د مور په پۍ

راڅه پاتېږي
غېږ د موركۍ

بېلتون دوژخ
دى زه دوژخۍ

سمه به ويلي
له پرديسۍ

اوښكې مه
څاڅي څڅ څڅ خورۍ

اخر به مړه
سم له پرديسۍ

يا:

خلك راتښتي
چې ناوكۍ ده

هېڅ خبر نه
دي چې خواركۍ ده

خولگۍ مې
ډكه د مور په پى ده(
[63])

په
اوسنۍ ليكنه كې همغه مطلوب حالت په پام كې نېول شوى چې يو مور او پلار يا نيكه او
انا  خپل زلمى زوى يا لمسي ته په پېغله پسې
گرځي. په دې هڅه كې د ځوان په مور او پلار سربېره د هغوى نور نژدې خپلوان لكه تره
״اكا- كاكا״ ماما، ترور او نور هم برخه
اخلي چې د خپل نوي ځوان له پاره د پخې خټې يوه ښكلې او كاريگره پېغله خوښه كړي.

وردگ
د نورو ډېرو پښتنو په شان هڅه كوي چې لومړى په خپل كور كلي كې واده وكړي. تر دې
تېرو دېرشو- څلوېښتو كلونو پورې د وردگو كلي محدود وو او د يوه بابا ډېره اولاده
په يوه ستره كلا كې اوسېده. په دې كلاوو كې به تر لسو- پنځلسو كورونو پورې اوسېدل.
كېداى شي چې يو- دوه پېړۍ مخكې به ټول كلي په يوه كلا كې اوسېده. هغه وخت د دې
خلكو اړتياوې ډېرې لږ وي. هر چا يو- دوه توخانې (تاوه خانه)، يوه د اور خونه، يو
شپول (غوجل)، يوه د وښو خونه او يوه يخه خونه( د اضافي سامان له پاره) درلودې چې
معمولاً به په دوو پوړونو كې جوړې شوې وې. په دغسې لويو كلاوو كې به د بابا د
زامنو او بيا د هغو د زامنو (د تره زامن) كورنۍ څنگ په څنگ اوسېدې چې ځينو به په
خپلو مينځونو كې بېلدونكي ديوالونو درلودل او د ځينو انگړ به شريك و.

هغه
وخت د خلكو پوهه او د ژوند اړتياوې دومره محدودې وې چې په لږ ځاى كې يې گذاره
كولاى شوه. ډېرو خلكو د مېلمانه ځايونه نه درلودل او مېلمانه به يې جومات ته بېول،
د خلكو حوصله ډېره وه او يو له بل سره د گډ ژوند سړې- تودې به يې زغملاى شواى. په
داسې شرايطو كې به ډېرو خلكو د خپلو وروڼو، د تره(اكا) د زامنو، خويندو او
ترورگانو لورانې د خپلو زامنو له پاره غوښتې(
[64]).
ښايي يو دليل به يې دا و چې دوى سره پېژندل او د خېښې په چارو كې به تفاهم په
اسانه ترلاسه كېدلاى شواى. البته له هغه وخته څخه هم د كورنيو ستونزو او شخړو ډېرې
كيسې شته چې څېړل  يې د دې بحث كار نه دى.

كه
به د هغه وخت كورنيو په خپل كور- كلي كې وړ پېغله ونه مونده، نو د خپلو دوستانواو
خپلوانو كورونه به يې په پام كې ونيول او كه به دلته هم بريالي نه شول ، نو بيا به
يې پرديو خلكو او نورو كليو ته مخه كړه او هڅه به يې كوله چې هلته د خپلې خوښې
پېغله ومومي او خپل زوى- ورور ته ښه ځاى واده وكړي(
[65])

اوس-
اوس په وردگو كې ژوند فردي شوى او ډېر خلك هڅې كوي چې د پخواني ډله ييز ژوند په
ځاى ځان ته خپل جلا  كور ولري او له خپلې
كورنۍ سره گوښى ژوند وكړي.

په
وردگو كې مور او پلار خپل ځوان زوى ته د پېغلې د خوښولو او ټاكلو په چاره كې
لاندنيو ټكو ته پام ساتي(
[66]):

1-
په وردگو كې ډېرې ميندې او پلرونه غواړي چې له خپل زوى يا زامنو څخه وروسته،
نارينه لمسيان ولري او په دې توگه د خپلې كورنۍ نوم او يا د پلار نېكه د لړۍ پايښت
ډاډمن كړي. دا يا په بله ژبه د (كسۍ) او (بې كسۍ) خبره يا د نويو زلميانو او
نارينه ؤ د درلودلو موضوع په پښتنو كې ځانگړى ارځښت لري. په وردگو كې نارينه د
ژوندانه واكمن، د تورې او ټوپك څښتن، د مادياتو گټندوى، د دروازې او دسترخوان سړى،
د جرگو او مركو غوڅوونكى او د پياوړو مټو او تړلې ملا خاوند دى چې له همدې امله د
ژوندانه د ډگر اتل او د ښحې د سرنوشت ټاكونكى گڼل كېږي؛ ځكه نو هره مور او هر پلار
د نارينه اولاد په تمه وي. حتى ښځې جبرا او د ټولنيزو شرايطو، قبيلوي ژوند او حاكم
پلارواكه سيستم د اغېزې د تلقين له امله، نارينه تر ځانه اوچت، هوښيار، مغرور او د
ښه ټولنيز دريځ خاوند بولي او ځان د نارينه ؤ په وړاندې، د ټولنيز جوړښت په پوړيو
كې ټېټ، مستور، عاجز، كمزورى، (ناقص العقل) او د پردي كور ورته ښكاري.

په
وردگو كې ښځې تر پېغلدوده(
[67])
پورې د پلار يا ورور د كور په چارو بوختې وي او له ناوېدوده وروسته د مېړه په كور
كې كار كوي. له هغه ځايه چې په وردگو كې د خلكو ژوند له درندو اقتصادي ستونزو سره
مخامخ دى، ښځې د كور په چارو سربېره چې هغه په خپله ډېر ستومانه كوونكي دي، له
نارينه و سره په توليدي چارو كې هم ونډه اخلي. د مثال په توگه د څارويو له پاره له
پټو څخه شنه(
[68])
راوړي، له نارينه و سره د كرنې په چارو كې مټ وركوي، كروندو ته ډوډۍ رسوي او …
دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د يو كور او كلي خپلې نجونې او پېغلې د همدې كلي
له نارينه ؤ څخه مخ نه پټوي، پټو ته ځي او كار كوي؛ خو دغه كور او كلي ته واده شوې
ناوې په ډېره ځوانۍ كې د زمكو او پټو كارونو ته نه ځي او په كور كې بوخته وي؛ خو
كله چې په عمر لږ پخه شي بيا دا هم په پټ مخ باندينو كارونو ته وځي او له خپل مېړه
يا تنكي زوى سره عملا مرسته كوي.

خبره
په دې كې وه چې ښځې ټول عمر په كار بوختې وي، له همدې امله ښځې نارينه ؤ ته چې د
خلاصو مټو او پښو خاوند دى او كولاى شي چې په جگه شمله له كوره ووځي، وگرځي، په
مېلمستياوو ولاړ شي او سفر وكړي، په درنه سترگه گوري او تر ځان يې په كراتو ښه
بولي. د پښتو په ټولنيز ژوند كې په (ښځه) باندې د (نارينه) ښه والى او حاكميت ډېرى
لرغونې رېښې لري. دا توپير د ژوند په هره برخه كې ښه په زغره ليدل كېږي او په
اسانه بدلېدلاى نه شي. د پښتنو په فولكلوريكو لرغونو اثارو كې هم د دې توپير ډېرې
پريمانې بېلگې شته. د مثال په توگه په متلونو كې چې د پېړيو په اوږدو كې د خلكو د
پراخه پرگنو د ډله ييز منطق قوت څرگندوي داسې بېلگې شته چې خلك (ښځې او نارينه)
نارينه اولاد ښه بولي:

د زوى مور
سې ورور ته اړه مه سې

زوى نه منه
سره زر دي

دښمن به دې
ولاړه كړى، زوى به دې كراره كړي

دا
كيسه په پښتنو كې ډېره اوږده ده او د متلونو، سندرو او دودونو داسې بدايه زېرمه
لري چې د نړۍ په ډېرو نورو ولسونو كې سارى نه لري.

 له همدې امله هغه كورنۍ چې لږ نارينه غړي لري
هڅه كوي چې ژر- ژر ودونه وكړي، چې نوې ښځې نوي بچيان وزيږوي او نيكمرغه وي هغه نوى
ناوۍ چې نارينه اولاد راوړي.(
[69]).

2-
پېغله بايد له يوې ښې او درنې كورنۍ څخه وي. په دې مانا چې په سيمه كې د حاكم
ټولنيز اندود (طرزتفكر) له مخې، پېغله بايد له مور او پلار څخه وردگه وي او كورنۍ
يې ښه نوم ولري.

پخوا
دا دود ځكه ډېر پالل كېده چې د ليرو سيمو تر مينځ تگ- راتگ خورا ستونزمن كار و.
موټر نه و، يو نيم خان او ملك به اس درلود او نور ډېر تگ راتگ په پښو او يا كله نا
كله په خرو كېدو، له همدې امله ډېره هڅه كېده چې د واده د دود د درندو مراسمو د
پاللو له پاره په خپل كلي او يا نژدې كليو كې واده وشي چې تگ راتگ يې اسانه وي؛
خو  داسې مثالونه هم شته چې د وردگو د سيد
اباد د شنيز خلكو د جغتو يا چك په ليرو سيمو كې واده كړى او يا د جلگې كومې كورنۍ
په تنگي(
[70])
كې خېښي كړى.دا راز اړيكې به معمولا خپلوانو كورنيو يو بل ته برابرولې. پخوا تر
لوگر او  نورو ليريو ځايونو پورې د يو نيم
واده مثال شته؛ خو اوس دا ستونزې كمې شوې او 
د خلكو په تگ- راتگ كې اسانتياوې ډېرې شوې او خلك په ليرو- ليرو ځايونو كې
ودونه كوي.

په
درنه كورنۍ كې يو بل مفهوم هم نغښتى دى او هغه دا چې پېغله بايد اصله يعنې له مور
او پلار څخه وردگه يا پښتنه وي او د سيمې په كم اصله خلكو پورې اړه ونه لري. په
وردگو كې له بده مرغه ډمانو يا نايانو او نورو كسبگرو ته په كمه سترگه كتل كېږي.
څوك خور- لور نه وركوي او نه له هغوى څخه خور- لور غواړي. (
[71]) 

 

3-
پېغله بايد ښايسته وي، ښه اندام ولري او له اخلاقي پلوه پوره وي.

ښكلا
او ښه اندام په نړۍ كې يو شان نه ارزول كېږي. هغه څوك چې په يوه ځاى كې ښايسته گڼل
كېږي، په بل ځاى كې بدرنگه ورته وايي. د وردگو په اند ښايسته هغه ده چې دنگه ونه،
سپين مخ، سرې شونډې، جگه پزه او غټې سترګې ولري. دا يو ايديال حالت دى، له دې
وروسته نورې نجونې هم ودېږي. ځنې نجونې ډېر او ځنې لږ يا يوازې يو غوښتونكى لري.
هغه چې ډېره ښايسته نه وي هم ودېږي. يا يې كوم مشر سړى په نكاح اخلي، يا په
كوچيانو او نورو قومونو واده كېږي او يا يې كوم عيبجن ځوان غواړي. عيبجن ځوانان
پخوا ډېر لږ وو؛ خو په روانه جگړه كې ډېر ځوانان وځورېدل، څوك يوه سترگه نه لري، د
چا لاس نشته، د چا پښه په مين الوتى او دغسې نور عيبونه.

بله
خوا پېغله هم بايد روغه- رمټه او پنځه اندامونه يې بشپړ وي. يعنې ړنده، كڼه، پكه،
گوډه، بادخوړلې او بوچه يا منجۍ نه وي. بادخوړلې په وردگو كې هغه چا ته وېل كېږي
چې شونډه يې طبيعي درز ولري، پزه يې څڅېدلې وي او داسې نور. كه څه هم چې اوسنۍ
پلاستيك جراحي دا عيبونه ورك كولاى شي؛ خو ډېرې وردگې كورنۍ لا داسې طبابت نه
پېژني او د خپلو لوڼو گرانه تدواي نه شي كولاى. بوچه هغه پېغلې ته ويل كېږي چې پزه
يې په طبيعي لحاظ نيمه يا لنډۍ وي. په ځينو قبيلو كې بوچۍ ته مونجۍ يا منجۍ هم
وايي. هغه نارينه ته چې پزه يې ورته ستونزه ولري (بوچ) وېل كېږي(
[72]).
دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې هغه پېغله چې روغه- رمټه نه وي هم مېړه پيدا كولاى
شي؛ خو داسې پېغله هېڅكله د يوه روغ- رمټ ښايسته ځوان ارمان په زړه كې نه شي
روزلاى.

اخلاق
په وردگو كې ډېر زيات ارزښت لري. اخلاق د نجونو او ښځو په برخه كې د وردگو په
حقوقي تعاملاتو كې ډېر جدي او خورا حساسيت پارونكى بحث دى چې ځانله د خبرو بېل ځاى
لري. وردگ په دې باور دي چې كومه پېغله چې دوى غواړي بايد ښه نوم ولري او له
اخلاقي پلوه هېڅ گوته ورته ونه نيول شي.

دا
اخلاق له مور او پلار او د كور كلي له نورو مشرانو او همزولو سره په چال چلند پيل
كېږي او د كور كلي له ځوانانو سره د اخلاقي نورمونو په ساتلو پاى ته رسېږي. كه
خداى مه كړه كومه پېغله لږ عيب ولري، خلك په كمه سترگه ورته گوري او منفي گوته
ورته نيول كېږي.

د
اخلاقو بحث په ټولو پښتنو كې يو شان دى اوټول د پېغلو نجونو درانه نامه او پاكې
لمنې ته حتى د وينو په بيه په درنه سترگه گوري.

4- د كور په چارو كې د ځوان له مور سره مرسته يو بل لامل دى چې
كېداى شي يو مور او پلار د نږور ميندلو ته وهڅوي. په وردگو كې ځنې داسې مېرمنې

 شته چې په يوازې ځان د كور  كارونه كوي يا ناروغه وي، غواړي چې نږور وكړي
او په دې توگه ځان وزگاره كړي چې د كور چارې بل چا ته وسپاري او په دې توگه وكولاى
شي چې په ډاډه زړه د خپلو- خپلوانو په ښاديو او خداى مه كړه غمونو كې برخه واخلي
او په كرار زړه په شپو ولاړه شي او يا خپل لمانځه اوداسه ته وزگاره شي.

د
شپو تگ په وردگو كې يو ډول مېلمستيا ده چې معمولا د كال په درېيم فصل(منى) كې وي.
دغه  وخت چې د كركېلې درنې چارې لږ سپكې
شوې وي او په كليو كې تويونه او خيراتونه(
[73])او
لاندي(
[74])
كېږي، ډېرې كورنۍ خپلې واده شوې خويندې لوڼه د څو شپو له پاره په مېلمستيا راولي
او هڅه كوي چې تر خپله وسه يې خوشاله او ښې مړې وساتي.

دلته
د دې خبرې يادول اړين برېښي كومه پېغله چې د كور د ابادولو او كار له پاره خوښېږي،
بايد په ځان باندې او كاريگره وي. په وردگو كې خلك (حتى ښځې) د لور په زېږېدنه نه
خوشاله كېږي. ځنې هغه كورنۍ چې څو پرله پسې نجونې ولري، په نويو نجونو داسې نومونه
ږدي چې نورې بس شي لكه بس بي بي، بس بيگم، بسيمنه، تمامه، بله نشته، خاتمه، بسۍ،
بسو او بسدانه؛ خو چې كله همدا ناغوښتى موجود لږ لوى شو؛ نو لوېيدنه او پالنه يې
قدر پيدا كوي او د كورنۍ مشران شېبه په شېبه د لور د سيرت او صورت ښكلا ته څارو
وي. د عفت او عصمت په پړوني كې يې نغاړي او درنښت او ښه نوم يې غواړي.

 په وردگو كې نجلۍ چې خپل ښى او كيڼ لاس وپېژني؛
نو د كور چارې زده كوي او ستن او تار اخلي. نجونې په كوچنيتوب كې له خپل مور او
پلار او نورو مشرانو او ملا څخه لمونځ او نور اسلامي مسايل يادوي او چې لږ غټانې
شي خونې پاكوي، كور سپينوي(
[75]) په
تناره كې اور بلوي، كټوې پخوي، مېږې يا غواوې لوشي، ځگ يا غړك موښي، اوړه اغږي يا
خوشتوي، ډوډۍ پخوي، مال پيايي(
[76])
واښه راوړي، جامې وينځي، له ځانه كوچني ماشومان ساتي او داسې ډېرې نورې كورنۍ چارې
زده كوي او سرته يې رسوي او د دې په څنگ كې لومړني هنري او فني كارونه زده كوي،
لكه د جامو گنډل، لسټونخولې(
[77]
مټوۍ(
[78])، د
پايڅو خولې(
[79]
ريمالونه، سرتا(
[80]
لمنې؛ خولۍ، بوخڅكې(
[81]
ميانۍ(
[82]
لاسبندونه، ځونډي او داسې نور شيان چې له سونډو ، ورېښمو، زرتارو، هندارو او مريو څخه
جوړېږي.

5-
كله- كله داسې هم پېښېږي چې كه څوك وغواړي چې له يوې شتمنې يا لويې كورنۍ سره ځان
نژدې كړي؛ نو د هغوى خور- لور غواړي. اوس نو دا د نجلۍ په كورنۍ پورې اړه نيسي چې
دا غوښتنه مني كه نه؟ ځكه لويه يا شتمنه كورنۍ هم خپله لور په لويه يا بډايه كورنۍ
واده كوي. په اسلامي احكامو كې داسې راغلي دي چې ميندې او پلرونه دې هڅه وكړي چې د
خپل زلمي زوى له پاره (كفو) په پام كې ونيسي. دا كلمه د اقتصادي برابري مانا وركوي
او كه سړى لوى تعبير وركړي؛ نو مانا به يې داسې وي چې تاسو د زلمي او پېغلې تر
مينځ د سويې برابروالي پام ونيسي؛ ځكه چې كه دا مسله په پام كې ونه نيول شي، د دوى
په راتلونكي ژوند كې ډېرې ستونزې رازېږولى شي.

په
وردگو  او احتمالاً نورو پښتنو كې متل دى
چې وايي(كلاله وكړه خپله سياله وكړه). دلته د سيالې كلمه په همدې مانا راغلې ده چې
هر څوك دې د واده په وخت كې د پېغلې د كورنۍ دريځ ته وگوري چې هغه يې سياله ده كه
نه؟ زه فكر كوم چې متلونه په يوه اوږده زماني واټن كې د خلكو د سترو پرگنو ډله ييز
منطق دى چې تطبيقي اړخ يې دېر پياوړى او بيان يې خورا منطقى دى. پاس و گورئ چې
وايي كلاله وكړه خپله سياله وكړه، دا عينناً د كفو د مفهوم كليوالي بيان دى چې
خلكو په يوه بله بڼه منلى دى.

كفو
(كف) نظير، مشابه، مماثل، مساوي او برابر ته وايي. د دې خبرې مانا دا ده چې هلك او
نجلۍ بايد يو له بل سره برابر وي. لوى عالم مولانا  سيد ابوالاعلى مودودى په خپل كتاب (حقوق
الزوجين) كې ليكي چې د داسې ښځې او مېړه تر مينځ بايد د واده تړون وشي چې د دوستۍ
او رحمت هيله ډېره وي، كه داسې نه وي رشته مكروه ده. دى ليكي چې نبي كريم(ص) له
نكاح څخه د مخه د ښځې د ليدلو توصيه كړې ده: (څه وخت چې څوك په تاسو كې يوې ښځې ته
د نكاح حال استوي، كه امكان لري چې هغه وگوري چې ايا په هغې كې هغه ښېگڼې يا جاذبه
شته چې نكاح دې ورسره وشي كه نه؟) يا (كله چې وغوښتله يو له تاسو څخه كومه ښځه نو
هېڅ گناه پرې نشته چې هغې ته وگوري، كله چې هغې ته د غوښتنې په غرض گوري كه څه هم
چې هغه پوهه نه وي). البته د دې كتلو په حدودو كې توپيرونه شته، ځنې فقها يوازې
لاس، مخ او پښې روا بولي؛ خو ځنې نور وايي چې ټول بدن ته يې كتلي شي(
[83]).

د
اسلام د ستر پېغمبر له داسې صريحو رواياتو سره- سره په وردگو كې ډېرې كورنۍ خپلو
زامنو ته دا وخت نه وركوي چې پېغلې ته وگوري. اوس كه دا ځوان او پېغله په غاښ
برابر نه وي، په كړو- وړو، اخلاقو، دين پالنه، اقتصادي حالت او يا د دوى د كورنيو
په بنسټيز دود دستور كې ستر توپيرونه وي؛ نو د نكاح مزى به ډېر مضبوط نه وي او
دواړه به له ستونزو سره مخامخ وي.

استاد
حبيب الله رفيع ليكي چې د اوسنيو پښتنو وردگو مخكنيو اريايي پلرونو او نيكونو لږ
پراخه سينه درلوده او خپلو زلمو ته يې دا موقع وركړې وه چې په خپلو كې سره وويني
او په خپله خوښه واده وكړي. دا موضوع به لږ وروسته وڅېړو او وبه گورو چې زموږ
پخواني مشران څومره معقوله وو!

6-
ځوان ته د زلميتوب د سن او جنسي غوښتنو په مقتنضى د يوې مناسبې او وړ ملگري پيدا
كول؛ خو دا محك همغسې چې زموږ په شمېره كې تر ټولو وروسته راغلى دى، د وردگو په
تصاميمو كې هم وروستى او خورا كمزورى ځاى لري. د دې خبرې لوى ثبوت دا دى چې زلمى
او پېغله د خپل راتلونكي ژوند د ملگري د ټاكلو او يا سلامشورې په برخه كې هېڅ واك
نه لري او نه خپله رايه ښكاره كولاى شي، هلته له بده مرغه دود داسې دى چې واده لا
تراوسه د يوه ځوان او يوې پېغلې د ژوند شخصي مسله نه؛ بلكې د كورنيو او خپلوانو او
مشرانو خبره گڼل كېږي. په يوه واده كې ښايي چې د يوه زلمي په مور- پلار، مشر ورور،
تره او نورو نژدې خپلوانو سربېره د كلي نور مشران, مخور, سپين ږيري، سپين سرې،
ملا(
[84]) او
 ملك(
[85])
وپوښتل شي؛ خو د قضيې اصلي اړخ چې په واده ولاړ زلمي دى هېڅوك نه پوښتي، د پېغلې
په برخه كې خو دا سوال هډو مطرح كېږي هم نه چې ستا خوښه ده كه نه؟ او زه فكر كوم
چې د وردگو د واده د دود يوه خواشينونكې برخه همدا ده چې تل يې ډېر زلميان ځورولي
او لا يې هم ځوروي(
[86]).

په
وردگو كې يوه مور او پلار پوهېږي چې بچى يې اوس زلمى شوى. دوى وايي چې پلاني
مېړانې وهلې يعنې نور نو ځوان او نارينه بلل كېږي او كېداى شي چې واده ورته وكړو.

په
وردگو كې د ځوان او پېغلې د واده له پاره د عمر حدود نشته. جلۍ له څوارلس- پنځلس
كلنۍ څخه وروسته (په ځان باندې) يا پېغله يادېږي. جلۍ هغه وخت پېغلتوب ته رسېږي چې
مياشتنۍ ناروغي ورته پيدا شي او په څېړه كې يې بدلونونه راشي. هلك هم هغه وخت ځوان
بلل كېږي چې خپله ږېره وخريي او په مټو پياوړى ښكاره شي.

د
افغانستان په قوانيو كې د هلك او جلۍ د واده له پاره حد اقل عمرونه ټاكل شوي، خو
څوك دا خبرې نه مني او خپل ولسي دود- دستور ته گوري(
[87])

د
افغانستان مدني قانون اويايمه ماده وايي چې (د ازدواج اهليت هغه وخت پوره كېږي چې
نارينه 18 كلني او ښځو 16 كلني عمر پوره كړي وي). دا قانون وړاندي ليكي چې د صغيره
جلۍ د نكاح عقد چې عمر يې د (15) كلونو څخه كم وي په هيڅ صورت جواز نه لري(
[88]).
خو عملاً ډېرې داسې بېلگې شته چې د شريعت قطعي احكام او د قانون پرېكړې په كليوالو
پښتنو كې نه دي عملي شوي او د كوچنيو نجونو په واده كې عام او خاص لاندې باندې
گرځي او همغه يوه كاسه شوروا او لږ غوښه د ځان له پاه ښه بولي! ښايي په وردگو كې د
واده له پاره نور لاملونه هم وي؛ خو په څو غټو يې موږ پاس خبرې وكړې. طبيعي خبره
ده چې هره كورنۍ خپل زلمي ته د واده له پاره خپل دلايل لري او د همغه له مخې
گامونه  پورته كوي. كه چېرته يوه كورنۍ
وغواړي چې خپل زلمي ته واده وكړي او د دې واده له پاره پوره پيسې او امكانات ولري،
كار به لږ اسانه وي؛ خو كه وغواړي چې په بدلانه واده وكړي يعنې ښځه په ښځه بدله
كړي، كار لږ نور هم ستونزمن كېږي؛ ځكه كېداى شي چې يو لورى بل ته مطلوب وي؛ خو
دوهمه كورنۍ موافقه نه وي. ډېرې غوښتنې ولري او يا اصلا له دې كورنۍ سره د بدلانه
اراده ونه لري.

اعراب
د بدل نكاح (شغار) بولي او وايي چې دا د جاهليت د وخت نكاح ده. د اسلام ستر پيغمبر
فرمايي چې (لا شَغار فى الاسلام) يعنى په اسلام كې د بدل نكاح نه شته او دليل يې
دا دى چې په جاهلي اعرابو كې به د دوى تر مينځ مهرونه نه وو او يوه ښځه به د بلې
ښځې په بدل كې مهر گرځېده. ځنې خلك وايي چې كه د دواړو ښځو له پاره خپل- خپل
مهرونه وټاكل شي، نو بيا پروا نه لري؛ خو ډېر نور څېړونكي بيا په دې اند دي چې د
شغار نكاح كه مهر هم ټاكل شوى وي باطله او ناروا ده(
[89]).

په
وردگو كې د بدلانه ودونه ډېر دي، ځنې خلك چې ځوان زامن او لوڼې لري او غواړي چې په
(بدلانه) واده وكړي؛ نو په داسې كورنيو پسې گرځي چې هغوى هم ځوان زامن او لوڼې
ولري. په دې صورت كې د ځوان كورنۍ هڅه كوي چې داسې يوه كورنۍ ومومي چې پېغله خور-
لور او كور يې د دوى خوښ شي. اوس د دوستي دوهم گام په هغه كورنۍ پورې اړه لري چې د
لومړني كورنۍ خور- لور او كور خوښ كړي او دواړه يو د بل شرايط ومني او خېښۍ ته
چمتو وي. كه چېرته دواړه خواوې يو پر بل راضي وي؛ نو د (دعا) او نورو دودونو  سرته رسولو ته وختونه ټاكي.

په
وردگو كې د بدلانه په ځينو ودونو كې حالت ډېر ايديال نه وي، داسې ليدل شوي چې يو
پلار خپله لور ځان ته بدلوي او داسې ښځه كوي چې د سن له نظره به د ده د لور همځولي
وي او يا كومه په ځان باندې پېغله داسې هلك ته ودېږي چې لا د واده سن ته نه وي رسېدلې
او تنكي حسابېږي(
[90]).

ارواښاد
استاد عطايي ليكي كومه ښځه چې په بله ښځه بدلېږي (مخۍ) بلل كېږي. په مخۍ كې دا
ضرور نه ده چې هرومرو  دې يوه ښځه له بلې
سره برابره وي. كېداى شي چې يوه ښځه ځوانه او ښكلې او بله په عمر پخه او بدرنگه يا
لږ ښايسته وي، په داسې مواردو كې يو طرف و هغه بل ته (سر) وركوي. د عطايي صاحب په
قول مخې كول تر ختيځو او جنوبي قبيلو په لويديځو قبيلو كې ډېر رواج لري (
[91]) په
وردگو كې هم د (سر د وركولو دود شته، خو لږ!

استاد
عطايي ليكي چې د (سر) وركول چې كېداى شي نقدې پيسې يا مال وي، د بدلېدونكو پېغلو په
مفهوم باندې چې مخۍ يا مخياني دي څه اغېزه نه كوي (
[92]).

د پښتنو وردگو اوسني ودونه، د پخوانيو اريايانو د ودونو
لړۍ:

استاد
حبيب الله رفيع په كال 1381 هـ- ش كې د (پښتني ودونه) تر نامه لاندې يو ښكلى كتاب
خپور كړى دى. په دې كتاب كې په ودونو باندې له بابا ادمه تر دې دمه خبرې شوې او د
پښتنو ودونه په تفصيل كاږل شوي دي. دى ليكي چې اريايانو د خپلې مېنې د ابادولو او
پراخولو له پاره نارينه ؤ او ښځو ته اړتيا درلوده او هڅه يې كوله چې د ودونو له
لارې چې دوى ته يې ځانگړې سپېڅلتيا درلوده خپل شمېر زيات كړي.

د
رفيع صاحب په قول هغه وخت به د زلمي او پېغلې تر مينځ واده د مينې په مزي تړلى و.
د دوى دواړو به چې مينه پيدا شوه، واده به يې وكړ او خپلوانو به يې د واده دودونه
تاوده كړل او لگښتونه به يې پرې وكړل(
[93])

(سامانه)
د اريانا د ويدي دورې يوه درنه مېله وه. په دې مېله كې به ټولو خلكو برخه اخيسته
او د فنونو او هنرونو خاوندانو به د خپل كمال نندارې جوړولې او ځوانو زلمو او
پېغلو به په همدې خوندورو مېلو كې گوتې خوږولې(
[94]).
په دغه مېلو كې به چې له سهاره تر ماښامه، يا له ماښامه تر سهاره د سپوږمۍ په
پلوشو كې روانې وې، زلمو ته اجازه وه چې د خپل راتلونكي ژوند ملگرې وټاكي او خپلو
كورنيو ته نوې خوښۍ ور په برخه كړي. رفيع صاحب ليكي چې واده اريايانو ته ښه، نېك،
دروند او سپېڅلى كار ښكارېده؛ نو ځكه يې ښكلي دودونه ورته جوړ كړي وو چې ځېنې يې
لا تر اوسه هم په پښتنو كې ژوندي دي او ښه په درز پالل كېږي.

اريايي
زلمو به د لوړې پزې، غټو سترگو او سور سپين مخ درلودونكې پېغله خوښوله، دغه پېغلې
او زلمي به د هغه پېر په (سامانه) كې د طبيعت په ښكلو او ښېرازه لمنو كې، په داسې
حال كې سره يو ځاى وو چې د (سوما) په ميو به مست وو؛ خو كليواله او غرنۍ حيا به يې
ساتله او باطني ښكلا ته به يې ارزښت وركاوه. تاريخي روايات وايي چې اريايي زلمو به
نجونې ډېرې خوښولې. يوه ويدي ترانه وايي:

(ځوانان
د پېغلو نجونو ښكلى غږ ډېر خوښوي،

دومره
يې خوښوي لكه څښتن چې خپل ستايل او لمانځل اوري له خولې نه د بشر په خوند- خوند)

پاسنۍ
ښكلې ترانه د مينې يوه لويه نړۍ انځوروي او په اريايي ټولنه كې د پېغلو نجونو لوړ
دريځ او اوچت ځاى څرگندوي. له دې څخه په راوروسته پېرونو كې چې اريايان په خپلو
لومړنيو سيمو كې د ډېرښت له امله، ساتنگي شول او لور په لور خواره شول، د كورنيو د
جوړولو ډېوې د پخوا په شان بلې پاته شوې؛ خو په دودونو كې د ځايونو او وختونو له
غوښتنو سره سم هرومره څه نا څه بدلونونه پېښ شول او پرمختياوې پكې رامينځ ته شوي(
[95]).

پښتانه
او په تېره بيا وردگ چې د اريايي ستر كهول پاته شونې بلل كېږي اوس هم د خپلو ودونو
له پاره ډېر په زړه پورې دودونه لري چې په ډېرو كې يې اريايي رنگ او خوند له ورايه
ښكاري. لا هم په زړونو ښه لگي او خوږې خاطرې يې تر ډېره په يادونو كې ژوندۍ پاته
كېږي. زه په دې كتابگوټي كې هڅه كوم چې د دغه دود بشپړه شرحه تاسو ته وړاندې كړم
او د خوښيو د نمانځنې او پالنې دغه خوندورې شېبې د تاريخ سترې حافظې ته وسپارم چې
د يوه بدلېدونكي امانت په څېر هلته خوندي پاته شي. له هغه ځايه چې د خلكو په
دودونو كې ژر- ژر بدلون پېښېږي، د پخوانيو دودونو خوندي كېدنه ځكه اړينه ښكاري چې
په دغه قومي ډله باندې د راتلونكو تاريخي څېړنو له پاره مواد موجود وي او له
څېړونكو سره مرسته وكړي چې د دوى د پېژندگلوي په برخه كې پاخه اسناد په لاس كې
ولري. هيله ده چې يوه روځ د افغانستان انځوريزۍ رسنۍ په دې بريالي شي چې د دې
هېواد د ټولو خلكو د دودونو او په تېره بيا د ودونو د مراسمو ژوندۍ خپرونې جوړې
كړي او په ارشيفونو كې يې خوندي وساتي.

ريباري(روى باري):

په
هر صورت كله چې يوې كورنۍ د كومې بلې كورنۍ خور- لور د ځان له پاره غوره وبلله او
په خپلو كې يې د دغه خېښۍ له پاره سلامشوره بشپړه شوه؛ نو د غوښتنې پړاو پيل كېږي.
دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د يوې پېغلې د ټاكلو له پاره ډېرې هلې ځلې كېږي.
يا خېښي په داسې نژدې خپلوانو كورنيو كې كېږي چې يو له بل سره پېژني او د خور- لور
د ځانگړې لېدنې اړتيا نه وي او يا خو داسې وي چې نجلۍ په ناپېژندلې كورنۍ پورې اړه
ولري او چا يې د زلمي مور او پلار ته غورې كړې وي. په دې صورت كې د زلمي نژدې ښځې
(مور؛ خور، ترور، د تره ناوې او …) په كومه پلمه د پېغلې كور ته ورځي.بلوغ ته
رسېدلې نجلۍ چې مېړه يې نه وي كړي پېغله بلل كېږي(
[96]).

استاد
حبيب الله رفيع ليكي چې پېغله په داسې روځ لكه ترهېدلې هوسۍ د رم په حال كې وي،
پټېږي او چا ته د ليدلو نيوى نه وركوي؛ ځكه نو كتونكې ډله لومړى په كور كې شا او
خوا سترگې غړوي، د كور عمومي سليقې، نظافت او نظام ته گوري، د چاى- ډوډۍ سررشتې ته
پام كوي او په خونه كې د پېغلې د لاسي كارونو په بېلگو پسې گرځي.

په
پېغله پسې ورغلې ښځې معمولا د زړه حال نه وايي او چې پېغله په چل ول ونه گوري او د
خېښي نيت يې پوخ وي؛ نو د پېغلې له كورنۍ څخه غواړي چې هغه پرې وگوري. كېداى شي چې
دا غوښتنه په همغه لومړي ورتگ كې وشي يا په وروستنيو كې؛ خو د منلو په صورت كې
پېغله په پټ مخ راځي، بيا يې مور يا مشره خور يا كومه بله مشره ښځه په ځانگړو
ادابو سره پلو پورته كوي. په هغه وخت كې د پېغلې سترگې له حيا څخه پټې وي. مېلمنې
ښه په ځيره ورته گوري، د پېغلې د ښايست پته لگوي او  د تلو- راتلو په وخت كې يې څاري چې گوډه، شله
او عيبي نه وي او كومه (خو)(
[97]) و
نه لري(
[98]).

له
دې وروسته كتونكې ښځې د ځوان كور ته ستنېږي او د هغوى مشرانو نارينه ؤ او ښځو ته د
خپلې خوښې يا نه خوښې خبره كوي. كه يې پېغله نه وي خوښه؛ نو د هغې د صورت، كورنۍ
او كار په هكله منفي خبرې كوي او خبره خلاصه كړي او كه يې پېغله، د هغې كار او
كورنۍ خوښ شوې  وي؛ نو ځانونه  په غورو او ستاينو  ستړې كوي او د زلمي مور او پلار دې ته هڅوي چې
ژر- ژر لاس په كار شي، نارينه رويباران ورولېږي او بېروي يې چې هسې نه چې بل څوك
يې وغواړي او خبره خرابه شي.

په
هر صورت له دې وروسته د نارينه ؤ كار پيل شي. په نارينه ؤ كې كېداى شي د زلمي خپل
پلار، مشر ورور، تره، ماما يا بل داسې كوم نژدې ژبه ور خپلوان دا دنده په غاړه واخلي
او يا د كلي كوم بل په خبره پوه او مجلسي سړى يا څو كسان د رويباري له پاره وټاكل
شي. استاد حبيب اله رفيع ليكي چې دغه كس يا كسان په يو مناسب وخت كې د پېغلې كور
ته ورځي او هلته طبق معمول د ځوان د ښو اخلاقو، دينداري، پوهې او كمالاتو غورې كوي
او د ځوان د كورنۍ د ښه نامه، شتمني، شهرت، كار او نورو صفاتو په هكله معلومات
وركوي او  بيا نو ورو – ورو د پېغلې د پلار
د خولې كش اخلي.

دلته
يوه پوښتنه مخې ته راځي چې مناسب وخت كوم دى چې رويباران د پېغلې كور ته ورشي او د
خېښۍ خبره ورسره ياده كړي؟

مناسب
وخت هغه دى چې خلك ډېر په كارونو بوخت نه وي او د تگ- راتگ له پاره وخت ولري. د
پسرلني كښت موسم، د لو او درمند وخت او په مني كې د كښت يو څو شپې روځې د رويباري
او  د واده د نورو كارونو له پاره ښه
وختونه نه دي؛ ځكه چې خلك ټول (ښځې او نارينه) په كارونو بوخت دي او نه وزگاره
كېږي. بله مهمه مسله دا ده چې د ريبارۍ او د واده له نورو دودونو څخه مخكې په
دواړو كورنيو كې او يا دوى په ډېرو نژدې خپلوانو او يا مشرانو كليوالو كې مړى نه
وي شوي. له هغه ځايه چې پښتانه د خپل كور او خپلو- خپلوانو د مړي وير ډېر دروند
پالي؛  په داسې روځو او مياشتو كې څوك
رويباري او د خېښۍ  نورو دودونو ته زړه نه
ښه كوي. د مشر سړي يا ښځې او يا د ځوان نارينه مړى ډېر دروند بلل كېږي، د نورو
مړيو په صورت كې هم څوك د مړي د كورواله سپكاوى نه كوي او كه وغواړي چې د واده كوم
دود لكه رويباري، ستن، ناسته او ناوېدود سرته ورسوي؛ نو لومړى يو څو كسان د مړي
كور ته ورځي، هغوى ته عذر كوي او له هغوى نه اجازه غواړي. په داسې وختونو كې د مړي
كورنۍ معمولاً عذر والاوو ته وايي چې ستاسو كور دې ودان وي، زموږ غم او ښادي دواړه
گډ دي، كه مړي وي هم زموږه گډ دي او كه ژوندي وي هم زموږه گډ دي او په دې توگه دوى
ته د خوشالۍ اجازه وركوي. ځنې وخت د مړي غم دومره دروند وي چې په اجازه سربېره بيا
هم د واده كورنۍ په خپلو دودونو كې د احتياط خوا نيسي او دومره ډزې، ساز او سوبت
نه كوي چې د مړي كورنۍ پرې خپه شي.

خلك
په داسې وختونو كې وايي چې (پلاني خېل) په (سره خوله) دي؛ خو هغه نورو ساز و سوبت
شروع كړى! خلك معمولاً داسې كړنې په كلكه غندي او هڅه كوي چې هم واده يا بله ښادي
تر سره كړي او هم د مړي د كور درناوۍ په ځاى شي.

په
وردگو كې رويبار يا رويباران د خېښۍ د هرومرو كېدلو ذمه په غاړه اخلي او هڅه كوي
چې دواړه غاړې سره نژدې او د (هوكې) پړاو ته ورسوي،داسې رويباران په لونگيو، جامو
او نورو سوغاتونو ستايل كېږي.

په
ځينو وختونو كې د ځوان كورنۍ د پېغلې د كورنۍ د قانع كولو له پاره د سپين روبو،
معززينو او ملايانو مركه وراستوي چې په مخ كې پرتې ستونزې ليرې كړي او د پېغلې
مشران (هو) ته وهڅوي يا اړ
باسي.

په
وردگو كې ډېرې كورنۍ وروسته له دې چې رويباران ورشي او دوى ته د ځوان د اخلاقو،
صفاتو، كړو- وړو، كار، ژوند او منصب غورې وكړي؛ نو د ځوان ليدلو او د هغه د كور
كتلو ته ورځي او په پټه يا ښكاره خپل معلومات بشپړوي. دا معمولاً هغه كورنۍ وي چې
اقتصادي وضع يې ښه وي او وغواړي چې خپله خور- لور ښه ځاى واده كړي او كه نه داسې
ډېرې اړې كورنۍ شته چې خپلې لورانې په بېوزله كورنيو، په بېكاره ځوانانو، كمكيو
هلكانو  او يا بوډاگانو  ودوي.

د
پېغلې كورنۍ معمولاً دا ښه بولي چې ځوان ډېر وروڼه او خويندې ونه لري چې د دوى لور
د هغوى په چوپړ كې ډېره ستړې شي. وردگ يكه ځوان ته ډېره ترجيح وركوي، يكه يا يو
وزرى هغه ځوان ته ويل كېږي چې بل ورور و نه لري او د پلار ميراث ټول ده ته پاتې
كېدونكي وي. بله مسله چې د پېغلې كورنۍ پرې خوشاله كېږي هغه د ځوان يا د هغې د
كورنۍ اقتصادي وضع ده چې كور، زمكه، مال او شته ولري، كلا يې ځانته وي، پوروړي او
مسكينان نه وي، ښه نوم ولري، په خلكو منلي وي (بدي) و نه لري او د چا د سرو وينو
پور نه وي ورباندې!

بدي دښمني ده. دښمنداره سړي ته بدي داره سړي هم ويل كېږي.
كه چېرته د دې ځوان كورنۍ بدي ولري او پخوا يې څوك وژلي وي او يا كومه بدي له پخوا
ان د نيكه له وخته ورته پاته وي، نو د دې ځوان سر ته هم خطر متوجه كېداى شي. بدي
په فردي لحاظ ځان ته مقررات لري؛ خو قبيله هم په بدي كې راتلى شي او په پښتنو كې
قبيله له قبيلې سره بدي درلودلې شي.

بدي په پښتنو كې داسې يو داستان دى چې په پېړيو- پېړيو روان
دي. له بده مرغه چې ډېرې پښتني قبيلې يو له بل سره بدۍ لري، كلي له كلي، كورنۍ له
كورنۍ او افراد له افرادو سره زړې يا نوې 
دښمني لري او ټول هڅه كوي چې له پلارو نيكه نه دا پاتې غير اسلامي او غير
انساني دود په ښه قوت وپالي او ځان د بديو په كړيو كې ايسار وساتي. داسې ښكاري چې
بديو په پيړيو- پېړيو د پښتنو ډېر وخت، امكانات، شتمني، ښايسته ځوانان او ارام
فكرونه خوړلي او دوى يې له ارام ژوند، پرمختگ او خپل منځي تفاهم څخه ليرې ساتلي
دي.

په
وردگو كې ځنې كورنۍ رويبارانو ته ژر مثبت ځواب وركوي؛ خو كله نا كله څو ځلې تگ-
راتگ كېږي چې هوكړې ته سره نژدې شي.په وردگو كې معمولاً له(هو) څخه مخكې د واده
ټول نغدي او جنسي لگښتونه ټاكل كېږي لكه ولور، پوښ، توى او نور. داسې هم پېښېږي چې
په ولور، پوښ، توى او نورو مسايلو باندې د داوړو خواوو د نه جوړښت له امله، (دعا)
يو بل وخت ته وځنډېږي او يا معامله فسخ شي. د اورېدو له مخې كه ريبار يا د
مركچيانو ډله د لگښتونو د ټاكولو واك ولري او يا د زوم ورور، پلار يا كوم بل مشر
ورسره مل وي او يا دوى خپله رويباري كوي؛ نو هيله ډېره وي چې توافق تر لاسه شي، كه
داسې نه وي؛ نو رويباران بايد څو ځلې ولاړ شي او راشي چې دواړه خواوې په دې درندو
لگښتونو كې يو بل ته نژدې كړي.

ولور مهر نه
دى. ولور هغه نغدې پيسې دي چې په خور- لور اخستل كېږي دا مسئله له ډېرو پخوا څخه
په وردگو او نورو پښتنو كې هومره ستره شوې چې په كليوالو  سيمو كې هېڅ پېغله بې ولوره نه ودېږي او ډېرى
خلك لوړ ولور ځان او خپلې كورنۍ ته يو ډول وياړ بولي. د دين عالمان وايي چې ولور
په اسلام كې ځاى نه لري؛ خو پښتنې قبيلوي ټولنه خپلو دودونو ته په ډېره درنه سترگه
گوري او پالل يې خپله جدي دنده بولي.

په
وردگو كې دا لگښتونه معمولا ډېر درانه او ملا ماتونكي دي او د انصاف او دين د
احكامو له حدودو څخه وتلې ښكاري. په وردگو كې چې ډېرى خلك يو ډول پيتاوي(پيتو)
اسلام پالي او د كتابي او رښتيني اسلام له موازينو څخه لېرې دي، له پېړيو، پېړيو
راهيسې د لورانو د خرڅلاو كرغېړنه عنعنه روانه ده او دا هر څه منلي او معقول ورته
ښكاري.

ولور د
(كابين) مانا وركوي. په قبيلوي اصطلاح كې ولور هغه حق دى چې پلار يې د لور، ورور
يې د خور او تربور يې د ترلې په وركړه كې لري. ولور د پېغلې د كورنۍ له خوا ټاكل
كېږي او د ځوان كورنۍ يې بايد وركړي. د ټاكلي ولور نه وركول ناغه لري. كه يو څوك
پر بل چا جرگه راوغواړي او دا ثابته كړي چې د ځوان كورنۍ د دوى ولور نه وركوي او
خپله ښځه غواړي؛ نو  كه يې د الزام دلايل
ثابت شي، ملزم به د پېغلې كورنۍ ته په ولور سربېره (شرم) هم وركوي. د ولور نه
وركول د قبيلوي سړي بې غيرتي بلل كېږي او هغه كسان چې دغسې حال ته رسېږي اكثراً
فراري كېږي.

ښاغلى
ابوالخير ځلاند د كوټې په شا او خوا سيمو كې د (ولور) په ځاى د (خرڅلاو) نوم اخلي
او ليكي چې بل داسې مترادف لغت يې نه دى موندلى چې د نجونو د خرڅلاو ځاى پې ونيسي.
هغه يوه چغه هم په دې هكله را اخلي.

خوركۍ مېلمه
د مرگي هوډي سو

نجونه
خرڅېږي خرې و غويي سو

د خوارو
لوڼو پر زړا نه دي

مندي پلرونه
راته مري سو

د
ځلاند په قول بدله داسې ښيي چې د دغه سيمې ښځو ته ځانونه د نارينه ؤ په مقابل كې
څاروي غوندې بېقدره ښكاري او فكر كوي چې دوى هم د څارويو په څېر په پيسو خرڅېږي او
رانيول كېږي. دا ښځې د سيمې په ملايانو  هم
نيوكه كوي چې ولور په قطعي توگه حرام نه بولي، ظالمانو ته رښتيا وينا نه كوي او په
ځوانو نجونو باندې د راز- راز ظلم، تيري او ناوړه چلند مخه نه نيسي:

ملا
د خواركي خپل كتابونه

كه
يې روا كړل زموږ هډونه

و
موږ ته گران دي پردي كورونه

لري
ملكونه زاړه مړونه

(انگى
د نيمې نړۍ فرياد,ص 73- 75).

په هند كې چې په
خپل پخواني تاريخ كې له موږ سره گډ فرهنگي مشتركات لري، د ځوان كورنۍ په پېغله پسې
لالهانده نه گرځي او دا د پېغلې كورنۍ ده چې بايد د خپل لور د ودوزن له پاره هڅه
وكړي او هغه ته يو ښه ژڼى پيدا كړي. په هند كې د پېغلې پلار بايد خپلې لور ته 21 –
45 جوړه جامې او ښه جهيز يا كور برابر كړي چې ښه مېړه ومومي. كه داسې نه وي، نو
وېره شته چې نجلۍ ټول عمر بې مېړه پاته شي!د ځينو كورنيو په (كور) كې د نوې ناوې د
نوي كور نژدې ټولې اړتياوې په پام كې نيول كېږي.

كېداى شي چې
اقتصادي ستونزو تل پلرونه دې ته اړ كړي وي چې په خپلو لورانو ولور واخلي. په وردگو
كې د واده د لگښتونو درنوالى دومره زيات دى چې ډېر ځوانان واده ته زړه نه شي كولاى
او يا تر كلونو- كلونو پورې په پورونو كې ډوب وي، سودونه وركوي، زمكې خرڅوي او يا
يې په گرو وركوي. دغه ستونزه په كلونو- كلونو په دغه نوي ځوانه كورنۍ چې معمولا له
خپلو نورو خپلوانو سره يو ځاى ژوند كوي، بده اغېزه شندي او د دوى ژوند خرابوي.ډېر
ځله داسې ليدل شوي چې كوم زلمي ته چې د واده (هوكړه) اخستل كېږي، هغه په كور نه وي
او په خواري، غريبي پسې تللي وي. حتى داسې هم شوي چې يو زلمى دې د خپل واده په وخت
كې هم په كور نه وي او په مسافري كې وي چې يو څه پيسې وگټي او خپلې كورنۍ ته يې
ولېږي.

په هند كې د پېغلې د كورنۍ لومړنى ارمان دا وي چې خپله لور په كوم شتمن سړي
واده كړي كه داسې ونه شوه او كورنۍ بېوزله وي، نو لومړى د گلانو له يوې گېډۍ سره د
خپلې لور ډېر ساده واده جوړوي او بيا دا گېډۍ اوبو ته غورځوي. له دې وروسته دا
پېغله كونډه حسابېږي او دوهم واده يې ارزانه وي. يا دا بېوزلۍ كورنۍ له داسې چا
سره د خپلې لور نكاح تړي چې هغه سړى بل واده ولري، دا سړى دا نوې ښځه لـه نكاح څه
وروسته سمدلاسه طلاقوي چې كونډه وبلل شي او دوهم واده يې ډېر لگښت نه غواړي. د
داسې طلاقي نجونو پلار د خپلو لوڼو په دويم يا اصلي واده كې دومره لږ لگښت لگوي چې
نژدې د هر سړي په وس پوره وي(
[99]).



[1]  ارواښاد
استاد عبدالرحمن پژواك داسې نجلۍ چې تازه پېغلتوب ته رسېدونكي وي (گوتلكه) بولي او
وايي چې دا كلمه د (گوته) او (لكه) تركيب دى.

 لك (درېدلو) ته وايي او نجلۍ چې تازه پورته شوي
يا ښځه شوې وي گوتلكه بلل كېږي. گوتلكه د ښځېتوب يو پړاو دى او په قبيلوي قانون كې
په گوتلكه تېرى داسې دى لكه په پېغله چې تېرى شوى وي؛ خو كله چې د (سپين پايڅې) په
توگه له كوره وځي ولور يې د پېغلې په پرتله لږ وي (كابل كالنۍ 1318، د ښاغلي پژواك
مقاله… ص 240).

 

[2]  غيرت– په قبيله كې د حيثيت ساتلو د پاره غيرت
يوه وسيله ده. هر سړى او هره قبيله چې غيرت يې كمېږي، د نورو د چپاول وېره ډېرېږي.
يو قبيلوي سړى تر هر څه وړاندې د خپلو حقوقو په ساتلو كې غيرتمند وي.

غيرت د ناموس جز گڼل كېږي او وايي (د چا څخه
چې غيرت ځي هغه ناموس هم نشي ساتلى). يو قبيلوي سړي ته د بې غيرته خطاب د لويو
ښكنځلو په منزله كې دى او څوك حق نه لري چې بل ته بې غيرته ووايي كه نه پر خپله
ذمه يو شرم اخلي. په قبيله كې غيرت له تعصب سره ملگرى وي او د قبيلوي نظام د ساتنې
له پاره هر سړى بايد د قبيلې په ننگه په غيرت ودرېږي. غيرت يوازې د نارينه وو په
ښو خصلتونو كې نه راځي بلكې ښځې هم بايد غيرت ولري (د پښتني قبيلو اصطلاحى قاموس،
ارواښاد محمد ابراهيم عطايي، ص 199).

[3]  د خلكو سندرې، حبيب اله رفيع، د افغانستان
اكاډمۍ، د تاريخ او ادب ټولنه، 1349 هـ.ش، ص 76.

[4]  د خلكو سندرې، ص  77.

[5]  د پښتو د ولسي ادب لارې، څېړنوال دوست شينوارى،
پښتو ټولنه، 1365، ص 93.

[6]  فولكلوري جواهر، پروفيسر سيال كاكړ، پښتو
اكاډمۍ، بلوچستان، 1997 م، ص 17.

[7]  د پښتو د ولسي ادب لارې- د نه ايليدونكي ولس د
ادبياتو په حواله، ص 19.

[8]  ده- دا.

[9]  كه- كړه

 

[10]  غرنۍ سندرې، محمد عارف غروال، ص 27.

[11]  پښتانه اور سپېڅلى بولي او په اور لوړه كېږي. په
لرغونو قبيلو كې چې چپاوي يرغلونه به كېدل، ډېر لوى زيان دا و چې اور به يې ورمړ
كړ. په قبلوي عرف كې يو چا ته د اور وركول بد انگيري؛ نو كه به د چا اور مړ شو
آواره به شو(د پښتني قبيلو، ص 10).

[12]  ديانت زردشتي، پروفيسور كاى بار- پروفيسور
اسموسن او ډاكتر مرى بويس، د فريدون بهمن ژباړه، د جامې خپرونې، 1386 هـ.ش، تهران.

[13] د پښتني قبيلو، ص 10.

[14]  د پښتنو ځنې فولكلوري روايات، على محمد منگل، د
كلتور دولتۍ كميټه، 1374، كابل.

[15]  پښتو لنډۍ، د افغانستان د علومو اكاډمۍ، 1364
هـ، ش، ص 36.

[16]  (Marriage custams … page 7).

[17]  پښتو لنډۍ، ص 74- 75.

[18]  پيوند هاى افغانستان و هند در امتداد زمان،
داكتر رهين، ص 17. رامايانا, كهن ترين حماسۀ عاشقانه هند، مركز تحقيقات فارسى،
2009، دهلى نو، ص 249.

[19]  مېيين- نرم باران، ورو- ورو باران.

[20]  بران- باران.

[21]  وري- اوري.

[22]  فولكلوري جواهر، پروفيسر ولي محمد سيال كاكړ، ص
38.

[23]  – دا بدله د ناوې په كور كې د ناوې د وړلو په
شپه او روځ د دواړو ډلو ښځو له خوا بلې لوري ته د پېغور په توگه وېل كېږي. دلته د
يو پلو ښځې د بل پلو ښځو ته په سندرو كې د دوى د كوم نارينه نوم اخلي او داسې توند
پېغور وركوي چې هغه باالمقابل غبرگون ته اړ باسي. د دې راز بدلو بشپړه شرحه وروسته
راځي.

[24]  تالا- تعالى.

[25]  ايريان- حيران- اريان.

[26]   وركو- وركړو

[27]  جومت- جومات- مسجد.

[28]  كوټى- د خره بچى چې مذكر وي. كه دا بچى مونث وي؛
نو بيا كوټيې بلل كېږي.

[29]   اشرپۍ- د شاه اشرف هوتك د وخت سكې چې اوس ډېر
تاريخي ارزښت لري. دا سكې په پارس كې ضرب شوې وې او د زرو د سوچه والي له پلوه تر
نن  پورې هم شهرت لري. كيداى شي چې دا بدل
لومړى په كندهار كې جوړه شوې او تر  وردگو
پورې رارسېدلې وي؛ خو دا امكان هم شته چې دا بدل به په هغه وخت پورې اړه ولري چې
اشرپۍ په وردگو او شا او خوا  سيمو كې
چلېدلې. په دې بدله كې د زوم د خوا سندرغاړې ښځې خپل سړي ستايي چې اشرپۍ وېشي،
يعنى د لور پلار ته ولور پيسې وركوي.؛ خو هغه څوك چې دا پيسې اخلي لكه د پېغلې
پلار، تره يا كوم بل مشر بيا په بدو يادوي او هغه ته د (كوټي) خطاب كوي.

[30]  د مروتو د واده دستور، پرويز مروت، ص 80.

[31]  – نندانه- ناندانه. دا به غالباً په اصل كې
نادانه وي يعنې بې تجربې او ځوانه؛ خو نندانه د نازولې په مانا هم راځي.

[32]  داسې ښكاري چې ډېر پخوا به ډېر پښتانه په يوه
كلا كې اوسېدل. د دې كلا په مينځ كې به د هر چا كور بېل- بېل و او خپله دروازه
(دره) به يې درلوده. كومې برجورې كلاوې چې نژدې يوه پېړۍ مخكې په وردگو كې جوړې
شوې وې او اوس د جگړو له امله نړېدلې دي، په طبيعي توگه هم زړې شوې، په داسې كلاوو
كې به د يوه پلار يا د دوو وروڼو يا كهولونو اولاده په گډه؛ خو جلا- جلا اوسېده. د
خانانو كلاوو به څلور برجونه درلودل چې يا به د استوگنې خونې وې او يا د بديو په
صورت كې ساتونكي هلته كېناستل. داسې برجونو به مورچلونه هم درلودل.

(په قبيلوي روابطو كې كلا د خان او بانفوذه
مشر د اوسېدولو ځاى وي. څوك چې كلا لري، هغه په قبيله كې نفوذ هم لري. كلا يا قلعه
د قبيلوي جوړښت له واحدونو څخه د پښې په جوړښت كې لوى ځاى لري).  پخوا په هره كلا كې د يوې پښې خلك اوسېدل، پښه
په پښتنو كې د نارينه ؤ په حساب جوړېږي او استوگن به يې په (خېل) سره پېژندل
   E

 كېدل لكه سلطان خېل، شاهي خېل، سدوخېل او داسې
نور. دا (خېل) ځان ته خپل جومات او ملا لري او لمنځونه په خپل جومات كې كوي، داسې
جومات د همدې كلا مېلستون هم بلل كېږي، دعاوې په جومات كې اخيستل كېږي او كله نا
كله جرگې هم په جومات كې كېږي. ځنې كلاوې په ځانگړو نومونو يادېږي لكه د گرديز
جنوپ ختيځ ته (حليم كلا) يا د وردگو په سيد آباد كې (سره كلا) او داسې نور.

په اوس وخت كې د ډله ييز ژوند دود پيكه او
پخوانۍ كلاوې زړې شوي، سره له دې چې اوس هم ځنې خلك لويې كلاوې جوړوي؛ خو هڅه كېږي
چې ژوند انفرادي شي او هر څوك په خپله خوښه ژوند وكړي. د پخوانيو كلاوو په ډله ييز
ژوند كې به تر ټولو سپين ږيرى سړى د كلا مشر بلل كېده؛ خو اوس د فردي ژوند روحيه
ډېره پياوړې شوې او كلا نور نو خپل هغه پخواني دريځ په ډېرو سيمو كې له لاسه وركړى
دى. دا كار د پښتنو په قبيلوي ژوند كې يو ښه پرمختگ بلل كېږي.

[33]  په پخواني كابل او ځينو نورو غټو ښارونو كې سيك
(سهيك)  ته (لاله) ويل كېدى.

[34]  برېښم- ورېښم-ابرېشم.

[35]  خوندې- خورگانې. لوڼې هم په دې بيت كې ځاى لري

[36]  صورت، مخ، ظاهري بڼه.

[37]  چغيان (انگي)- ټولوونكى ولى محمد سيال كاكړ،
1370هـ. ش، اسلاميه پريس كوټه، ص 12 – 47

[38]  چول- بيابان.

[39]  نوش- نوش جان.

[40]  بوغې- نارې سورې- چيغې- نارې، كوكې.

[41]  بوري- كويټې ته نږدې د يوې سيمې نوم.

[42]  كم- كوم.

[43]  دا بدله يا دا چيغه هغه دود يا لوګى يادوي چې د
توى د ډوډۍ د پخولو د كټوو له اور څخه پورته كېږي. ناوې په دې پوهېږي چې لږ وروسته
خلك ډوډۍ خوري او بيا دا بل ځاى ته وړي.

[44]  ماځيگر- مازديگر- نماز ديگر.

[45]  د يوه ستانه زيارت نوم.

[46]  دا د هغه ناوۍ چيغه ده چې په بدو كې وركړل شوې
ده، په پښتنو كې د ودونو د ډولونو په هكله په همدې كتاب كې بشپړې خبرې شته.

[47]  ماخۍ- مخۍ- يو ډول بوټى چې ژر اور اخلي.

[48]  كپۍ- سوگلۍ- د غوينه له پوستكي څخه جوړ شوي ډېر
ابتدايي بوټونه.

[49]  د كن د هندوستان يوه سيمه ده. كېداى شي د دغه
پېغلې پلار په دكن كې بندي وي او يا د خواري مزدورى له پاره هلته تللې وي او دا
ميراث خورو (تره يا د تره زامن) واده كړې وي. په غالب گومان دغه بدل هغه وخت جوړه
شوې چې پاكستان نه و او زموږ د سيمو كاريگر ځوانان به د كار له پاره د هندوستان
خوا ته تلل.

[50]  كونگ- يو ډول غټ مارغه دى چې غټې زېړې سترگې او
گرد غټ مخ لري. كونگ هغه مارغه دى چې د شپې له خوا ډېر راوځي او په ونو كې ارام
ناست وي. كونگ ته په دري ژبه كې (بوم) وايي.

[51]  بې – به يې

[52]  زم- زه مو

[53]  لړونى- اور لړونى- د اور د لړلو ځانگړى لرگى.

[54]   د پاكستان يونامتو جېل (مچ) نومېږي.

[55]  انگۍ د نيمې نړۍ فرياد، ابوالخير ځلاند، پښتو
ادبي كاروان، كويټه، اپريل 1994م.

[56]  فولكلوري جواهر، ص 17.

[57]  د پښتو د ولسي ادب لارې، ص 92.

[58]  ناويدود- د پېغلې د ناوې كولو ځانگړى وخت او
دود.

[59]  ودوزن- د واده ځانگړو دودونه او وخت ته په وردگو
كې (ودوزن) وايي.

[60]  كوچياني پانگه، ص 79.

[61]  قوم عربي كلمه ده چې مفغنه بڼه يې قام يا كام
كېږي. قوم د قبيلوي جوړښت يو غټ واحد دى. په عامه اصطلاح كې كام د (پښې) څخه نيولې
تر (خېل) پورې ټول واحدونه په ځان كې رانغاړي. كام د قبيلوي ژوند محور دى او ټوله
قبيلوي حقوقي مسايل د كام په رابطه جريان مومي. د قبېلې هر سړى مجبور دى چې خپلې
گټې د كام په گټه كې وپلټي. متل وايي: (لوخې د كام ښه نه غوښته سر يې په درياب كې
وچ شو). په دغه متل كې د كام حقوقي دريځ بيان شوى دى چې هر سړى بايد خپلې گټې د
كام په گټه پورې وتړي.
E

كام د لويې جرگې د جوړېدو صلاحيت لرونكى ځاى
دى. دا قبيلوي واحد د (ټبر) د پراختيا په پايله كې جوړ شوى او د همدغه واحد قبيلوي
تشكيل و چې د ميرويس خان هوتك او احمد شاه ابدالي په قومي جرگو كې يې د دولتونو
جوړېدو ته لاره پرانستله.

كام له حقوقي پلوه په قبيلوي قانون كې ستر
ځاى لري چې د صلاحيت تمثيل يې قومي يا كامي جرگه كوي( د پښتني قبيلو، ص 202- 203).

[62]  په وردگو كې پوخ سړى هغه چا ته ويل كېږي چې عمر
يې د ځواني له كلونو څخه تېر او د ډېرې تجربې خاوند وي.

[63]  انگۍ ، ص 243-245.

[64]  د پلار ورور ته تره، اكا يا كاكا ويل كېږي؛ خو
په عامه اصطلاح هر مشر سړى چې د پلار په عمر وي (اكا) بلل كېږي. له بده مرغه چې د
پښتنو په قبيلوي ژوند كې د وروڼو زامن، د ترونو زامن، تربوران يو له بل سره ښه نه
وي او ډېرې يې په شخړو او دښمنيو اوړي. اكا با العموم وصي كېږي او په ميراث كې د
ډېرې مداخلې واك لري، له هغه
E
ځايه چې اكا يا تره ډېره بې انصافي كوي؛ نو اكا وراره ته دښمن ښكاري. په پښتنو كې
كه څوك مړ شي او ځوان زوى ونه لري ورور يې د خپلو ورېرو وصي كېږي، د مال اصلي وارث
بلل كېږي او كله نا كله د خپل ورور له كونډې سره نكاح هم تړي. كه ورور د ورور كونډه
ښځه ونه كړي، قبيلوي عزت ته يې زيان رسي (د پښتني قبيلو… ص 7).

[65]  د كنړ د پېچدرې خلك هم ډېره هڅه كوي چې خپل زوى
ته په نژدې خپلوانو يا خپل كلي كې واده وكړي او خپله لور هم همداسې نژدې ځاى واده
كړي(د پېچدرې، ص 101).

[66]  ډېر وردګ يو واده کوي؛ خو ځنې دوه_درې او څلور
ودونه هم لري. د اسلام د مبارک دين د احکامو له مخي يو نارينه له څلورو ښځو سره
نکاح تړلى شي؛ خو چې عدالت پکې وشي. د فقهاوو په نظر يو واده په اسلام کې ښه بلل
شوى دى.

ننني ځوانان معمولاً يو واده ښه بولي؛ خو
زموږ د پلرونو او نيکونو په وخت کې دوه_ درې او څلور ودونه هم ډېر دود وو. هغه
کسان چې دوهم واده غواړي، کېداى شي چې له خپلې لومړنى ښځې څخه اولاد ونه لري،
کېداى شي چې لومړنۍ ښځه يـــې ډېره ښاسيته نه وي، په عمر له ده څخه پخه وي، مور او
پلار يې بې له خوښې ورته کړې وي، له دې ښځې سره يې جوړه نه وي او يا کوم بل دليل.
ځنې کسان  چې لږ پيسې پيدا کړي بيا دوهم
واده کوي، په ځينو کورنيو کې دوهم او درېيم واده له پلاره او نيکه نه دود وي او د
کورنۍ هر مشرنارينه غړى ځان ته بل واده کوي.

پخوا به ځينو خانانو او ملکانو دويم، درېيم
او څلورم واده هم کاوه، په داسې کورنيو کې تاو تريخوالى ډېر نه پېښېده؛ ځکه چې په
ټول کور باندي به د خان يا ملک اغېزه خوره وه، هېڅ کار به د ده له خوښې پرته نه
کېده او ښځو به د لانجو د جوړولو وس او وخت نه درلود؛ خو په عادي كورونو كې د دوو
ښځو تر مينځ ډېرې شخړې پېښېږي.

له افغانستان او پښتنو نه ها خوا راز_راز
نور ودونه هم شته، په داسې حال کې چې په ټولو مسلمانانو، افغانانو او پښتنو کې يوه
ښځه يوازي له يوه نارينه سره نکاح تړلى شي، په نورو قومونو کې راز_راز ودونه شته.
د مثال په ډول د هند د راجستان په ايالت کې د ښځو شمېر لږ او د نارينه ؤ ډېر دى،
له همدې امله دوه وروڼه يا دوه نارينه له يوې ښځي سره واده کوي. ويل کېږي چې دا
ښځه په نوبت د دې دوو مېړونو کورونو ته ورځي او اولاد يې هم په نوبت وي. يا په
افريقا کې ځني داسې بېلګي شته چې ټول خلک ګډ ژوند کوي. په دې مانا چې د کلي ټولي
ځواني ښځې د کلي د ټولو نارينه ؤ دي او اولادونه هم د ټول کلي بلل کېږي او هيڅوک
ځانګړې ښځه يا ميړه يا اولاد نه لري.

د بوتان په بودايي هېواد كې يو نارينه له
دوو ښځو سره د واده حق لري، يوه ښځه هم دوه مېړونه كولاى شي. په داسې مواقعو كې
هغه سړى چې ډېره زمكه لري هڅه كوي چې  لور يې
په يو وخت كې دوه مېړونه ولري چې دواړه په كروندو كې كار ورسره وكړي. داسې ښځه له
خپلو دواړو مېړونو سره د پاتې كېدو يو جدول جوړوي او ټول هغه په پام كې نيسي. ويل
كېږي كله چې د داسې ښځې ماشوم وزېږي، يوه مياشت وروسته د كلي څلور پنځه مشران او د
عبادتځاى مذهبي مشر (مانك) د دوى په كور كې راټولېږي د ماشوم مخ او رنگ ته گوري او
بيا پرېكړه كوي چې كوم پلار ته ډېر ورته دى چې د هغه اولاد وبلل شي.

[67]  د جلۍ د ځوانۍ وروستي كلونه چې بيا واده كېږي.

[68]  شنه د څارويو له پاره شوتله(شفتله) رشقه او نور
واښه.

[69]  استاد حبيب الله رفيع ليكي چې پخوانيو آريايانو
د كورنۍ له ډېرېدلو او پنځېدولو سره مينه درلوده او په خپلو سندرو كې به يې له لوى
خداى(ج) څخه غوښتل چې د دوى مېنه آباده كړې:

 خداى تعالى د ژوند واكمن دى

د ټول عالم څښتن دى

دى وركوي سړو ته ښې كورنۍ

نو خدايه! موږ ستا مريي يو-
مريي!

بې اولاده، بې ښېگڼې موږ مه مړه
كوه.

رفيع صاحب ليكي چې دا آريايي
عنعنه دومره درنه او منلې وه چې تراوسه دود ده. سوونه كلونه مخكې بېټ نيكه ويلي و
چې:

لويه خدايه! لويه خدايه                                  ستا په مينه،
په هر ځايه

غر ولاړ دى درناوى كې                               واړه ژوي په زارئ
كې

دلته دي د غرو لمنې                                     زموږ كېږدۍ
دې پكې پلنې

دا وگړي ډېر كړې خدايه!                              لويه خدايه! لويه
خداي!

او اوس پښتنې پخپلو بدلو كې
وايي:

ناوې ښې ولې دې تخت دى

كه (… جان) ته خداى زوى وركا                    ناوې ستا تندى د بخت دى

*

زرغونه سې ناوكيه

د اوو زامنو مور سې                                   چې ولاړه كې
كېږديه

*

زرغونه سې ناوكيه

د اوو زامنو مور سې                                   چې درجوړه كې
اوږيه

 

(پښتني دودونه، ص
10-11).

ښاغلي محمد عارف غروال د ستر
څېړونكي گوستاولوبون په حواله كاږي چې زړو آريايانو د كورنۍ پرستش كاوه او خپل
نيكونه يــــې ســپــڅلي او ستانه بلل،   
E

 كهول يې د نعمتونو مركز باله او د هغه د ډېرولو
له پاره يې زيارايسته. (غرنۍ سندرې، ص 28). همدا عنعنه په اوسنو پښتنو كې هم ژوندۍ
ده او غواړي چې ډېر بچيان او ستره كورنۍ ولري.

د ښځې دريځ په كوچيانو كې هم د
نورو پښتنو په شان ډېر محكوم دى. په كور كې د نجلۍ پيدا كېدل د بدمرغۍ نښه ده. گرد
كهول او نور خپلوان په دې خواشيني كېږي او خجالت احساسوي. كه څوك د لور د پيدا
كېدو خبر واوري شرمېږي او عار يې گڼي. نارينه لكه پلار معمولاً وړې نجونې په غېږ
كې نه اخلي. لور له پلاره سره بيخي پردۍ ښكاري. په كوچيانو كې ښځه د متاع او
تجارتي مال حيثيت لري. كوچۍ پلار خپلو لور وړوكي هلك يا سپين ږيري ته وركولاى شي
او پېغله حق نه لري چې نارضايتي وښيي(پښتانه كوچيان، ص125).

[70]  سيد آباد، چك، جغتو، شنيز، جلگه او تنگى د وردگو
د ولسواليو او سيمو نومونه.

[71]  د وردگو او نورو پښتنو په ټولنيز اندود كې د
(ډم) بحث يو په زړه پورې څپركى دى. وردگ ځانونه اصيل او ډمان چې د حلالې روزۍ د
گټلو له پاره كار كوي كم اصله بولي. داسې ښكاري چې ډمان هم له سلگونو كلونو راهيسې
په همدې سيمه يا په بله ژبه له همدې خلكو سره څنگ په څنگ اوسېدلي، د همدوى په شان
جامې اغوندي، د همدوى په ژبه خبرې كوي، د خلكو په خدمت بوخت وي، د همدوى دودونه پالي
او يو د بل په خوښيو او ويرونو خوشاله يا خپه وي؛ خو په ټولنه كې د اوسنيو واكمنو
ديني او ټولنيزو شرايطو له مخې د هنديانو د (كاست) په شان كم اصله او ټيټ خلك بلل
كېږي. ډمان په خپلو مينځونو كې ودونه كوي او هر غټ كلى ځانله خپل  ډم يا ډمه كورنۍ لري. ډم ته كه د قبيلوي سړي له
خوا زيان ورسېد؛ نو نه ننواتې ورته كېږي او نه مركه پرې جوړېږي. بلكې د قبيلې يو
دوهمه يا درېيمه درجه مشر د ډم په عرض غور كوي. د ډمانو ښځو ته ډمانې ويل كېږي.

په وردگو كې ډمه د خپل كور عادي ښځه ده او د
كليوالو له پاره ډېر كار  نه كوي؛ خو په
ځينو نورو پښتنو كې ډمه هغه ښځه ده چې ناوې جوړوي او ساز كوي.

ډمه د قبيلوي اشرافيت په لړ كې ټېټ دريځ
لري، په ودونو كې د ښځو له پاره ډوډۍ پخوي او د ناويدود په نورو كارونو كې برخه
اخلي. ډمه هم د ډمانو په څېر په واده كې له دواړو خواوو څخه شريني غواړي. په ځينو
پښتنو كې د ډمې خرڅ او جامې د خان له كوره ورځي. د پښتنو په هغه قبيلو كې چې ښځې
په پرده كې گرځي ډمانې لوڅ مخ وځي او له دغه قيده ازادې وي (د پښتني قبيلو،  ص147).

ډمان د كلي د نارينه ؤ، ماشومانو او لويانو
ږيرې او سرونه خرېيي، ماشومان سنتوي، د خوښيو او وير په وختونو كې خلك خبروي (پخوا
چې تگ راتگ په پښو كېده، ډم يا ډمانو به په لسگونو نورو كليو ته د غم يا خوشالي
خبر رساوه او خلك به يې گډون ته رابلل- اوس دا كار ډېر ساده شوى دى؛ ځكه ډمان موټر
سايكلونه يا موبايل ټلفونونه استعمالوي او يا د معاملې خاوند (غم يا ښادي) نېغ په
نېغه خپل خپلوان خبروي او يا كارتونه ورلېږي)، ډمان د خلكو غاښونه باسي، په ودونو
كې ډولونه وهي او ځنې خو يې لا باجې(ارمونيه، هارمونيه) او دوكړې(دوكړه- دوكړې،
طبله) هم ږغوي او سندرې بولي، د ډوډۍ 
E

 په
وخت كې د خلكو لاسونه مينځي.  د ډمانو د
كار لړۍ په وردگو كې تر دې هم پراخه ده چې ځانله جلا څېړنېز بحث غواړي.

له ډم وروسته د پښ خبره راځي. په قبيلوي
اشرافيت كې پښ دروند دريځ نه لري او په درنه سترگه نه ورته كتل كېږي. په ځينو
پښتني قبيلو كې كله چې پلار د لور (ولور) واخلي، د كلي پښ يا اهنگر ته يو څه پيسې
وركوي چې (ځنځير) بلل كېږي. د ځنځير نه وركول د بې غيرتي نښه ده. پښ اكثراً اجنبي
قبيلو ته منسوب وي او په خپلو مينځونو كې ودونه كوي. (د پښتني قبيلو، ص 40).

په وردگو كې پښان په شمېر ډېر لږ او سيمه
ييز خلك دي. د دوى د كانونو د لوونو په وخت پرانستل كېږي او د لنډې مودې له پاره
كار كوي.

وردگ تركاڼ يا نجار ته هم په كمه سترگه
گوري. تركاڼ هغه څوك دى چې له لرگو څخه ورونه، كړكۍ، المارۍ او نور لرگين شيان
جوړوي. تركاڼاڼو به پخوا كڼاوې هم جوړولې چې اوس نشته. تركاڼ هم په قبيلوي اشرافيت
كې ټيټ دريځ لري. د تركاڼانو كار له پلار څخه زوى او له زوى څخه لمسي ته لېږدي.
داسې ښكاري چې وردگو ته به لومړي تركاڼاڼ له نورو سيمو څخه راغلي وي. په وردگو كې
خلك تركاڼ ته (نجار) وايي چې يو وارداتي تورى دى. پخوا وردگو ته يو بل ډول كسبگر
هم راتلل چې خلكو به (كاسه گر) بلل. كاسه گرو به له لرگو څخه د خلكو له پاره لرگين
لوښي(ښانك يا ښنكى، تتۍ، مجمع يا مجمه، ټوټيې، څمڅې، شيطان څراغونه او نور) جوړول.
كاسه گر اوس نشته او خلك، چيني او پلاسكو لوښي استعمالوي. د وردگو يا پښتنو د
پخوانيو لرگينو لوښو پېژندگلوي به ډېره په زړه پورې وي. په ځينو پښتنو قبيلو كې
تركاڼاڼ په ودونو كې د زوم له پلار څخه خپله برخه غواړي.

جولا هم په وردگو كې ټيټ قبيلوي دريځ لري.
جولا گان اوبدونكى دى چې كليوال واده نه ورسره كوي. د جټ او جولا نوم يو ځاى
يادېږي. جولاگان ځان ته خپل دودونه لري. په وردگو كې خلك جولا ته (دوړ) وايي. د
سيد اباد د اونخې درې ډېر خلك پخوا دوړان وو او په سيمه يا نورو ځايونو كې به يې
ټغر اوبدل. داسې ښكاري چې وردگو ته به لومړي جولا گان يا دوړان له نورو سيمو څخه
راغلي وي. په قبيلوي اشرافيت كې دا د يوه سړي په شان تېرى گڼل كېږي چې هغې ته د
جولا خطاب وشي. جولا گان د جامو له پاره خمتا او د هلمند په ځينو سيمو كې د كېږديو
ټوكران (تاگى) اوبي. له جولاگانو سره په پېښو كې جرگه او مركه نه كېږي(د پښتني
قبيلو، ص 80)

په وردگو كې اوس دوړان نشته او دا كسب په
بشپړه توگه له مينځه تللي او د وطني ټغرو ځاى غاليو او بهرنيو فرشونو نيولى دى. دا
په رښتيا يوه تراژيدي ده چې زموږ سيمه ييز صنعت له مينځه ځي او ځاى يې وارداتي
مالونه نيسي. د دوړانو د كار د وسايلو نومونه داسې وو: كڼۍ يا د ټغر د اوبدنې
چوكاټ او مږنځى د تارونو د وهلو وسيله. كولى
Koli يا كوهلى Kohli  هندي ويي دى او هغه كاست يا طبقې ته ويل كېږي چې
شيان اوبي لكه جولا (رامايانا ، ص 375). كېداى شي چې د اونخي د درې د كڼۍ ويي له
دې (كولى يا كوهلي) سره نژدې وي.

يو بل كسب چې وردگ يې ښه نه بولي د چچونو او
غلبيلونو جوړول دي. دې كس ته خلك چچگر وايي چې د كلي د غنمو او دانو د پاك كولو او
چاڼ له پاره چچونه جوړوي. قبيلوي اشرافيت چچگر ته په وړ نظر نه گوري. د افغانستان
په لويديځو سيمو كې جټان د چچگرو كار كوي. پښتانه چچگر او چټان خپل كفو نه بولي. د
دوى په پېښو جرگه نه
E

جوړوي او څوك واده نه وركوي (د پښتني قبيلو
..، ص 83). د چچگرو شمېر اوس ډېر كم شوى دى؛ ځكه جگړو، وچكاليو، مهاجرتونو او نورو
اقتصادي او ټولنيزو عواملو له يوې خوا د كرنې د زمكو اندازه كمه كړې او له بلې خوا
كرنه څه نا څه ماشيني شوې ده له همدې امله د چچ او غلبېلونو استفاده ډېره كمه شوې
ده.

كلال چې له خټو څخه لوښي جوړوي هم په قبيلوي
ټولنه كې كښته موقعيت لري، كلالان زياتره د نورو قبيلو خلك وي. څرنگه چې قبيلوي
اشرافيت د كار ځنډ گرځي؛ نو كسبكر د مزدورانو په ډله كې راځي او د مزدور او بادار
معامله ورسره كېږي. داسې ښكاري چې وردگ كلال نه لري او هغه كسان به پخوا له نورو
سيمو څخه راتلل چې دوى ته يې خټين لوښي(منگي يا گړي، كوزۍ، كنډولى، كټوې، د كروتو
د زدودولو تغار، خميردان، تفداني، ځگونه، تغاره، شمعه دان يا  شيطان څراغ، د كټوو سرونه، سړوبي، چلمونه او
داسې نور) جوړول. د ځينو كلماتو له غير پښتو جوړښت (لكه شمعدان، شيطان چراغ،
خميردان يا تفداني) څخه داسې ښكاري چې دا كسب لومړى پاړسيوانانو د پښتنو او په
خاصه توگه د وردگو سيمو ته وړى او بيا دوى خپله زده كړي. د سپين ږيرو د وينا له
مخې پخوا به منى مهال كلالان د دوى كليو ته ورتلل، هلته به يې شپې تېرولې او د
خلكو د اړتيا وړ لوښي به يې ورته جوړول او دا به يې د غنمو،  جوارو او نورو حبوباتو په بدل كې په دوى خرڅول.

كلال Kalala  اصلاً هندي- اردو ويي دى او هغه كاست (د ټوليز
وېش ښكته پوړۍ) او طبقې ته وېل كېږي چې شراب خرڅوي (رامايانا, ص 371).  دا چې دا ويي څنگه په پخواني افغانستان كې د
ختينو لوښو جوړونكو ته كارول شوى، لږ څېړنه غواړي.

هغه كسان چې اوښان له يوه ځايه بل ځاى ته
بيايي وردگ يې (اوښبه) او نور پښتانه يې (اوښ وان)  يا (بټارى) بولي. دا سړى هم په قبيلوي اشرافيت
كې ښكته دريځ لري. متل وايي (چې مور يې بټيارۍ وي زوى يې نه فتح خان كېږي) اصيل
پښتانه اوښبه د ځان كفو نه بولي. په قبيلوي ټولنه كې د قبېلې اصلي سړى بټياره
كولاى شي؛ خو د قبيلې ښځه په بټيار نه واده كېږي. قبيلوي اشرافيت هغه سړى چې پلار
يې اصيل؛ خو مور يې بټياره وي هم خام بولي (د پښتني قبيلو, ص 10 د مجمع الفنون د ص
427 په حواله).

دا ډېره د خواشينۍ خبره ده چې پښتنو پخوا په
كليو كې عموماً او وردگو خصوصاً كار او كسب نه خوښاوه او هسې خوشې په غټه لونگۍ او
اوږده شمله خوشاله كېدل. دوى په داسې واهي وياړونو ژوند كاوه چې ډېر مادي ارزښت يې
نه درلود او نننۍ وروسته پاتې، بېوزلي او بېسواده ژوند يې د همغه پخوانيو وياړونو
يوه ښه پايله بللى شو!!

د پښتنو د ټولنيز- اقتصادي جوړښت څېړنه دا
په ډاگه كوي كله چې پخوا پښتنو پردي يا غير پښتنې قبيلې لاندې كړي، د دوى سيمې يې
په خپلو كې وېشلې او ځنې هغه كسان يې له ځانه سره ساتلي چې په جگړو كې نه دي وژل
شوي او له خپلو قبيلو سره نورو سيمو ته نه دي كوچېدلي او غوښتي يې چې په خپلو
كورونو كې پاته شي. پښتنو كه څه هم چې دې خلكو ته د زمكې حق نه دى وركړى؛ خو د
مرييانو په سترگه يې هم نه دي ورته كتلي او حق يې وركړى چې هملته ژوند وكړي او د
خپلو كسبونو له لارې ژوند وكړي.

تاريخي څېړنې څرگندوي چې بېلابېل پښتانه تل
يو د بل سيال پاته شوي دي. د مثال په توگه يوه پښتون نه شواى كولاى چې د بل ږيره
وخريي؛ ځكه يې پردي عناصر په خپل اړخ كې ساتل چې ځنيې چارې سر ته ورسوي. مورخين
وايي چې د پښتني ټولنې پردي عناصر د
F.Barth په قول هندي كاست Caste
ته ورته وو؛ خو له هغوى سره
E

يې توپير هم درلود. پښتانه له كسبگرو سره
ځان مساوي نه بولي او لانجه هم نه ورسره كوي. د مثال په توگه پښتانه په قبيلوي
جگړو كې په ښځو، ماشومانو او نايانو يا ډمانو ډزې نه كوي؛ ځكه د ځان سيال يا مساوي
يې نه بولي. پخوانيو پښتنو او وردگو له بزگري، پوونده توب او سوداگرۍ پرته نور ټول
كارونه ټيټ بلل. حتى دكان يې نه خوښاوه او ځكه به دا چارې هندوانو او نورو اتنيكي
ډلو سرته رسولې(د پښتنو ټولنيز– اقتصادي جوړښت، ص 116- 118).

د تاريخ له مخې هغه وخت چې احمد شا بابا په
افغانستان كې يو پياوړى مركزي دولت جوړ كړ، ډېر تخصصي كارونه او كسبونه د غير
پښتنو په لاس كې وو، دا ستونزه له بده مرغه تر اوسه هم روانه ده او پښتانه كسبونه
او فزيكي او فكري كارونه ډېر نه خوښوي، ښارونو ته ډېر نه كډه كېږي او د خپل همغه
ډېر ساده او وروسته پاتې ژوند په لومه كې ښكېل پاته دي

د تېراه پښتانه وايي چې ښه او اصل خلك هغه
دي چې خپل كار كوي. پخوا به دې اپريدو خپلې زمكې كرلې، په غرونو كې به يې لرگي وهل
او هغه به يې خرڅول. دكانونه او نور كسبونه به هندوانو كول. وايي چې دې هندوانو به
د مسلمانو اپريديو جوماتونه ته تېل او د مشرانو اوجرو(حجره) ته د چلم تنباكو
وركول. كله چې انگريزانو د نيمه نيمه وچو ووېشله او پاكسان يې جوړ كړ، ډېر هندوان
د هندوستان خوا ته لاړل او تېراوال اپريدي بې تېلو او تنباكو پاته شول؛ ځكه يې
خپله لسټوني بډ وهل او ورو- ورو يې كارونو ته مخه كړه او واړه- واړه كارونه يې پيل
كړل. سپين ږيري اپريدي اوس هم په دې اند دي چې هغه كسان چې كسب لري لكه لوهار،
دكاندار او دوى يې (كاريگر) بولي معمولاً له قبيلې څخه بهر يا په بله ژبه پردي خلك
وي. اپريدي دا ډول خلك اصيل او خپل سيال نه بولي(انجنير مولانظر).

[72]  په يو شمېر قبيلو كې بوچ هغه دى چې غوږونه يې
پرې شوي وي او دا ډېر د څارويو په برخه كې ويل كېږي. په پښتنو كې د چا د پزې
پرېكول له نرخ سره سم تاوان لري. په احمدزيو كې دا تاوان نيم خون دى. كه څوك بل
څوك ووژني او بيا يې پزه په مړينه غوڅه كړي، دا د بل پوره خون تاوان غواړي. دا
مسله د ښځې او نارينه په حق كې يو شان ده. په ځينو قبيلو كې په تېره هغه چې د موسى
نرخ پالي كه څوك د پردۍ ښځې پزه پرې كړي نه يوازې دا چې يو پور په غاړه اخلي بلكې
د ښځې خپلوانو ته د هغې د بې حرمتي شرم هم بايد وركړي(د پښتني قبيلو, ص 26، د كابل
كالنۍ 1318 په حواله، ص 135، د ارواښاد استاد پژواك مقاله). بوچې يا بوچ ته پز
پرېكړى هم وايي. پښتانه د پزې پرې كول ښه نه بولي او پېغور يې گڼي؛ ځكه هغه څوك چې
بل چا ته په غوسه وي هغه ته وايي( پزه دې پرې شه!)

[73]  په وردگو كې په هر مړي پسې خيرات يا خيراتونه
كېږي. منى مهال چې خلك له كارونو څخه لږ وزگاره شي؛ نو په خپل هغه مړي پسې چې د
كار په موسم په حق رسېدلى وي خيرات كوي. دا مسله اقتصادي لامل هم لري، كه د مړي د
خښېدلو په وخت كې د مړي كورواله د خيرات وس ونه لري؛ نو مني چې خپل كرنيزه توكي
خرڅ كړي او يا د پيسو د پور له پاره پوره وخت ولري په مړي پسې خيرات كوي.

[74]  لاندي: په وردگو كې شتمن خلك، لكه د سړو سيمو د
نورو اوسېدونكو په شان لاندي كوي. په لاندي كې خلك پسه يا غوينه حلالوي او غوښه يې
ځوړندوي چې د ژمي د سړو شپو له پاره وچه شي.

[75] – كورسپينول چې وردگ يې د خټو كړل بولي، د ښځو
او نجونو كار دى. وردگ په كال كې يو دوه ځلې خاصتاً له ژمي څخه وروسته چې د تناره
دودونو ټول كور تور كړي وي، د استوگنې د كوټو كالي وباسي او د خونو ديوالونه او ان
چت په خټو موښي. په دې حالت كې ښځې سپينه خاوره په اوبو كې لمدوي او بيا يې د څړيو
(د رخت ټوټې) په مرسته په ديوالونو موښي. كله چې دا رنگ وچ شي خوني پاكې ښكاري، په
وردگو كې ښځې دهليزونه، د اورخونه او د كور ځنې بيروني ديوالونه هم په خټو سپينوي.
هغه ځاى ته چې سپينه خاوره ځنې راوړل كېږي، خلك (گل كنه) وايي. له دې خاورې سره
چغل شوي واښه يو ځاى كېږي او ښه په خوند يې خوشتوي چې پخه شي. كله چې ژمى تېر شي
او خونې په دود تورې شوې وي، ښځې د خونو چتونه چې وردگ ورته پشتول وايي هم د څړيو
په مرسته سپينوي چې خونې ښايسته  او سپينې
ښكاري شي.

[76]   پوول- د مال څرول. په وردگو كې خلك دومره سپين
او شنه واښه نه لري چې خپل څاروي (مال) په كور ماړه وساتي؛ ځكه نجونې، هلكان يا د
كورونو مشران خپل مال د روځې دوه وخته سهار او ماسپښين خپل مال هغه عامو ځايونو ته
بيايي چې شنه واښه ولري. عام ځايونه لكه د ويالو څنډې، خوړونه او ډاگونه چې د بل
چا شخصي ملكيت نه وي. خلك خپل مال په خپلو هغو پټيو كې هم پيايي چې غنم يا بل كښت
يې رېبل شوې وي، كه څوك خپل مال د بل چا په ملكيت كې وپيايي، په دې باندې شخړې او
خپگانونه جوړېدلى شي.

[77]  لسټونخولې- په وردگو او نورو پښتنو كې ښځې دوې
پلنې ټوټې (5-10 سانتي) په ورېښمو، سونډو، عادي تارونو، مريو او آيينو ښايسته
جوړوي. د دې ټوټو اوږدوالى د لستوڼي د خولو په اندازه وي. پخوا به د ښځو د لسټونو
خولې غټې يا پراخه وې.

[78]  مټوۍ- گرده مدوره پرېړه ټوټه چې په مريو، آيينو،
زرتارو او سونډو ډېره ښايسته جوړېږي. په وردگو كې ښځې د مټوۍ له پاره لومړى د ټوكر
څو ټوټې سر په سر گنډي چې ټوټه لږ پرېړه او مظبوطه شي او بيا دا نور سينگار پرې
جوړوي. ښځې مټوۍ د خپل كميس په دواړو وليو (ولي- شانه) باندې گنډي چې كميس ښايسته
ښكاره شي.

[79]  د پايڅو خولې – د پايڅو خولې د لسټونخولو په
پرتله نرۍ يا كم بره وي او په ليس او چرمو باندې جوړېږي او په درز باندې يې يوه
كمكۍ ښايسته مټوۍ گنډل كېږي.

[80]  سرتا- په وردگو كې ښځې سورور (بردار) پوړنى
(ټيكرى) په سر كوي. دا پوړنۍ معمولاً په دوې (تا) جوړېږي، يعنى په اوږدو دوې ټوټې
څنگ په څنگ گنډل كېږي چې پوړنى سورور شي. د دې دواړو ټوټو په پاسنۍ يا د سر خوا ته
ټوټه په رنگه سونډو ډېر ښايسته گلان جوړېږي. پخوا به په تورو پوړنيو باندې په سرو
سوڼډو گلان گنډل كېدل چې ډېر ښايسته به ښكارېدل. كله چې ښځه دا ډول پوړني په سر
كړي همغه ښايسته برخه به يې په سر او وليو له ورايه ښكلى ښكاري

[81]  بوخڅه- بقچه مربع ټوټه چې د جامو د ساتلو له
پاره په كارېږي. ښځې بوخڅه له ښايسته ټوټو څخه جوړوي. كېداى شي چې دوه ټوټې سر په
سر وگنډي چې د بوخڅې دواړه خواوې دوه بېلابېل رنگونه ولري. ځنې ښځې د بوخڅې په
څلورو كونجونو گلان جوړوي چې ښايسته ښكاره شي. كله چې ښځې خپلې جامې د بوخڅې په
مينځ كې كېږدي. څلور خواووې يې پرې راواړوي او بيا يې په قلفي ستن بنده كړي.

[82]  ميانۍ- د پيسو د ساتلو كمكى كڅوړه يا بكس چې په
انگريزي كې والت
Wallet ورته وايي.

[83]  ښځه په اسلام كې، محمد حسن حقيار، پېښور، ص 272

[84]  – ملا- مذهبي مشر ته ملا ويل كېږي. ملا سربېره
پردې چې جومات ساتي، لمونځونه وركوي، د مړي د گور او كفن كار كوي او نكاوې تړي.
ملا د سپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي او كله چې د دوو قبيلو تر مينځ توده
جگړه روانه وي؛ نو ملايان قرانونه په سر نيسي، د جگړې ډگر ته ننوځي او جگړه بندوي.

ملا كله- كله په جرگه او مركه كې اصلي
غړيتوب اخلي؛ خو په لويو جرگو كې د جرگې اصلي غړى نه وي؛ بلكې د دعا له پاره هلته
ورځي. د ځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كېږي، تنظيم يې د ملا په غاړه وي(د پښتني
قبايلو، ص256).

له هغه وخت څخه راهيسې چې د ارواښاد عطايي
صيب كتاب(د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس) خپور شوى دى، تر اوسه پورې د ملا په ټولنيز
دريځ كې ډېر توپير راغلى دى. جگړې، يرغل، مهاجرت او د مجاهدينو او طالبانو واكمنيو
د پښتنو د قبيلوي نظام اساساتو ته ډېر زيان رسولى او بنسټ پالي ملايان د ډېر واك د
ترلاسه كولو له پاره هڅې كوي. د طالبانو د اسلامى غورځنگ واكمنۍ او له امريكا او
ناټو سره د دوى جگړو پښتني قبيلوي ټولنه نوره هم كمزورې كړې او د القاعده په ملاتړ
د ملايانو او طالبانو رول ډېر پياوړى شوى دى.

[85]  ملك- د قبيلې يا كلي مشر ته ملك وايي. ملك د
قبيلې پېښې څاري او خلك په مهمو وختونو كې په نويو پېښو خپروي. ملك معمولاً هلته
كار كوي چې سيمې د دولتي موسساتو په اداره كې وي. په دغسې قبيلو كې ملك د قبيلې او
دولتي ادارو تر مينځ د رابط حيثيت لري. ځنې خانان د ملكانو په شكل راپورته كېږي؛
خو ځنې نور ځانونه له دې منصب څخه لوړ بولي. د ملكي حقوقي موسسه هم په تېرو دېرش
كلنو جگړو، يرغلونو، مهاجرتونو او ټولنيزو بدلونونو كې ډېره كمزورې شوې ده او ځاى
يې سيمه ييزو تنظيمي قوماندانانو، ملايانو او طالبانو نيولى دى.

پخوانيو ځينو ملكانو ډېرې زمكې درلودې، حجرې
به يې لرلې، خلكو ته به يې ډوډۍ گانې وركولې، له حكومتي كسانو سره به يې ناسته
پاسته درلوده، جرگې مركې به يې غوڅولې، لويې برجورې كلاوې او اصيل ټوپك به يې
درلودل؛ خو اوس ملك هغه دبدبه نه لري او دغه لړۍ ورو- ورو له مينځه ځي.

[86]  د كنړ ولايت د پېچدرې خلك هم د نورو ډېرو
كليوالو پښتنو په شان واده د كور- كلي كار بولي او ځوان او پېغله څوك پوښتي هم نه!
ښاغلى گلاب زى ساپى ليكي: (… د هلك له پاره به ښځه د هغه پلار، مور او يا نور
مشران خوښوي. د مشرانو چې د هر چا سره د خولې خندا او يا دوستانه جوړه شي، د هغې
خور يا لور خپل زوى ته غواړي؛ خو هلك په هېڅ ډول سره دا نه شي ويلى چې زه دا جنۍ
نه كوم، كه داسې وشوه؛ نو د مور او پلار او يا د نورو مشرانو د ستر تهديد يا خندا
سره مخامخ كېږي.

كله خو داسې هم پېښېږي چې د هلك پلار يا مور
يوه جنۍ د كور د كارونو له پاره خوښه شي؛ نو په خپل زوى زور اچوي چې موږ د پلاني
لور چې ډېره هوښياره جنۍ ده خواه مخواه ستا له پاره غواړو، كه بيا ستا خوښه نه وه
ځانته بله وكړه!) نوموړى ښاغلى ليكوال وړاندې ليكي
: (په پيچدره كې جنۍ نه پخوا دا حق درلود او نه اوس دا حق لري چې د
خپل راتلونكي مېړه په هكله خپل نظر وړاندې كړي، ان تر دې چې كېداى شي پلار يې كوم
بوډا يا ليوني ته په زور واده كړي) ( د پېچدرې د پښتنو ولسي دودونه, ص 79- 81).

(په لغمان كې د واده دودونه) كتاب ليكي چې
لغماني ميندې او پلرونه د واده په هكله د خپل زوى خوښه اخلي او په دې برخه كې د
ځوان او پېغلې (سكوت) يا چوپتيا خوښه انگيري او كارونه مخ ته وړي (د كتاب 4- 5
مخونه). كېداى شي چې دا خبره په عصري كورنيو او يا ښاري لغمانيو كې دود وي؛ خو په
كليوالو كې لا دا تمه نه شي كېداى.

[87]  د هندوانو او سكانو د مذهبي مشرانو د احكامو سره
سم د واده له پاره د ځوان عمر 24 او د پېغلې 18 كاله په پام كې نيول شوى دى.
هندوان او سكان په ټوله نړۍ كې دا دود پالي؛ خو په افغانستان كې دې حدودو ته ډېر
نه كتل كېږي او ځنې نجونې په كم عمر (15- 18) كې ودېږي (افغاني هندوان او سكان, ص
139).

[88]  مدني قانون, ص 20.

[89]  د پېچدرې , ص 99- 100

[90]  د افغانستان مدني قانون 69 ماده د (بدل) واده
(ازدواج) په هكله وايي: (د بدل ازدواج په عقد كې يوه ښځه د بدلې ښځې په بدل كې نه
واقع كېږي او هرې يوې ښځې ته مهر مثل لازمېږي.)

[91]  د پښتني قبيلو, ص 250.

[92]  د پښتني قبيلو، ص 250.

[93]  پښتني ودونه، استاد حبيب الله رفيع. 1381 ، د
افغانستان د مرستو مركز، كابل، د استاد كهزاد د (تاريخ افغانستان) په حواله ص 126-
130.

[94]  گوتې خوږول، د مينې د تار غځول، په يو چا زړه
بايلل.

[95]  پښتني دودونه, ص 126-130.

[96]  كاكړان پېغلې ته (چورۍ) وايي. په ولسي نرخ كې چې
د پېغلې له پاره كوم حقوق او مقررات شته، هغه د چورۍ له پاره هم شته. دا د ناز نوم
دى او هغه پېغله چې ډېره مجلسي او غزلخوانه وي هغې ته چورۍ وېل كېږي. په كور كې د
چورۍ ساتل د پلار له پاره
E عيب دى. يعنى كله چې ښځه د چورۍ حال
ته ورسي بايد مېړه ته وركول شي. چورۍ نجونې په مېلو او ودونو كې خوشالي جوړوي.
وايي هلته چې چورۍ وي، هلته غم نه وي (د پښتني
قبيلو، ص 86).

[97]  خو- عيب.

[98]  په مروتو كې د ځوان پلار له دريو مشرانو ښځو (د
ځوان مور، واده شوې خور او د تره ښځه) سره د پېغلې كور ته روځي. كه لاره ليرې وي؛
نو ښځې د هغه اوښ په لرگينه كجاوه كې سپرېږي چې پړى يا چيمار يې د ځوان د پلار په
لاس كې وي. وايي چې ځنې خلك په هغه گاډيو كې هم سفر كوي چې غوايه يې كشوي او هلته
د دې خلكو په هكله معلومات غونډوي او د جينۍ د ليدلو غوښتنه كوي. كه چېرته د ځوان
پلار زوړ وي،
E هغه هم جينۍ ليدلى شي. كه
چېرته جينۍ د دوى خوښه شوه؛ نو د ځوان مور خبره نېغ په نېغه ورسره يادوي او بيا
خپل كور ته ځي(د مروتو د واده دستور, ص16).

د كونړ ولايت په پېچدره كې كله چې كورواله ؤ
كومه جنۍ او د هغې كورنۍ خوښه كړه؛ نو د روغ ناروغ پوښتنه او راشه درشه ورسره پيل
كوي، ان دا چې د كور- كلي په ځينو كارونو كې ورسره برخه اخلي او ورو- ورو د يو
هوښيار باوري سړي يا ښځې په خوله خپله غوښتنه د پېغلې كورواله ؤ ته رسوي. كېداى شي
چې دوى لږ وخت وغواړي او د هلك د شخصيت او اخلاقو په هكله معلومات وكړي او يا ژر
ځواب ته  چمتو وي، په دواړو صورتونو كې د
خپل (هو) يا (نه) احوال د همغه هوښيار باوري نارينه يا ښځې په خوله د هلك كورواله
ؤ ته ولېږي. (د پېچدرې, ص 83).

په لغمان كې هم د رويبارانو ښځو تگ شته چې
پېغله خوښه كړي په دوهم پړاو كې بيا نارينه ورځي.(په لغمان كې د واده دودونه, ص4-5).

[99]  Marriage customs and … Page 6

پای